Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه هرات کې نژدې ۶۰ زره ښځې او نجونې د زعفران په...

په هرات کې نژدې ۶۰ زره ښځې او نجونې د زعفران په پروسیس بوختې دي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۴ مه) د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مرستیال، سید عبدالواحد سادات وايي چې په هرات ولایت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو پورې ښځې د زعفرانو په پروسس بوختې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس پرون، شنبې (د نومبر په ۲۳مه) راپور ورکړ چې د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په وینا، په افغانستان کې د زعفرانو ۸۵ سلنه پروسس ښځې ترسره کوي.

راپورونه وايي چې ډیر شمېر نجونو چې طالبانو یې پر زده کړو بندیز لګولی، د زغفرانو کرکیلې ته مخه کړې ده.

د زده کړو ترڅنګ له عامه ژوند او اقتصادي فرصتونو څخه محرومیت هم سبب شوی چې ډېرې ښځې، د زعفران د پروسس کولو په څېر دندې پیل کړي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله زیاته شوې او اوس پر هرات سربېره په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دود شوې ده.

د متحدو ایالتونو د نړیوالې انکشافي ادارې (USAID) په وروستیو کې وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د پاریس په نندارتون کې د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د پلور لپاره یو تړون لاسلیک شوی، چې ارزښت یې له ۱ میلیونه ډالرو څخه زیات دی.

سږ کال د بلجیم د خوند نړیوال انستیتیوت د افغانستان زعفران د نهم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو ښه زعفران وبلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...