په اروپا کې د نولسمې پېړۍ په وروستيو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يو ادبي خوځښت تېر شوى چې سمبوليزم ورته وايي، چې په فرانسوي کې ميلارمى، بودلير او په انګليسي کې ټي ايس ايليټ پاللى.
سمبوليزم د ختيځ په تصوفي شاعرۍ کې له پخوا نه دود و، خو په اروپا کې د نيچرليزم، رياليزم او رومانتسسيزم پر ضد راپاڅېد.
له نيچرليزم سره د سمبوليزم په دې ورانه وه چې نيچرليزم د بهرني طبعيت انځورنه د هنر کار باله، خو سمبوليزم درون هر څه باله.
له رياليزم سره يې په دې نه لګېده چې رياليزم يې په مستقيمه ژبه د ظواهرو په پالنه تورناوه. د سمبوليزم له مخې حقيقت د انسان داخلي کيفيتونه دي چې د هنر موضوع جوړوي او بيا چې په شاعرۍ کې يو شى په خپل دود نام راوبولې(موخه ترې مستقيمه ژبه ده)؛ نو د شعر درې برخې ښکلا دې په سيند لاهو کړه.
رومانتسيزم يې په دې خوښ نه و چې دوى د شاعر فردي احساساتو ته ارزښت ورکاوه، خو سمبوليستانو په انساني احساساتو کې پر کل ګروهمن وو، بلکې سمبوليستانو د احساساتو پر ځاى کيفيتونه منل او لکه د ايليټ د (عىني پيوستون/توازن) تابع وو. مطلب چې د شعر خوند په احساساتو کې نه، ژبه کې دى، موسيقۍ کې دى او په سمبولونو کې دى. رومانتستانو په شاعرۍ کې خيال معيار ګڼلى و، خو سمبوليستانو پخپله کلمې قدرمنې کړې وې.
سمبوليستانو هنر د دروني کيفيتونو انځورنه ګڼله. کيفيتونه لکه د موسيقۍ د سر و لى غوندې سره پېيلي وي، ځکه نو سمبوليستانو په شعر کې موسيقۍ ته اهميت ورکاوه، متجانسې کلمې يې ډېرې کارولې. ميلارمى وايي، چې شاعري د موسيقۍ يو ژانر دى.
کيفيتونه لاشعوري وي او د سمبوليستانو په اند، د علم کار له شعور او د هنر کار له لاشعور سره وي. هنر که مو د شعور وچ بوټي ته وتاړه، له ولږې به يې ووژنئ؛ نو دغه لاشعوري کيفيتونه يواځې په سمبولونو کې وړاندې کېداى شي. په دې اړه فرويډ او يونګ هم خبرې کړې. فرويډ او يونګ(يونګ د ټولنيز لاشعور ګروهمن و)، لاشعور د انسان د شخصيت د سرو سپينو مالک ګاڼه. د دوى په وينا، لاشعور چې شعور ته سر راښکاره کوي، په سمبولونو کې يې راښکاره کوي او دا سمبولونه مبهم وي، خو يو څه يې په شعور کې واضح کېداى شي. مطلب دا چې د انسان په لاشعور کې داسې بې سر وپښو کيفيتونه وي، چې د وتو لار ګوري، خو د مبهمو خوبونو غوندې يې پوهاوي ته په شعور کې ژبه نه وي، ځکه نو سمبولونه پور کوي.
سمبوليستانو د خپلو کيفيتونو په انځورنه کې د لاشعور لاس مانه، ځکه يې نو پر شاعرۍ د ابهام پرده خپره ده. صوفيانو هم د خپلو اشراقي (فرويډ ورته لاشعوري وايي) تجربو د ترسيم لپاره سمبولونه کارولي، خو د دوى سمبولونه لکه د ځينو خامو سمبوليستانو غوندې واضح دي، ګنې سمبوليستانو صراحت ته چندان اهميت نه ورکاوه، ځکه چې د صراحت له سرسري باد سره هم د هنر شمعه مري.
سمبوليستانو ويل چې که لوستونکى اغېزمنوې، نو خپل لاشعوري کيفيتونه بې د خيال له وسيلې، مستقيما په کلمو کې وړاندې کړه. مطلب دا چې پوهاوى او د معلوماتو رساوى د علم کار دى، د هنر کار د کيفيت رسول دي، پر لوستونکي خپل حالت محسوسول دي؛ نو انسان له ډېرو داسې کيفيتونو مالامال دى چې په بهرنۍ نړۍ کې توجيه کېداى نه شي، دودې کلمې يې د بيان تاب نه لري او ضرور هم نه ده چې هرومرو دې مانا ولري. همدا بس ده چې د انسان په درون کې يو کيفيت دى. چې کيفيت شو، نو د بيان اړتيا يې هم جوته ده. لکه په اردو کې چې د ثناء الله ميراجي شاعري لولې، تر اخره به پوه نه شې، چې څه وايي يا لکه د ن م راشد نظمونه(حسن کوزه ګر، ايران مين اجنبى او…). همداسې د ميلارمى او ټي ايس ايليټ نظمونه(waste land او…) هم دي چې په مانا يې سړى اسانه نه پوهېږي، خو دومره ده چې دا شعرونه لولې، يو مرموز کيفيت به انګېرې، لکه له دننه نه چې سړى مات وي. په پښتو کې لکه چې د سمبوليزم دومره پوخ شاعر نه دى تېر شوى، چې په خبره خو يې چندان پوه نه شې، خو يو کيفيت احساس کړې. د غني خان ځينې شعرونه چې ګډوډې ورته وايي، د فلسفي بحث له امله نه، دهمدغسې سمبولونو له کارولو مبهم دي، سړى پرې ډېر نه پوهېږي.
ابهام له سمبولونو پيدا کېږي. په شاعرۍ کې لومړى تشبيه وه چې دواړه خواوې(مشبه او مشبه به) به پکې يادېدې، خو وروسته وروسته خبره پېچلې شوه او استعاره هم راووته. په استعاره کې يوه خوا(مستعارمنه) ياده شوه، خو موخه پکې مستعارله وه. دلته خو د تشبيه غوندې دواړه خوا نه وې، چې ذهن دې اصل مانا ته ورسوي، نو د مستعارله د معلومولو لپاره قرينه جوړه شوه. مثلا:
-سروه په دېواله راښکاره شوه.
يا لکه سيف الرحمان سليم چې وايي:
د زړه په کور کې چې دې ځاى ورکړلو
سليمه کور ته دې بلا راوسته
په نثري جمله کې (سروه) د (نجلۍ) لپاره مستعارمنه ده او قرينه (په دېواله راښکاره کېدل) دي. له سروې موږ دا تمه نه لرو، نو چې له دې مانا مو پام واوړي، ورسېدو چې (سروه) هغه اصلي سروه نه ده، بلکې موخه ترې بل څه شى دى.
په بيت کې (د زړه په کور کې) ځاى ورکول قرينه ده، چې پوهوي مو چې بلا ته څوک په زړه کې ځاى نه ورکوي، دا چې زړه کې يې ځاى ورکړى، بل څوک ده.
تر استعارې وروسته درېيم او وروستى ګام سمبول و، چې تر استعارې هم پېچلى دى.
په استعاره کې همدا بهرنۍ قرينه ده چې موږ لارې ته سموي او د کلمې حقيقي او مجازي مانا بېلوي، خو په سمبول کې دا ډول بهرنۍ قرينه نه وي، چې لارښوونه درته وکړي. په استعاره کې د کلمې د حقيقي او مجازي مانا ترمنځ کلک تړون نه وينو، خو په سمبول کې دا تړون ډېر کلک وي او په تصوفي شاعرۍ کې چې سمبولونو ته تمايل وينو، يو لامل يې دا هم دى چې صوفيان د تصوف غوندې په دې کې هم د (وحدت و کثرت) ننداره کوي. يعنې د سمبولونو له کارولو هم سمبوليکه استفاده کېږى. د سمبول د حقيقي او مجازي مانا ترمنځ د کلک پيوستون له امله له سمبوله لومړۍ(حقيقي) مانا هم اخىستى شې .
استعاره چې په بهرنۍ قرينه ولاړه وي، سمبول په داخلي يا ذهني قرينه ولاړ وي. د شاعر او لوستونکي ترمنځ يو پوهاوى يا تړون موجود وي، چې زه چې ساقي يادوم مراد مې دا ساقي نه، خداى دى. له شرابو مې موخه دا شراب نه، الهي مينه ده.
په استعاره کې چې بهرنۍ قرينه وي، د ژبې د قواعدو تابع وي. قرينه د استعارې مانا محدودوي، ځکه له استعارې همغه ىوه مجازي مانا اخيستلى شې، خو په سمبول کې چې بهرنۍ قرينه نه وي، څو ماناوې اخىستې شې.
کاروان وايي:
هاغلته لرې د نښتر په تن کې غشى ښخ دى
هاغلته لرې تودې وينې له غزال څاڅي
له (نښتر او غزال) نه پر حقيقي مانا سربېره څو مجازي ماناوې اخىستې شئ. دا هم يو لامل دى چې په سمبوليزم کې يې ابهام پيدا کړى، ځکه چې موخنه مانا مشخصه نه ده. زياتره وخت خو لوستونکي د سمبوليستانو له شعرونو همدا لومړۍ مانا واخلي او اصلي مانا پاتې شي.
د شاعر او لوستونکي ترمنځ دا تړون په استعاره کې هم شته، خو هغه خارجي يا قانوني دى او دا ذهني او غيرقانوني.
سمبول پر ژبه نه، پر منطق ولاړ دى، ځکه وايو چې په سمبول کې قرينه ذهني وي. ميلارمى او نورو سمبوليستانو چې دا خبره هېره کړې وه، شعرونه يې مبهم پاتې شو، داسې لکه خوب چې ګوري، لکه له ځان سره چې ګوڼېږي. په سمبول کې چې دې ذهني قرينه مشخصه نه وي، لوستونکى غريب به سر وهلى بر وهلى ګرځي او په خبره به دې نه پوهېږي. د اردو شاعر نذر محمد(ن م) راشدپه يوه نظم کې سمندر د لاشعور لپاره د سمبول په توګه کارولى:
د سمندر په بېخ کې
د سمندر په مرموز بېخ کې
يو صندوق دى
په صندوق کې يو ډبى دى
په ډبي کې بل ډبى دى
کولنګ ووډ ليکي چې کوم کيفيت چې شعر کوې، د کلمې په وضعي مانا کې يې مه وايه، ځکه چې وضعي مانا يې درباندې احساسوي نه، بيانوي يې او په بيانولو احساسات نه راپارېږي.
سمبوليستانو د غزل غوندې قافيه وال چوکاټونه د خپلو لاشعوري کيفيتونو د دقيقې انځورنې لپاره تنګ بلل، ځکه چې لاشعور خورو وور وي، د قافيه وال شعر په لوښي کې نه راټولېږي، نو نظمونه يې ډېر ليکل، چې ډګر يې پراخه دى او لاشعور ته پکې خنډ نه وي، خو په نظمونو کې يې د ابهام بل لامل د نظم د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ بې نظمي ده. د سمبولىستانو نظمونه نږه سمبولونه دي. د سمبوليزم نامتو فرانسوي شاعر بودلير وايي، چې انسان د سمبولونو په ځنګله کې اوسي. بيا دا داسې سمبولونه دي چې له يو بل سره د يوه ګډ مفهوم په جوړولو کې ستونزه لري. مثلا؛ په يوه ځاى کې درته ونه يادوي، ورپسې جوخت بله مسره کې اۤسمان او بله کې ماشين؛ نو ته حيران شې، چې دا څه وايي. سمبوليستانو د دې توجيه داسې کوي، چې لاشعور د شعور غوندې محدود او منظم نه وي. لاشعوري کيفيتونه د تخييل غوندې خواره واره، بې سر بې پښو او بې منطقه وي؛ نو چې دا کيفيتونه دقيق رااخلې او منطق او شعور ته پکې ځاى نه ورکوې، نو چې څرنګه دي، داسې به يې رااخلې، داسې لکه خوب چې ګورې، لکه له ځان سره چې بڼېږې.
د سمبوليستانو سمبولونه د تصوفي شاعرۍ غوندې ګډ او تکراري نه دي، چې سړى پرې په اسانه پوه شي، بلکې نوي (تکرارېږي نه) او فردي دي. په دې يې درک سخت دى چې کومه کلمه د څه شي لپاره کارېدلې او رښتيا هم د سمبول په توګه کارېدلى که نه.
سمبوليستانو د سمبول په توګه د کلمې د کارولو لپاره معيارونو ته چندان پام ونه کړ، بې له مشابهت و مناسبته يې هره کلمه هر شي ته د سمبول په توګه وکاروله، چې دې يې په کلام کې ابهام پيدا کړ.
سمبوليستان وايي چې سمبول تکرار شي، په نښه يا ساينو واوړي او د مانا درک يې لکه اوبه اسانه شي. بيا ورته سمبول نه وايي. سمبول هغه دى چې مانا پکې پټه وي، هله رمز هله سمبول دى.
د ادب موخه د مفهوم انتقال يا تبليغ دى. سمبوليزم چې د تبليغ وصراحت پرخلاف و، ډېر ونه پاييد، ژر يې مرګ خوله په خاورو ورټپه کړه.
سلام
اول، خوښ شوم چې له څو ورځو وروسته بيا هم تاند لولم!
دويم، ښايسته ليکنه ده، يو وخت مې له شپون صيب نه هم د دا ډول کتاب پوښتنه کوله چې د سمبول په اړه کښل شوی وي خو دا دی اوس د ښکلي صيب ورته پام شوی دی