Homeخبرونهروسیې پر کونړ او هلمند د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

روسیې پر کونړ او هلمند د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

سفارت د شنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما وايي، د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

پاکستان بیا ویلي چې بریدونه یې د وسله‌والو پر مرکزونو کړي او ۲۲ وسله‌وال یې وژلي دي.

پاکستان پخوا هم ورته ادعاوې کړي خو ملګري ملتونه وايي چې په یوه کال کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پاکستان تل ادعا کوي چې پر افغانستان یې هوايي بریدونه په دقیقه توګه او په نښه شوي ډول د وسله‌والو پر مرکزونو ترسره کړي، خو د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له تلې څخه د ۱۴۰۵ کال تر غبرګولي پورې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله ۴۹۹ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو زر او ۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د دغو راپورونو له مخې، یوازې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۵مه په کابل کې د «امید» په نوم د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د قربانیانو ډېری یې د دغه مرکز ناروغان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...