سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

محمد خان په کوچو کې د پخ کړو هګیو وروستی کپ خولې ته وېوړ چې د خپل ناظر ګلشاه ستړی ستومانه غږ یې واورېد:

ـ خان صاحب!

خان له ځایه وارخطا راپاڅېد:

ـ ساه واخله، بیا خبره وکړه.

ـ هـ س ـ ې…

ـ څه خبره ده، په ارامه ساه یې وکړه.

ـ د خو… شا…لۍ خه…به… ره… ده.

ـ چې د خوشحالۍ خبره ده، بیا خو کېنه په ارامه یې وکړه.

ناظر ساه واخيسته:

ـ بدرو ډولچي ویل چې د پاچاهۍ لښکرې راغلي دي.

ـ چېرته؟

د بالاخانې له کړکۍ یې ګوته ونیوله:

ـ هـ غه ، نه ده…

ـ کومه؟

ـ په هـ غه لوړه غونډۍ کلا.

ـ هو!

ـ هلته یې اړولي دي.

محمد خان پوه شو چې پر دراني سلېمان لکه چې تخت چپه شوی دی، خبره کابل ته شوه. حتمي تېمور شاه راغلی دی.

محمد خان کوټې ته منډه کړه او په ستنې پورې را زړېدلي ملابند ته یې لاس کړ، له ملا یې تاواوه چې د مېرمنې یې پرې پام شو:

ـ بیا څه خبره ده؟

ـ خبره جوړه ده.

ـ نو څنګه جوړه ده چې تا بیا ملابند ته لاس کړ.

د مېرمنې پوښتنې ته یې لا بشپړ ځواب نه و ورکړی چې د کوټې له بره ستنې یې په سپینې خولې تاوه کړې پګړۍ را واخيسته او پر سر یې کېښوده، دوه ډزی ټوپک یې هم را واخيست، پټو یې له ولیو را تاو کړ، په یو موټي ږیره او برېتو یې لاس تېر کړ، په وروځو یې ورغوي را ښکل چې مېرمنې یې بیا په پوښتنه خپلې شونډې غوړې کړې:

ـ تا خو ویل چې سږکال به د تېزین کلا رغوو.

ـ که خدای ته منظوره وه، سږ کال کال آباد دی. ډېر کارونه به وکړو.

ـ ډېر کارونه! د ځه شي؟!

ـ پاچاهي جوړېږي!

ـ نو تا خو ټوپک ته لاس کړ.

ـ وه زوروې، ټوپک ګاڼه ده. پاچاهي خو بې ټوپکه نه کېږي.

مېرمنه یې د کوټې لویې ستنې ته په ولاړه ډډه ووهله او د ښي لاس ګوتې يې پر شونډو کېښودې:

ـ چې په ټوپک شوه لکه چې سر یې وخوړ.

ـ څه شي، یو خو ته هر خبره کږه بیايې؟

ـ پاچاهي!

ـ دا په ټوپک ساتل کېږي. بې ټوپکۍ ښادي نه تودېږي!

ـ بې ټوپکه یې وساتئ. د ټوپک ډز په زړه بد لګي.

ـ بې توپو او بې ټوپکه پاچاهي نه کېږي.

ـ ملک به په وینو ولمبوئ!

ـ تا بیا د وینو خوله وښوروله.

ـ ما ته همداسې ښکاري.

ـ لږه راښه شه.

ـ چې په ټوپک یې ګټۍ لکه چې شل مو نه کړه.

محمد خان ورو ورته وویل:

ـ خدای مهربانه دی، داسې ورځ به هم راشي چې!

ـ چې ملک به په وینو ولمبېږي.

ـ یو خو ته دستي له خولې نه خبره مروړې!

خان له کوره ووت، ناظر ورپسې و، ګوري چې په دېره کې ګڼ خلک ناست دي، خان ته پاڅېدل، خان له ټولو سره ستړي مشي خواره مشي وکړه، د خلکو رنګونه تښتېدلي وو، سپېره او ترهېدلي مخونه ولاړ وو؛ خو چې د خان هسکه شمله او تاوکړي برېت یې ولیدل؛ نو ساه یې واخيسته.

سپینږیری ملک جانو خان ته مخامخ ودرېد او له ګرېوان یې ونیو:

ـ خانه! سهار وختي، ډول وډنګېده، مونږ ټول یې وارخطا کړو چې په دا شنه سهار څه ټکه ولوېده؟

دا ډولچي، ویرګډی دی.

خان یې په خبرو کې ور ولوېد او په خندا یې ورته وویل:

ـ ملکه اشر ګډی هم دی.

ـ له اشره یې تېر خو چې دا ډنګ یې نور پرېیښی وی.

خان په وروځو کې وخندل:

ـ ولې؟

ـ بد لګي.

ـ اوس، که پخوا هم؟ هههه

ملک ته چې خپله ځواني مخکې ودرېده؛ نو د خان له خبرې يې ټوپ وواهه.

ـ ښه ځه خانه اوس ته دا پرېده، ډولچي او هغه زموږ سپینږیري خدای نظر ګل د پاچاهۍ خوب لیدلی و، ډېر ګډ وډ لګیا وو.

ـ څنګه ګډ وډ؟

ـ ویل یې، شاهانه  قافله راغلې او په لوړه کلا یې اړولي دي.

ـ نو تاسې څه شک کوئ.

ـ باور مو نشي، پاچاهي خو په کندهار کې ده. کابل کې څه کوي؟!

ـ نو باور نه کوئ؟!

ـ نه، د دې ډولچي په خوله څنګه باور وکړو؟!

ـ ګوره ملکه! ډولچي چې څه واوري او څه وګوري؛ نو بیا یې ډنګوي، هسې خو لګیاه نه وي!

ملک د خان ګرېوان پرېښود:

ـ خانه! داسې ښکاري چې دا خبره بیا ستا ده؟!

خان په برېتو کې موسکی شو. په ټولو یې غږ وکړ، درځئ چې لوړې کلا ته لاړ شوو. 

۷

د لوړې سړې کلا پر دېوالونو د پېړیو ـ پېړیو ګردونه پراته وو، د تېرو زمانو کیسې یې کولې، دغه کلا د کابل سهیلي ډډې ته پر یوې لوړې غونډۍ آباده شوې، د خلکو په خولو کې داسې شنه وه چې دا کلا کوپارو جوړه کړې وه او له دې ځایه یې پاچاهي کوله.

کابل د لوړې سړې کلا په ورغوي کې پروت و، له دغه ځایه ښایسته ننداره کېدله، امپراتوران، شاهان او امیران به چې ورته راغلل، بیا به یې تګ ته ترې زړه نه کېده، د هر چا سترګې لوړې کلا ته اوښتې.

محمد خان له خپلو ګڼو ملګرو سره پر اسونو او اوښانو سپور د کلا دېوالونو ته نږدې شو. تورمچي، تورم وغږاوه، د محمد خان لښکر ودرېد.

شاه ته خبر ورسېد چې یوه لویه قافله پاس کلا ته را روانه ده؛ خو دوی اوس سمدستي په لاندې وره کې درولې ده، څنګه وکړي؟

شاه پوه شو چې دلته لا دومره زړور مور نه دی زېږولی چې په رڼا ورځ پر ده برید ته راشي، امر یې وکړ:

ـ مشر یې را وغواړئ او نور لښکر همالته ودروئ،

 محمد خان د پګړۍ ولونه تازه کړل او کلا ته وخوت، شاه د کلا له کړکۍ کتل چې یو دنګ سړی تور اوږد ټوپک یې پر ولي ایښی، د ده خوا ته ښه زړور را روان دی. فکر یې وکړ چې سړی حتمي د ده ملګری دی؛ نو نېغ یې له ټوپک سره ځان ته وغوښت. محمد خان ټوپک له ولي ښکته کړ، شاه غېږه خلاصه کړه او ورغاړې ووت، د سړي غېږه ډېره توده وه، شاه نور هم ځان ته جوخت کړ.

شاه ورته وویل:

ـ ټوپک دې بېرته واخله!

محمد خان چې پر ځان د شاه باور ولید؛ نو موسکی شو:

ـ دومره ژر باور هم پکار نه دی!

شاه ورته په ولي لاس کېښود:

ـ اصیل سړی له څېرې او تګه ښکاري. څوک چې اصیل وي، د لویې کورنۍ په نغري یې خوړلې وي، هغه د خلکو د زړه ستنې په ځان پسې کږوي. تا له ورایه د خپل باور خونه زما په زړه کې جوړه کړه.

محمد خان چې د شاه تاج او غټو ـ غټو سرو سترګو ته وکتل؛ نو خپل ځان یې پکې ولید:

ـ شاه! ستا په سترګو کې خپل ځان ګورم، څوک چې د چا په سترګو کې خپل ځان وګوري؛ نو بیا خپله څېره ساتي، زه ستا سترګې د خپلې څېرې د تصویر لپاره هم ساتم.

شاه پاڅېد، لاس یې ور وړاندې کړ:

ـ بیا خو قول را!

محمد خان لاس ورکړ. شاه سمدستي ورته وویل:

ـ دا د مېړنو قول دی، مېړونه په خپل قول د سر په بیه درېږي.

محمد خان پر شونډو ژبه راښکله:

ـ بېشکه، مېړني په توره او مېړانه سره پالي.

شاه ته د محمد خان د کورنۍ او د ده د شخصیت پته وه، محمد خان خو لا له وړاندې د تېمور شاه له نامه سره بلد و، د احمد شاه بابا په کارنامو پوه و.

محمد خان له شاه نه ځان پر دې خبره پوهاوه چې دی کابل ته مېلمه راغلی که څنګه؟

شاه پوه شو چې محمد خان په لوړه سړه کلا کې د ده پر استوګنه ځان پوهوي؛ نو ورته یې وویل:

ـ ما نه غوښتل چې تر خپل پلاره وروسته له خپل ورور سلېمان سره چې د خپل خسر په لمسه یې ځان شاه اعلان کړ، جګړه وکړم؛ نو ښه مې دا وګڼله چې کابل ته راشم او دلته شاهي کلا آباده کړم.

محمد خان د دې خبرې په اورېدو سره په چرت کې شو چې له کندهاره د ده راتګ بې هېڅه نه دی؛ نو ویې پوښت:

ـ کابل کې به شاهي تخت برقرار شي؟

شاه پر وروځو لاس راښکه:

ـ شاهي تخت په خلکو برقرارېږي.

ـ نو خلک؟

ـ خلک ولې؟

ـ څوک؟

ـ خو دا تاسې!؟

ـ مونږ؟

ـ هو! ولې؟ تاسې ته ځان څنګه ښکاري؟!

محمد خان په چرت کې شو چې له شاه سره به دا خبره کندهار ومني که نه؟ او بل کندهار په عمر ـ عمر شاهانه تخت په اوږو ګرځولی؛ نو څنګه به یې له ولي را کوزېږي؟

شاه د محمد خان د چرت دنیا ړنګه کړه:

ـ خانه! ما نه غوښتل چې په کندهار کې د واک پر سر د خلکو تر منځ شخړې جوړې کړم او له خپل ورور سره لاس وګرېوان شم، هغه ښه کار و نه کړ، خپل ځان یې د پلار تر مرګه وروسته پرته له مشورې د خپل خسر په لمسه شاه اعلان کړ، ما د هغه په وجود کې د شاهۍ متره نه لیده؛ نو اوس دا دی ستاسې په ملاتړ به دلته په ګډه حکومت جوړوو.

شاه پاڅېد یو څو قدمه یې واخيستل، د لوړې کلا له لوړې کوټې نه یې د کابل شاوخوا ته ګوته ونیوه:

ـ د کابل هوا و فضا شاهانه ښکاري، دا ځای د شاهۍ دی، پر دې ځای هر څوک را ټولېږي.

محمد خان د شاه فکر ته په سوچ کې و، ګومان نه کوم که د کندهار مشران یې ورسره ومني، دا شاه لکه چې پر دې کلا سر وخوري.

شاه د محمد خان په سترګو کې د چرتونو دنیا ړنګه کړه:

ـ کابل د شاهانو ځمکه ده، کابل زمونږ د ټول خپل کور دی، د افغانستان تخت باید د کابل پر اوږو ایښی وي چې له هر ځایه پرې خلک را مات شي او هر سړی ځان په حکومت کې وګوري.

محمد خان چې د شاه سترګو ته وکتل، شاوخوا یې د مټورو ځوانانو ناستې ولاړې او پاکۍ ته وکتل؛ نو شاه ور ته، کندهار ته د بیا تګ نه ښکارېده.

شاه، محمد خان له لاسه ونیو او د دربار په ګوټ ـ ګوټ یې وګرځاوه. خان د شاه په دربار کې بې شمېره خریلي مخونه، تازه او په اتوکړو جامو کې پاک سوتره کسان ولیدل چې په خدمت بوخت وو، ده ته دا مخلوق نوی ښکارېده، خان له ځانه سره وویل:

ـ  د کابل پر اوږو د تخت وبخت مرغه کېناست.

شاه، محمد خان ته دا وښودله چې د ده په دربار کې نفیس، هنرمن او ظریف کسان کار کوي. خان چې هم د یو لنډي دربار او دسترخان خاوند و؛ نو له ځانه سره یې وویل:

ـ شاهي په خاني او خاني په خېلي ده، دربار هر چا ته اړتیا لري. دربار باید په همداسې شاه زلمو ښایسته وي. دربارونه په عصري او پوهو خلکو چلېږي. د خان په واړه دربار کې هم میا، ملا، نايي او سندرغاړي وو.

شاه د کلا په یوه کوټه کې د ژوند سازو سرود جوړ کړی و، خان ته یې وویل:

ـ ژوند بې ټنګو ټونګه نه کېږي.

د خان په دېره او هوجره کې تیار سېتار او منګی ایښی و، ویل یې:

ـ زه چې کله لږ ستړی شم؛ نو له ذهنه ګرد د دېرې په ټنګ ټکور څنډم.

شاه موسکی شو:

ـ زما همداسې شوقیان خوښ دي، د وچې شېخي مه نه خوښېږي. هر وخت چې دې کومه ډله سندرغاړي پیدا کول؛ نو ما ته یې هم رالېږه.

خان د شاه هنرمن ذوق او ناستې ولاړې ته چې وکتل؛ نو ویې ویل:

ـ شاه مبارکه! تخت و بخت دې برقرار اوسه.

شاه چې ښه باوري شو چې ور ته مخکې ولاړ کس په رښتیا هم یو لوی جاګیردار دی، د دېرې او ډندې خاوند دی؛ نو ده هم سستي و نه کړه، د خپلو خلکو مخ کې یې د ده جاګیرداري د خپلې شاهۍ مټ وګڼله، سمدستي یې حکم وکړ:

ـ محمد خان چې د سړو خاوند دی، د ده سړي خپل سړي ګڼم او دی خپل جاګیردار ټاکم.

تر خوا ولاړو کسانو ته یې مخ واړاوه:

ـ دا سړی مې ځکه جاګیردار وټاکه چې په ده کې د لویې خویونه دي.

بیا یې لوړ وکتل یو څو قدمه یې واخستل، بېرته یې مخ را واړاوه:

ـ ما ته دده له نغري نه د یوې داسې مرغلرې د رڼا ښکالو راځي چې یو وخت به د خپل مخ په رنګونو  لکه د بوډۍ ټال پر اسمان وځلېږي او  دا خور اور وطن به راټول کړي.

سترګې یې په ځمکې پورې وګنډلې او ورو ورو روان شو.

د تګ په وخت کې یې همدومره له خولې وختل:

ـ ما پکې دا نښې لیدلي دي.

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب