Homeخبرونهحال‌وش: په زاهدان کې د فاطمیون په وژل شویو کسانو کې یو...

حال‌وش: په زاهدان کې د فاطمیون په وژل شویو کسانو کې یو افغان هم شامل دی

تاند (یکشنبه، د تلې/ میزان ۱۲ مه) د بشري حقونو ایراني سازمان «حال‌وش» د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې څو ورځې وړاندې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د مرکز زاهدان په شاوخوا کې د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې د فاطمیون ډلې د وژل شویو پنځو غړو په ډله کې یو افغان وګړی هم شامل و.

د دغه سازمان په وینا، د وژل شوي افغان نوم احمد یعقوبي و. حال‌وش ویلي چې د احمد یعقوبي نوم د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په ځینو کانالونو کې خپور شوی، خو د نورو څلورو وژل شویو کسانو هویت لا نه دی معلوم.

حال‌وش د جمعې په ورځ راپور ورکړی و چې د زاهدان په رودماهي سیمه کې د فاطمیون ډلې لږ تر لږه پنځه غړي هغه مهال ووژل شول چې د دې ډلې د ځواکونو پر یوه موټر، چې په سیمه کې په ګزمه بوخت و، وسله‌والو برید وکړ.

د ایران رسمي رسنیو هم په دغه برید کې د لږ تر لږه یوه «جنګیالي» وژل کېدا تایید کړې، خو د هغه د هویت او د کومې ډلې د غړیتوب په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او ایراني چارواکو هم د برید د عاملانو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په زاهدان کې د رودماهي په سیمه کې د فاطمیون پر غړو له یوې میاشتې په کمه موده کې دوهم راپور شوی برید دی. د حال‌وش د معلوماتو له مخې، د سنبلې په ۲۰مه هم لږ تر لږه د دې ډلې څلور غړي په همدې سیمه کې وسله والو کسانو د فاطمیون پر غړیو په داسي حال کې برید وکړ چې هغوی ګزمه کوله او ووژل شول.

په وروستیو اوونیو کې د سیستان او بلوچستان په ځینو برخو کې د فاطمیون او زینبیون ډلو د غړو د حضور په اړه هم راپورونه خپاره شوي، خو ایراني چارواکو تر اوسه د دغو ځواکونو د شمېر، ماموریت او په دې سرحدي سیمه کې د هغوی د حضور د دلیل په اړه رسماً معلومات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...