شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهایران کې ط ته د افغان سفارت د سپارلو په اړه غبرګونونه

ایران کې ط ته د افغان سفارت د سپارلو په اړه غبرګونونه

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) په ایران کې د طالبانو نویو معرفي شویو دیپلوماتانو ته د افغانستان د سفارت سپارلو ته پراخ او بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ايران مېشتو افغانانو ته خبر ورکړی، چې د نوي شارژدافير او دیپلوماتانو له ګومارنې سره سم به سفارت په ښه روحيه او تعهد د دواړو هېوادونو وګړو ته په عادي توګه خدمت کوي.

طالبانو ویلي،  چې د ډيپلوماتيکو کادرونو بدلون يو معمول چاره او د هر هېواد مشروع حق دی.

 د طالبانو خلاف یوه جنګیدونکې وسله واله ډله( ملي مقاومت جبهه) چې مشران یې ایران سره له پخوا نیږدې اړیکې لري، په یوه اعلامیه کې د ایران له لوري طالبانو ته د افغان سفارت سپارل د پوښتنې وړ ګڼلي.

دغه ډله اندیښمنه ده، چې د طالبانو لاس ته د افغان سفارت سپارل به ایران ته له طالبانو تښتیدلو د دوی مخالفانو ته ستونزې وزیږوي.

یو شمېر خلکو د پرزول شوي جمهوري نظام له دیپلوماتانو سره له سفارته د وتو پر وخت د قومندان احمد شاه مسعود د تصویر لیږدول نقد کړي او ویلي:(( ایران له جمیعت ګوند څخه د افغانستان سفارت د طالبانو ډلې ته سپارلی)).

ځینو فعالانو ایران ته په خطاب کې ویلي، چې له طالبانو څخه د ملاتړ بیه به پرې کوي، ځکه طالبانو نه خپلو داخلي لابي کوونکو ته مخ پریښی او نه به سیمه ییزو او نړیوالو ملاتړو ته ښه په مخ پریږدي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو بیا ویلي، چې ژر به ترکیه کې د افغانستان سفارت هم د دوی دیپلوماتانو ته وسپارل شي.

1 COMMENT

  1. امارت اسلامی باید د افغانانو پر وړاندې د ایراني او پاکستاني نظامیانو تشدد او ظلمونو پر وړاندې چپه خوله پاتې نشي، د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان، ایران او ترکیې هیوادونو غیرانساني سلوک او تشدد یواځې د غندنې نه بلکې د پوښتنې او غبرګون وړ دي، او د تیر سفارتي چارواکو لخوا دغه وظیفوي غفلت محکوموو.. باید امارت د هر هیواد لخوا د افغانانو پر وړاندې ظلم او ستم ونه زغمي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب