Homeخبرونهد افغانستان د زعفرانو تولید سږ کال ۴۱ ټنو ته لوړ شوی

د افغانستان د زعفرانو تولید سږ کال ۴۱ ټنو ته لوړ شوی

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۱۱ مه) د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په هېواد کې د زعفرانو تولید سږ کال ۴۱ ټنو ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې د همدې مودې په ترڅ کې د ۷۷ میلیون ډالرو په ارزښت زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د وزارت په وینا، د زعفرانو تولید د تېرو کلونو پرتله زیات شوی او دغه بوټی اوس پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه کرل کېږي.

د زعفرانو د تولید زیاتوالي بهرنیو بازارونو ته د دغه محصول د صادراتو او عرضې کچه هم لوړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...