Homeخبرونهپاکستاني رسنۍ: په غلام خان کې د ۱۵ وسله‌والو د وژل کېدو...

پاکستاني رسنۍ: په غلام خان کې د ۱۵ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا وکړه

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د نامعلومو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکوي چې پاکستاني ځواکونو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د غلام خان په سیمه کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ۱۵ وسله‌والو د اوښتو هڅه شنډه کړې او ټول ۱۵ کسان یې وژلي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، وسله‌والو غوښتل د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرښې له یوې سیمې څخه پاکستان ته واوړي، خو پاکستاني امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې او له کرښې تر اوښتو وروسته د عملیاتو په ترڅ کې ټول وژل شوي دي.

که څه هم د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ادعا شوې چې لسګونو افغان وسله والو غوښتل چې پاکستان ته واوړي خو دوی یې مخه نیولې، خو د خبر په دوام کې وايي چې په وژل شویو کسانو کې د «مازدیګري مروت» په نوم له یوه قوماندان سره تړلي کسان او د «وزیر» ډلې غړي هم شامل وو.

دا پېښه په داسې مهال شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې امنیتي ترینګلتیاوې دوام لري. اسلام‌اباد په وار وار ادعا کړې چې د پاکستان پر ضد برید کوونکي وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او له افغان چارواکو یې غوښتي چې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

افغان چارواکو بیا د پاکستان ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې په افغانستان کې وسله‌والو ډلو ته پناه ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په سیمه کې امنیتي عملیات او څارنه لا هم روانه ده او پاکستاني ځواکونه د نورو احتمالي ابریدونو د هڅو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستاني پوځ د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکو سرچینو هم د ۱۵ وسله‌والو د وژل کېدو او له افغانستان څخه پاکستان ته د هغوی د اوښتو ادعاوې تایید کړي نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...