جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسهڅڼور سړی او پمن سپی / اجمل پسرلی

څڼور سړی او پمن سپی / اجمل پسرلی

چې د پراګ په (سپنلسکا) کوڅه کې مې په اپارتمان کې ځای ونیو، نو په دوهمه ورځ له پوتوچک سره اشنا شوم. ده ماته ګوډه انګریزه زده وه او راته ویې ویل چې زه کولای شم چې ستا د بریښنا، ګاز، اوبو او ټیلفون بیلونه تحویل کړم.

پوتوچیک د بلاک په شپږم پوړ کې یوه کوټه لرله داسې نرۍ کوټه وه. دی به له خپل سپي سره یوځای هلته ویدیده.
پمن سپی او څڼور پوتوچیک چې ویښته به یې شاته لکه د ښځو چوټي کړي وو نه سره جوړیدل خو کله چې به بهر راوتل دواړو به مینه سره کوله سپي به دی څاټه او ده به هغه ښکلاوه.

د پوتوچیک پر سپي به ما هم لاس تیراوه، ځکه چې د انګریزانو هغه متل رایادیده چې وایي، که دې زه ښه ایسم زما سپی دې هم ښه ایسي. خو کله چې به مې لاس تیر کړ دستي به خپل اپارتمان ته ننوتم لاسونه به مې پاک ووینځل.

پوتوچیک مې اته کاله وروسته په پراګ کې ولید. ده وپیژندلم، راباندې غږ یې کړل او زما بیا د ده نوم هیر شوی و، له رنګه راته اشنا معلوم شو خو چرت یووړم چې سړی مې چیرته لیدلی دی. ده راته وویل:
– پوتوچیک یم په یاد دې شوم

له ده سره یو وړوکی پاپي و. پوښتنه مې ترې وکړه چې نن سبا څه کوې؟
– لکه پخوا پوسته وړم

ما یې د پخواني سپي پوښتنه وکړه

اوف یې وکړ:

– هغه سپی یو تا سم پیژندلی و زما ملګرې هم هغه نه خوښاوه د همدې لپاره مې هغه هم تر پام بده شوه اوس نه پوهیږم چې چیرته به وي لکه سپی چې ورک شو دا هم تري تم شوه.

1 COMMENT

  1. …د همدې لپاره مې هغه هم تر پام بده شوه اوس نه پوهیږم چې چیرته به وي لکه سپی چې ورک شو دا هم تري تم شو…

    په دې وروستۍ جمله دي پوه نه سوم. دا څه مانا؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب