پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، ځانګړې مېلمنه حسینه ګل تنها کاکاخیله

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، ځانګړې مېلمنه حسینه ګل تنها کاکاخیله

ځای: انلاین

وخت: د کابل پر وخت د شپې نهه بجې

نېټه: ١٤٠۳\کال، ۴ د سنبلې، د اګسټ ٢٥مه

وړاندې کونکې: ولوله دهقان

راپور لیکونکې: میمونه کامران

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غونډه د څلویښت تنو ګډونوالو په شتون چې د هېواد له بېلابېلو سیمو او له بهرنیو هېوادونو یې ګډون کړی و، د تل په څېر په خپل وخت ولولې دهقان پیل کړه. د دې غونډې ځانګړې مېلمنه شاعره حسینه ګل تنها کاکاخیله وه.

غونډې دوه برخې درلودې، د غونډې په لومړۍ برخه کې له مېرمن حسینه ګل تنها سره ځانکړی بحث و، په دویمه برخه کې د ګډونوالو پوښتنې له کاکاخیلې څخه وې. چې تر څنګ یې حسینه ګل تنها خپل شعرونه بهیروالو ته واوارول.

مېرمن حسینه ګل تنها د پښتو ژبې زړوره، خلاقه شاعره او لیکواله ده. اغلې تنها په کوزه پښتونخوا کې زېږېدلې ده. چې نوموړې تر اوسه ٨ شعري ټولګې، دوه ناولونه، دوه د لنډو کیسو پوره مجموعې، یو د تنقید یا کرکتنې کتاب او د امریکا یولینک چاپ شوی دی. دا ډېر ګڼ شمېر نور ناچاپه اثار هم لري، چې د هغې له ډلې یوه د لنډو کیسو ټولګه به په نږدې وختونو کې چاپ شي. اغلې تنها په کوزه پښتونخوا کې یوه له لومړنیو پښتنو مېرمنو وه، چې په خپل نوم یې په زغرده په شعر کې د ښځو او د هغو عواطفو او احساساتو انځورګري کړې ده، چې زموږ سنتي ټولنې شرم او عار بلل. حسینه ګل تنها د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر پدې ځانګړې غونډه کې د خپل ادبي ژوند د سفر په اړه وغږېده، چې د يوې شاعرې په توګه د نوموړې لپاره د شاعري دا سفر څنګه و؟ له کومو لوړو ژورو ډک و؟ څنګه يې وکولای شوای چې په داسې نرواکه ټولنه کې خپل ښځینه عواطف سانسور نکړي، بلکې په زغرده یې د ټولو مخته کېږي؟

له یو پراخ او هر اړخیز بحث وروسته اغلې تنها له نویو لیکوالو او شاعرانو سره هم خپلې تجربې او مشورې شریکې کړې او سپارښتنې یې ورته لرلې. د غونډه په بله برخه کې د غونډې ګډونوالو هرې یوې نعیمې غني، مينا نظري، پاکیزې ارزو، مهر تاج، میمونې کامران، نسیمې باري، ګلالۍ مومند، ځلا نور، شبانې پوپلزۍ له اغلې تنها څخه پوښتنې درلودې. چې له نوموړې څخه یې د دې د شعر، لیکوالي او ادبي ژوند په اړه یې وپوښتې. اغلې تنها هم د ټولو بهیروالو پوښتنې په پراخ بحث، سړه سینه،  په ډېر فصاحت او خوږې ژبې سره ځواب کړې.

حسینه ګل تنها د خپلو خبرو په پای او د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر ټولو ګډونوالو ته خپل شعر په خپل غږ دکلمه او ډالۍ کړ.

د غونډې په پای کې مهرتاج د حسینه ګل تنها څخه په مننې دوه ساعته غونډه را ټوله او په خپلو خبرو یې پای ته ورسوله.

تاسې کولای شئ، د غونډۍ نور جزییات د سه شنبې په ورځ د اکسټ په ٢٧مه د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر پر فیسبوک پاڼې واورﺉ.

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب