دریاب، سیند:
خوشحال خان د (دریاب) او (سیند) کلمې دواړه راوړي خو هره یوه په خپله خاصه معناسره کاروي. (سیند) زیاتره د (رود= river) په معنا او (دریاب) د (بحر= ocean) په مفهوم استعمالوي. په ترکیبي صورت کي هم (سیند) کاروي. د اوښکو سیند،… د کندهار په لهجه کي هم دغه شان قاعده عامه ده. کندهاریان وایي:
“د ارغنداو رود ته مو میله وایستله”. یا “په کراچي کي د دریاب غاړي ته ووتلو”. دلته له رود څخه مطلب سیند او له دریاب څخه مطلب بحر دئ.
په دې لاندي متلو کی هم د دریاب کلمه له هغه “سمندر” سره سر نه خوري چي په پښتو کلاسیک ادب کي زیات راغلی دئ.
“د سپي په خوله دریاب نه مردارېږي”.
“ښه وکه (وکړه) په دریاب کې واچوه”.
“دریاب که لوی دئ چمچه دي خپله”.
د “رود” لغت د ملکیار په سندره کي د “سیند” له پاره راغلی دئ:
کـــــــه روده روده
د تـــــــرنک روده
خاوند دي وچ کا
چي زړگی مومي
زمــــا خپله سوده
د لغمان ولایت د “سرخرود” سیمي په نامه کي هم رود د سیند له پاره کار سوی دئ. د سرخرود سیمي ته اوس د “سره رود” سیمه وایي خو محلي خلک ئې لاتر اوسه هم “سرخرود” بولي.
خو د خوشحال خان په چاپي کلیات کي داسي ځایونه د چا مخ ته راځي چي د کلیات مرتب د (سیند) کلمه د خطي نسخو د ثبت پر خلاف راوړې ده. یو ځای داسي لولو:
له دوو سترگو مې روان د اوښکو سیند شو
د دې سیند دپاســـــــــــــــه زه لکه حباب ځم
(۱۳۴مخ)
په حاشیه کي ورته راغلي دي چي په خطي نسخه کي دواړه ځایه (دریاب) دئ. ښه ! چی داسي ده نو دا “سیند” بیا په کوم مجوِّز ورواچول سو؟ ښایي جواب به داسي وي چي د “دریاب” په راوړلو سره د شعر وزن ورانېږي او رشتیا هم ورانیږي، خو زه دا احتمال هم لیري نه بولم چي د خوشحال خپل بیت به داسي وو:
له دوو سترگو مي روان دریاب د اوښکو
د دریاب دپاســـــــــــــــه زه لکه حباب ځم
(والله اعلم بالصواب)
حمیدوایي:
لا مې زیات په ژړا سوز د سوي زړه شي
په دریاب کې اور رالگي مــــــــــــــــقرر
(کلیات -۷۰مخ)
میرزاخان انصاري ویلي دي:
خدای بې مثله پاک دریاب دی
که د زړه پـــــــــــــــــه دید عزلت کا
(دېوان – ۲۲مخ)
د دریاب له پاره د “سمندر” کلمه د اردو ژبي “خیرباقي!” دئ چي پښتو ته راننوتلی دئ او له بده مرغه د دغه نوي مهاجر په منلو سره مو د پښتو ژبي دوه لرغوني لغتونه د لحدمېلمانه کړي دي.
“سمندر” په پښتو او فارسي ادب کي جلا معنا لري.
خوشحال خان وایي:
جــــــــــــــــــــهان که واړه سره سور اور شي
گومــــــــــــان ومه کړه چي عارف نور شي
که سمندر غوندې په اور کښې کار نه کا
عــــــــارف ئې مه گڼه مخ دې ئې تور شي
(د خوشحال رباعیات – ۱۶۵مخ)
رحمان باباویلي دي:
کښت د عشق په توده زمکه آسان نه دی
سمندر بـــــــــــــــــــــــویه په دې صحرا ځما
(۱۸مخ)
یا:
ږدي په خــــــــــــوله د سمندر مُهر د مومو
چي څوک ما منع کوي د عشق له شوره
(۳۸مخ)
یا بل ځای وایي:
د بلبلو و چـــــــمن و ته پرواز وي
سمندر کا مدام اور وته آهنگ
(۷۱مخ)
حمید وایي:
الهي د محبت ســـــــــــــوز و گداز را
په دا اور کې د سهي سمندر ساز را
د حمید مومند په پورتني رانقل سوي بیت کي چي څوک د “سوزوگداز” قرینې ته وگوري نو د “سهي” پر ځای “ستي” ډېر ورسره وایي.
حمید د “رود” ویی هم راوړی دئ:
په ژړا کې دې دوې سترگې
دوه رودونــــــــــــــه کا ذاهب
(۳۹مخ)
حمید بل ځای وایي:
هسې یــــــــم په درد و غم کې د دلبر خوښ
لکه اوسي په سره اور کې سمندر خوښ
(کلیات – ۹۶مخ)
دلته د “سمندر” لغت د “بحر” په معنا نه دئ بلکي مراد ئې د غټ موږک په اندازه یو افسانوي حیوان دئ چي وایي په اور کي اوسي او کله چي له اوره راووزي، مري. د سمندر نوم له یوناني سالامندرا (salamandra) څخه اخیستل سوی او فرانسوی شکل ئې (salamandre) دئ (د تفصیل له پاره وګورئ: افغان قاموس، غیاث اللغات، لغتنامه دهخدا).
په عربي ژبه کي “السمندر، السمندل” کلمات سته او عربي قاموسو په هغه معنا سره ثبت کړي دي چي په پښتوکلاسیک ادب کي ئې مثالونه موږ ولوستل. په “المورد” انگرېزي – عربي قاموس (د بیروت چاپ ۱۹۷۲ع) کي ئې ورته کښلي دي: “غطایة خرافیه زُعم أنها قادرة علی العیش في النار”.
ترجمه: (دغه حیوان – هـ) د خرافاتي کیسو له مخي په اور کي د ژوند کولو توان لري.
دوهمه معنا ئې په “حیوان من الضفدعیات” کړې ده چي پښتو ژباړه ئې “د اوبوحیوان؟” کېږي.
دسمندر کلمه د کندهاري شاعرانو په کلام کي هم سته. مولوي بریالی (شهید) وایي:
پــــــــــه لقب د سمند آتش مزاجه
تن پخته سر په تنور سو بریالی
(اهاړ – ۲۸مخ)
د “رود” کلمه نور مشتقات هم لري چي یو ئې “رودبار” دئ. رودبار د (رود غاړو) ته وایي (وګ: د همدې کتاب ۴مه برخه) دا کلمه د کندهار ښکاریان هم ډېره استعمالوي. د دوی په نظر د رودبار د هېلیو غوښه د چمنانو او تالاوونو د هېلیو تر غوښی خوندوره وي. د تالاوونو د هېلیو غوښه یو رازسوړ بوی (وږم) کوي.
+++++++
دستار، بگړۍ:
د (بگړۍ) له پاره د (دستار) کلمه د خوشحال خان خپل شعوري انتخاب دئ او ستر ارزښت ورته لري. دا چي د خپل یوه اثر له پاره چي ئې (دستار نامه) نوم ټاکلی دئ، دا هسي ناڅاپي ټاکنه نه ده. د ده د اشعارو په چاپي دېوانو کي له یو دوو ځایو پرته، چي د (پگړۍ؟) کلمه ئې راوړې ده، نور هر ځای د (دستار) لغت راوړي. هغه ځایونه چي (دستار) پکښې (پگړۍ) سوی دئ، دا دي:
ملامت ئې د عاشق د سر پگړۍ ده
دا پگړۍ له ســـــــــــره چیرته اچوم
(۱۲۹مخ)
دې بیت ته په حاشیه کي لیکل سوي دي “په لومړۍ، دریمه او څلورمه کې په دواړو مسریو کې د (پگړۍ) په ځای (دستار) دئ” دا تصرف د چاپي دېوانو د ترتیبوونکو له لاسه پېښ دئ. اوس د دې کلمې تړل په خوشحال خان پوري، هغه هم د (پ) په توري، نوې خبره ده.
میرزاخان انصاري د احداد د زوی عبدالقادر پر مرگ باندي داسي وایي:
د روښان د کورسرور وې
د افـــــــــغان د سر دستاره
(۱۲۹مخ)
کامگار خټک وایي:
و لحد ته به ئې کـــــــــــــوز کاندي سرتوری)۱(
دا چې اوس په سر دستار په خیال روان ځي
(۱۲۵مخ)
د کندهاري شاعرانو په کلام کي هم (دستار) کلمه په مخه راځي: مولوي بریالي ویلي دي:
ایږدي که کج دستارپر کج کاکل ورسره ښایي
دا کج خــــــــاصیت د پاج دئ گل نه دئ ملامت
(اهاړ – ۱۴مخ)
بګړۍ که پګړۍ؟
هجری وایي:
اکــــــوړی چي د اندوه لښکرو وه نیو
مگر وران شـول د برک د پگړۍ ولونه
(۱۷۲مخ)
عبدالقادرخان ویلي دي:
څو شکــــــــــــــــر خوری خاورې خورې شولې
ډیري بگړۍ د خـــــــــــیال خــــــــــــورې شولې
چې تل ســـــــــــــــــــــورلي ئې په عراقیانو وه
اوس تورې خاورې پرې پاس سورې شولې
(۴۱۲مخ)
د کندهارپه لهجه کي د ستار ته (بگړۍ) وایي. مولوي صالح محمد هوتک ویلي دي:
کوټی ډک د عقله ښه دئ او له فکره
په کار نه ده پر وچ سر د بگړۍ پلنډه
(پاشلي ویناوي – ۹۱مخ)
حاجي ولي محمدمخلص کندهاری وایي:
په سړو پسي نن گـــــــــرزو له اړۍ
کې کالي وي د خــــــمتا او د وړۍ
سر په کار لرو چي ډک وي د مغزو
نه تړلې پر کــــــوم تش کډو بگړۍ
(کلیات -۲۰۹مخ)
په لس زره پښتو غتونه (د ښتوټولني چاپ ۱۳۲۰ش) ي (بگړۍ)، په پښتو سیندکي (پگړۍ)، په ظفراللغات کي هم (پگړۍ) ثبت دئ.
ځیني څېړونکي فکر کوي چي د (بگړۍ) په کلمه کي د (بگ) ریښه سته. (بگ) غټ ته وایي. (بگ سړی، بگه ښځه). خو ځیني کسان (جهاني صاحب) بیا (بگړۍ) پښتوته له هندي څخه راغلې کلمه بولي. که داسي وي نو بیا د کلمې د اصل (ب) د پښتو له قاعدې سره سمه په (پ) باندي اوښتې ده او د کندهار لهجې ئې د اصل (ب) ساتلې ده. د (ب) او (پ) اِبدال خو په پښتو و فارسي کي ډېرسته:
اوربوز، پزه، پوزه – بینی
پرې کول، بریدن
بیگاه – پگاه
بزه، پسه
پردی، بیگانه
بالا، بلند، پورته
باستانی، پخوانی
بادشاه، پاچا
برگ، پاڼه …
په (پ) باندي د (ب) د اړولو بل مثال هم ما ته د خوشحال خټک کلیات په لومړي ټوک، ۲۰۵مخ کي په مخه راغی هورې ئې (بهي – مېوه) د (پهي) په شکل کښلې ده. خو دا بدلون طباعتي تېروتنه نه معلومېږي.
په بیمارو سترگـــــــو تل پهې کېښوی شي
د خوشحال په لېمو پښه کښېږده گستاخه
(۲۰۵مخ)
په متن کي (کېږده) دئ.
یا:
څو رنگه مخونه په دا خاوروکې بدرنگ شول
څــــــــــــــــــــو د خیال کږې پگړئې یاد لري جهان
(۱۶۰مخ)
یا:
که هر څو باز لـــــــــــــــری غوټه مهینه
په همت لږ دی بیا تــــــــــــــــــر شاهینه
کږه پګړۍ دې په سر هغه کښېږدی
چه برابـــــــــــــــــــــــــــرې نېزې وهینه
(رباعیات – ۲۹۰ مخ)
د حمیدله یوه بیته داسي ښکاري چي (پگړۍ) د مغولو جامه وه. دی وایي:
گاه جوگیان گاه سنداسیان گهې سکان شي
گه مغل غــــــــوندې پګړۍ، گاه افغانان شي
(کلیات -۳۵۰مخ)
یا:
د ســــــــــــــاقي د میو هسې شان اثر دی
په خمارکې مې دستارله سره خور شو
(۱۸۵مخ)
خوشحال خان خټک د (مندیل) لغت هم د دستار؟ په ځای کي راوړی دئ.
سر تـــــــــــــــــر پایه منافق واړه بدبوی دی
که په سر ئې سپین مندیل دی لکه اوری
(۳۴۴مخ)
یا بل ځای وایي:
خیال خیال ئې تـــرپوه، بدرۍ ومه خوره
د منډیل شملې پرې ایښې سور د خنگې
(۴۵۷مخ)
یا:
په خیال خیال ئې ترپوې، بدرۍ ومه خوره
د منډیل شملې پـــــــرې ایښې سور د خنگې
(۴۵۷مخ)
خنگې = خنگ ئې. خنگ آس ته وایی (د شمس الدین کاکړد دېوان لغتنامه)
په دستارنامه (۱۲مخ) کي راغلي دي: “… دا هسې دستار، دستار باله نه شي – څه شوکه زرزري منډیل په سر کا…”.
رحمان باباوایي:
په دستار کښي ئې مسواک وي
تــــــــــــــر بـــــــــــــــغل لاندې خنجر
(۴۳مخ )
یا:
د ریاخرقه ئې خدای مه کړه په غاړه
رحمان کـــــوږ دستار تړلی قلندر دی
(۹۴مخ)
عبدالقادرخان وایي:
نن ئې بیا کښیښو په سرباندي دستار کج
لکه مست هـــــــــاتي په لار کوي رفتار کج
( ۴۸مخ)
حمیدمومندوایي:
دا شېوې له فقیر ښایي چې بې غم وي
بېهوده پـــــــــه سر دستار تړي امیر کج
(۵۴مخ)
د (دستار) کلمې د دومره پراخ استعمال له مخي د (پگړۍ) کلمې پر راوړلو باندي شک کول بې بنیاده خبره مه بولئ.
+++++++
)۱( د دې بیت دوهم نیم بیتی په چاپ کي وران سوی او ما دلته سم کړی دئ. چاپي ثبت ئې داسي دئ:
“دا چې اوس په سر دستار له خیاله وران ځي”