Home+اصلاح؛ شعار که واقعیت| عبدالرحمن فرقاني

اصلاح؛ شعار که واقعیت| عبدالرحمن فرقاني

اصلاح داسې کلمه ده چې هر څوک یې په ژبه وایي، صفت یې کوي، خپل شعار یې ګرځوي، خوښېږي یې، په ګټه یې پوهېږي،خو بیا کم او محدودخلک داسې دي چې واقعا یې په خپل ژوند کې عملي کوي، غاړه ورته ږدي، درناوی یې کوي او له ګټې څخه پخپله او ټولنه برخمنه کوي.

ډېری خلک ارمان او هیله لري چې کورنۍ، ټولنه ، هېواد او نړۍ اصلاح شي؛ د وروۍ په فضا سوکاله او بسیا ژوند ولري، خو ډېر لږ کسان بیا په واقعیت کې غواړي چې لومړی خپل ځان، کورنۍ اصلاح او د ټولنې د اصلاح لپاره په واقعي توګه کار وکړي، راوړاندې شي او په دې اړه مسوولیت واخلي.

موږ اکثرا د ټولنې له فساد څخه شکایت کوو، د خلکو له بدو اخلاقو څخه ستړي یو او نلېږو،د زمانې له بدلون څخه هراس او وېره لرو؛ خو کله چې د اصلاح خبره زموږ تر دروازې راورسيږي، موږ ته په خپله متوجه شي ،نو بیا ناڅاپه زموږ ژبه چوپه شي، عزم او اراده مو د اصلاح په وړاندې کمزورې،سسته او ضعیفه شي.

موږ غواړو چې دروغجن له درواغو ډډه وکړي په خپل ژوند کې رښتینی شي، ظالم له ظلمه لاس په سر او په خپلو کړو وړو کې عادل پاتې شي، خیانتکار له خیانته لاس په سر یو امین انسان ترې جوړ شي او ناپوه او جهالت او ناپوهۍ له چاپیریال او ګردابه راووزي او د علم په زیور سمبال او غوره عالم او دینداره انسان شي؛ خو له ځانه بیا دا نه پوښتو چې زه پخپله د دې بدلون په لړۍ کې څه ونډه لرم،د دغو ارزښتونو د تحقق لپاره مې څه کړي دي.

اې داصلاح غوښتونکیه!

• که غواړې چې ستا په کور کې مینه، محبت او درناوی زیات شي، اصلاح ؛ لومړی یې له خپل ځان څخه پیل کړه.
• که غواړې چې خلک رښتیا ووایي، خپله ژبه له دروغو وساته او خپله راکړه ورکړه کې ریښتنی اوسه!
• که غواړې چې خلک د یو بل عزت وکړي، ته د کمزوري او اړمن انسان عزت او لاس نیوی وکړه.
• که غواړې چې ظلم کم شي، د هغه چا په حق کې انصاف وکړه چې ستا له لاسه دفاع نه شي کولای او زیان من دی.
اصلاح د ویناوو له منبره دومره موثره او اغیزناکه نه ده، لکه د عمل له ډګره ،یوازې خبرې تر هغې مصداقیت نه پیدا کوي ،تر څو د عمل په ډګر کې عملي بنسټ و نه مومي.

ته کولی شې ټوله ورځ د اخلاقو، عدالت، انصاف او صداقت په اړه خبرې وکړې، خو که ستا اولاد او یا د ټولنې وګړي ستا په عمل کې دروغ، چل او فریب وویني، ستا خبرې به د هغوی په زړه کې ځای ونه نیسي او هیڅ ډول مؤثر اغیز به ونه لري.

ته کولی شې د عدالت په اړه کتابونه ولیکې، خو که په خپل کور کې د یوه کمزوري حق وخورې، د خپل اولاد ،خور ،ورور او میرمن حق تلف کړې ، ستا کتاب به په دې اړه هیڅ ډول ګټمن اغیز ونه لري او ستا پر وړاندې به شاهد پاتې شي.
ځکه انسانان ډېر ځله زموږ خبرې دومره نه اوري؛ لکه زموږ کړنو او عمل ته چې متوجه وي .
عملا اصلاح ولې سخته اوستونزمنه ده؟

اصلاح هغه مهال ستونزمنه او سخته ده چې انسان د نورو عیبونه په روښانه ډول ویني، خو خپل عیبونه د عذرونو تر پردې لاندې پټوي.
• د بل انسان غوسه ورته ظلم ښکاري، خو خپله غوسه ورته «طبیعي حالت» ښکاري.

کله چې بل انسان غوسه شي، موږ ډېر ژر د هغه غوسه د توندۍ، بې‌ادبۍ، ظلم او ناحق چلند په توګه وینو؛ ځکه موږ د هغه د غوسې له امله زیانمن کېږو. خو کله چې موږ خپله غوسه شو، د خپل عمل تر شا علتونه او عذرونه وینو: «زه ډېر ځورول شوی وم»، «ده زما حق خوړلی و»، «ما نور صبر نه شو کولی»؛ نو خپله غوسه بیا راته طبیعي، موجه او د شرایطو نتیجه ښکاري.

په حقیقت کې، دلته ستونزه دا ده چې اکثره انسانان د بل په عمل د عدالت او په خپل عمل د علت او عذر له مخې قضاوت کوي.

خو عادلانه چلند دا دی چې لکه څنګه چې د بل انسان د غوسې علتونه او شرایط په پام کې نیسو، د خپل غوسې په اړه هم ځان وپوښتو چې آیا زموږ غبرګون واقعاً عادلانه و که یوازې یې د خپل نفس او ځان غوښتنې لپاره توجیه پیدا کوو؟!

• د بل انسان سختي ورته بې رحمي ښکاري، خو خپله سختي ورته «اصول» ښکاري.

کله چې یو انسان له موږ سره سخت چلند وکړي، موږ د هغه سختي یوازې د هغې له ظاهري پایلې سره سنجوو؛ نو وایو: «دا بې رحمه دی، ولې دومره سخت چلند کوي؟» خو کله چې موږ له بل چا سره سخت چلند وکړو، خپل عمل د اصولو، نظم، حق او عدالت تر نوم لاندې توجیه کوو؛ وایو: «زه بې رحمه نه یم، زه اصول مراعاتوم.»

البته، اصول مراعاتول په خپله بد کار نه دی؛ ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې انسان د «اصولو» نوم د خپلې قهر، سختۍ، شخصي عقدې یا انتقام د پټولو لپاره وکاروي.

له همدې امله، د ځان د ارزونې یوه مهمه پوښتنه دا ده:
که همدا چلند بل انسان زما پر وړاندې کړی وای، ایا ما به یې هم «اصول» بلل، که «بې‌رحمي»؟
که د دواړو لپاره یو شان معیارونه لرو، نو ښايي زموږ په قضاوت کې عدالت کم او نفس زیات وي.

• د بل انسان دنیا غوښتنه ورته حرص ښکاري، خو خپله دنیا غوښتنه ورته «ضرورت» ښکاري.

کله چې بل انسان د مال، مقام، شهرت او دنیوي اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کوي،موږ یې ژر «حرص»،« دنیاپرستي» او «د دنیا مینه» بولو. خو کله چې موږ خپله د مال او مقام د زیاتولو هڅه کوو، خپل حالت په «اړتیا»، «د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو»، «د راتلونکي فکر» او «د ژوند د ضرورتونو» په نوم توجیه کوو.

البته، هره دنیايي هڅه حرص نه دی؛ انسان د حلال رزق، کورنۍ او راتلونکي د تأمین لپاره کار او مال ته اړتیا لري. ستونزه هغه وخت راپیدا کېږي چې انسان د بل نیت په اسانۍ سره حرص وبولي، خو د خپل نیت لپاره تل توجیه پیدا کړي.

اصلي پوښتنه دا ده:

که د بل انسان د دنیا غوښتنې ته د هغه شرایط، اړتیاوې او مسؤلیتونه په پام کې نیسو، نو ولې د خپلې دنیا غوښتنې په اړه هماغه اندازه صادقانه محاسبه نه کوو؟

او همدلته د اصلاح دروازه تړل کېږي.

هغه څوک چې ځان بې عیبه ګڼي، د اصلاح اړتیا نه ویني؛ او هغه څوک چې د اصلاح اړتیا ونه ویني، په حقیقت کې یې د بدلون دروازه پر ځان تړلې ده.

خو اصلاح بیا په زور هم نه کېږي:

• ته انسان په چیغو او قهر نه شې اصلاح کولای.
• په سپکاوي یې نه شې اصلاح کولای.
• د هغه د عیبونو په خپرولو یې نه شې اصلاح کولای.
که د یوه انسان زړه مات کړې، د خلکو په وړاندې یې عزت زیانمن کړې، په داسې حال کې چې ستا خبره هم حقه وي؛ نو بیا به هرو مرو ستا د اصلاح لاره او څرنګوالی ناسم وي.

اصلاح د حکمت، صبر او مهربانۍ غوښتنه کوي.
ډاکټر د ناروغ زخم نه پراخوي او نه یې ژوروي؛ بلکې درملنه یې کوي.
مور د خپل ماشوم تېروتنه ویني، خو د هغه دماتولو او ننګولو لپاره یې نه کاروي،خو د اصلاح او روزلو لپاره یې کاروي.

همداسې د اصلاح غوښتونکی انسان باید د خلکو عیبونه د هغوی د سپکاوي لپاره نه، بلکې د هغوی د ژغورلو لپاره وکاروي.

اې داصلاح غوښتونکیه!

له خلکو څخه د کامل انسان تمه مه کوه! کمال یوازې د الله تعالی صفت دی .
ښایي ته هم پرون هغه انسان نه وې چې نن یې ځان ګڼې.
هغه څوک چې نن په خطا دی، تېروتنه کوي، ښايي سبا ستا له تصور څخه ډېر ښه او غوره انسان جوړ شي.
هغه څوک چې نن له لارې لرې او بې لارې دی، کېدای شي یوه ورځ د نورو لپاره لارښود پاتې شي.
نو د انسان پر تېروتنه د هغه ټول ژوند مه اندازه کوه.
دروازه مه ورباندې بندوه.
کېدای شي ستا یوه نرمه خبره د هغه د ټول ژوند د بدلون پیل وي.
او که غواړې چې د ټولنې اصلاح وکړې، له هغو خلکو یې مه پیلوه چې ستا له لاسرسي لرې دي.
له خپل ځان او خپل اړوند چاپیریال څخه یې پیل کړه.
بیا له خپل کور څخه یې پیل کړه.
بیا له خپل مجلس څخه یې پیل کړه.
بیا له خپل کار او خپل چاپېریال څخه یې پیل کړه.
ځکه لوی بدلونونه ډېری وخت له وړو ټولنو او ځایونو پیلېږي.
او بالاخره…
اصلاح دا نه ده چې نړۍ داسې جوړه کړو لکه موږ یې چې غواړو؛
اصلاح دا ده چې انسان بېرته خپل انساني، اخلاقي او عادلانه مقام ته راوګرځوو.

• که یوه ورځ دې یو انسان له ظلم څخه راګرځاوه، اصلاح دې وکړه.
• که دې یوه ماته شوې هیله بېرته ژوندۍ کړه، اصلاح دې وکړه.
• که دې د دوو کسانو ترمنځ دښمني په مینه بدله کړه، اصلاح دې وکړه.
• که دې خپل نفس له یوې بدۍراګرځاوه، تر ټولو لوی اصلاح دې وکړ.
•
نو مه وایه:

«خلک خراب شوي دي.»

له ځانه وپوښته:

«زه څنګه کولی شم چې لږ تر لږه هغه برخهکې اصلاح له ځانه پیل کړم چې زما په واک کې ده؟»
ځکه د ټولنې د اصلاح لپاره تر ټولو نږدې لاره، د خپل ځان له اصلاح څخه تېرېږي.
او څوک چې غواړي ټولنه بدله کړي، خو خپل ځان نه بدلوي، د هغه هڅه د هغه چا په څېر ده چې د هندارې مخې ته ولاړ وي او د خپل مخ د بدلولو پر ځای له هندارې سره جګړه کوي.

اوباید یادونه وکړو چې په دې اړه تر ټولو غوره بېلګه زموږ امین نبي د الله تعالی حبیب رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ،دی او وي به!
عبدالرحمن فرقاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...