Homeخبرونهپه ریاض کې د ارامکو له چاڼځي د اور او لوګي راپور

په ریاض کې د ارامکو له چاڼځي د اور او لوګي راپور

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ارامکو له چاڼځي څخه د شنبې په ورځ، د تلې په ۱۱مه، د اور لمبې، د لوګي او لوخړې اسمان ته پورته شوې.

د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د ریاض د ارامکو په چاڼځي کې د اور وژنې ډلو د اور وژلو هڅه کوله او امبولانسونه او د پولیسو موټر هم د پېښې سیمې ته نژدې ځای پر ځای شوي وو.

څو ساعته وروسته، د یمن حوثيانو د دغه برید مسوولیت ومانه او ویې ویل چې په ریاض کې یې د ارامکو تاسیسات په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ویشتي دي.

د دې راپور تر خپرېدو پورې، د سعودي عربستان چارواکو او ارامکو شرکت د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې مهال شوې چې په یمن کې د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو ترمنځ جګړه په وروستیو اوونیو کې شدیده شوې ده. حوثیانو څو ځله د سعودي ښارونه او د انرژۍ اړوند تاسیسات هم ویشتي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې سعودي عربستان پر حوثیانو د یوې خورا پراخې حملې لپاره تیاري نیسي.

حوثیانو د شنبې په ورځ ادعا کړې چې سعودي عربستان د یمن پر پلازمېنې صنعا ښار ۲۶ هوايي بریدونه کړي دي. په صنعا کې د فرانسې خبري اژانس خبریالانو هم د درنو چاودنو او له جنګي الوتکو څخه د توغندیو د توغولو غږونه اورېدلي دي.

حوثیانو ویلي چې سعودي عربستان د جولای په میاشت کې د جګړو له بیا پیل وروسته، په لومړي ځل د پنجشنبې په شپه صنعا بمباري کړې ده. دې ډلې د جمعې په ورځ هم ادعا کړې وه چې سعودي عربستان په ۲۴ ساعتونو کې د دوی تر کنټرول لاندې پر سیمو ۹۴ ځله هوايي بریدونه کړي دي.

بل لور ته، سعودي عربستان په وروستیو ورځو کې ویلي چې د حوثیانو هغه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي چې د دغه هېواد پر لور توغول شوي وي.

حوثیانو تېره اوونۍ هم ادعا کړې وه چې په ینبع کې یې د ارامکو تاسیسات په توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ویشتي دي. سعودي عربستان هغه مهال وویل چې د طائف او ینبع سیمو پر لور یې شپږ بالستیک توغندي شنډ کړي، خو د ارامکو تاسیساتو ته یې د زیان رسېدو په اړه څه ونه ویل.

د اګست په میاشت کې هم حوثیانو د سعودي عربستان په جنوب کې د نجران په سیمه کې د یوه هوايي ډګر او د ارامکو اړوند تاسیساتو د برید مسوولیت ومانه.

د سعودي عربستان د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې حوثیانو د جولای په میاشت کې د سعودي عربستان پر وړاندې د سمندري محاصرې د پیل اعلان کړی و او په سره سمندرګي کې یې سعودي تېل وړونکي بېړۍ هم ویشتې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...