Homeخبرونهافغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو په لیګ کې د دوه اړخیزې...

افغان لوبغاړي د متحده عربي اماراتو په لیګ کې د دوه اړخیزې همکارۍ په چوکاټ کې غوره شوي

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه ريیس، نصیب‌خان ویلي، ۲۵ افغان لوبغاړو د متحده عربي اماراتو د DP World ILT20 لیګ د پنځم پړاو لپاره له شپږو فرنچایز لوبډلو سره قراردادونه کړي دي.

هغه ویلي، د لیګ د شرایطو له مخې هره لوبډله باید لږ تر لږه څلور افغان لوبغاړي په خپل ترکیب کې ولري او په هره لوبه کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي په وروستي ۱۱ کسیز ترکیب کې ولوبوي.

نصیب‌خان زیاته کړې، فضل‌الحق فاروقي او رحمن‌الله ګوربز د داوطلبۍ له بهیر وروسته داسي قراردادونه لاسلیک کړي چې د ارزښت یا پیسو له نظره ریکارډ بلل کېږي.

د هغه په خبره، افغان لوبغاړو ته دا فرصت د افغانستان کرکټ بورډ او د اماراتو کرکټ بورډ ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ په پایله کې برابر شوی چې هدف یې افغان لوبغاړو ته د مسلکي لوبو، نړیوالې تجربې او مالي ملاتړ د فرصتونو پراخول دي.

د کرکټ بورډ د تګلارې له مخې، افغان لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ په ګډون په درېیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه لري، څو د هغوی کاري فشار مدیریت او په ورته وخت کې نویو او ځوانو لوبغاړو ته په نړیوالو لیګونو کې د لوبېدو زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...