Homeخبرونهد کابل شمال کې د جهان په نوم لوی پارک جوړیږي

د کابل شمال کې د جهان په نوم لوی پارک جوړیږي

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) د کابل لپاره د طالبانو ښاروال مولوي عبدالرشید وایي، چې د دغه ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د جهان په نوم د یوه لوی پارک د جوړولو طرحه په بشپړیدو ده او ژر به یې د جوړولو چارې پيل شي.

نوموړي وویل چې، دغه پارک د کابل ښار په شمالي برخه کې د کورني خصوصي سکټور په مرسته جوړیږي او یو ملي او معیاري پارک به وي.

سرچینه زیاتوي:(( دغه پارک چې،  (۱۲۵) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، پخوا ترې سمه ګټه نه پورته کېده او ځیني برخې یې غصب شوې وې.))

د کابل ښاروال په وینا، دغه پارک به ژره په یوه ملي او معیاري پارک او ښاریانو ته د تفریح کولو لپاره په یوه مناسب او خوندي ځای بدل شي.

کابل ښاروالۍ د دغه پارک په اړه د تدابیري غونډې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

په وروستیو کې د کابل د ښاري نظم او سمسورتیا لپاره د دغه ښار د ښاروالۍ هڅې ستایل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...