چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+زموږ د بیړې ناروغۍ ادبیاتو ته هم سرایت کړی دی

زموږ د بیړې ناروغۍ ادبیاتو ته هم سرایت کړی دی

لیکوال: سراج احمد حبیبي

په تاند کې مې د استاد اسدالله غضنفر یوه لیکنه ولوسته، چې په کې یې لیکلي وو، لنډه کیسه په یوه زمان او مکان کې پېښېږي او ناول په څو زمانو او مکانو کې. همدا لامل دی چې ناول اوږدېږي او لنډه کیسه نه. استاد په کې دا خبره هم کړې وه، چې زموږ پر ناولونو د لنډو کیسو سیوری پروت دی، نو ځکه ټول د لنډو کیسو غوندې لنډ وي. 

د دې خبرې په لوستلو سره ما زموږ د ادبیاتو په ډېرو ژانرونو کې فکر وکړ، دې پایلې ته ورسېدم، چې موږ د هر ژانر په خلاصون کې بېړه کوو او له لنډون څخه په کې کار اخلو؛ همدا لامل دی چې تر اوسه مو په ادبیاتو کې نه سینوهه او نه د جګړې او سولې غوندې کوم لوی تخلیقي اثر پیدا کړ. 

 په شعر کې مو هم نه د دري ادبیاتو غوندې قصیده هغسې چې باید وي وپاله او نه هم مثنوي. زموږ د دې ګاونډۍ ژبې په ادبیاتو کې د مثنوي او قصیدې پر ژانرونو ډېرلوی لوی اثار تخلیق شوي دي؛ د فردوسي شاهنامه او د مولانا جلال الدین بلخی مثنوی معنوی یې ښکاره بېلګې دي.  

په غزل کې هم موږ تر ډېره کوښښ کوو، چې غزل مو تر پنځو بیتونو ډېر نه شي؛ حتی زموږ د لوی او نوموتي شاعر دروېش دراني نیږدې ټول غزلونه پنځه بیتیز او شپږ بیتیز دي. دی خپله هم په دې اړه قناعت کوي او دلیل دا راوړي، چې که چېرته مې غزل ښه نه وي، نو ولې یې اوږد کړم، چې د لوستونکي وخت ونیسي. خو دا خبره پر دې د تأمل وړ ده، چې د ډیری شاعرانو د غزلونو ټول بیتونه عالي نه وي؛ بلکې کله کله خو ډېری خلک وایي، چې په غزل کې یوازې یو بیت پاچا وي. ممکن د غزل دا پاچا بیت وروسته د پنځو بیتونو نه را پیدا شي. نو بیا ولې موږ اړ یو چې یوازې پنځه بیتونه د دې په خاطر باندې ولیکو، چې د لوستونکي وخت ضایع نه شي!؟ 

موږ د دې پرته هم نورې د وخت ضایع کولو ډېرې وسیلې لرو، کاشکي د وخت ضایع کولو دا ټولې وسیلې مو د مطالعې غوندې وسیلې وای، نو بیا به ولې موږ دومره خوار او زار ګرځېدو!!؟؟ 

نو خبره دا ده چې په هر څه کې باید له بیړې څخه کار وانه خیستل شي، بیا په تېره د ادبیاتو تخلیقول او پنځول خو د سیاست غوندې د سړه سینې کار دی، ادبیات دي د وخت تېرولو او ساعترۍ لپاره. لیکوال یې هم چې پنځوي ورباندې خپل ساعت تېروي او لوستونکی یې هم چې لولي ورباندې خپل ساعت تېروي.

 هغه د استاد داوود وفاه خبره ادبیات د مړې ګېډې پاړسي ده. څوک چې وږی وي، هغه د ساعت تېرۍ وسیلو ته اړتیا نه لري؛ بلکې د خپلې ګېډې د مړولو لارې چارې مومي. نو ادبیات هم زیاتره هغه خلک لولي، چې د ژوند نورې اړتیاوې یې پوره وي. د داسې چا وخت چې په ادبیاتو او مطالعه تېر شي، تر دې نو ښه خبره چېرې ده!!؟؟

2 COMMENTS

  1. د عبیدالله محک زمرده
    د خوشحال خان ختک قصیدې
    د شمس الدین کاکر اوږدې غزلي
    مقایسه چي‌ و نه کو ښه به وي

  2. ښاغلې حبيبي،
    زما په فکر ستاسو مطالعه لږ محدوده ده، د خوشحال خټک قصيدې مو لکه چې نه دي لوستې يا هم د سليمان لايق قصيده چې هر بيت يې يو کتاب تحليل لري.

    دا هم د لايق صاحب قصيده:
    دا زموږ د سترګو وړاندې، «غني»ګوره څه تیریږي
    یو باتور ملت غرقیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

    یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنو
    د غروب په لوری درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي

    پاس د ستورو راڼه څاڅکې، راته ښکاری اوښکې اوښکې
    د آسمان په شنو غمبرو، لاړی لاړی رابهیږي

    سر چې ږدمه په سر ویږدي، هیبتناک غږونه اورم
    ته وا ځمکه په منځ دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږي

    یا آسمان زموږ په ویر کې، ښکته پریووته په ځمکه
    یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږي

    “ایمل”ریږدي په لحد کې، له غصې د زړه په تبه
    چې مُغل په خیبر وخوت، افریدی لا نه پوهیږي

    د شنلی پر ځای له دښتو، تیرې توري زرغونیږي
    د اوبو پر ځای له غرونو، نګه ویني رابهیږي

    د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږي
    د رحمت پر ځای له هسو نه نازلیږي

    “شمر”ښکته پورته دانګي، سترګې رډی توره کښلی
    نه یی سترګې له چا سوځي، نه یی شرم له چا کیږي

    “زینب” چیغی کړې چې ربه، ته لا څه ته ورته ګوری
    د”حُسین”په زخمي زړه کې، د یزید خنجر ځلیږي

    څه بې پته شوو جنګونه، څه بې هوډه شوو ننګونه
    تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګې نه شرميږي

    دا د چرګ لکۍ ته ورته شملې واچوي په ځمکه
    دا د شرم او ماتی نښې، پښتنو ته نه ښاييږي

    شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندې وي لکه
    اوس په هر کدو جګيږي، اوس په هر”اجړا” خوريږي

    خدايه دا دی څه راوکړه، چی يو نر دې راپرې نه ښود
    هر کمر ته چې تکيه شو، لکه شګه راشړيږي

    يو”ميرويس”په موږ کې نشته، چې ګرګين لارې ته سم کړي
    يو “شير شاه” راپورته نه شو، چې “مُغل” ته ودريږي

    پروني مُلا ته ګوره، چې ټوک خورو سقاط خورو
    اوس چې خصم د افغان شو، په سرو زرو کې ډوبيږي

    لويه خيټه، غټه کونه، نرۍ پښې، ببره ږيره
    ويته خوله، بې شرمه سترګي، لکه مُچ هر څه کې لويږي

    مټکور ماغزه د تيږي، بې فرهنګه، بې ادبه
    چی تبليغ کوي نڅيږي، چې قران لولي ششنيږي

    په اسلام کې لاری باسي، زموږ د خاوری بربادۍ ته
    دين اخوان ته يو دکان دی، چې هر څه په کې خرڅيږي

    دا دې څه بلا اخته کړه، زموږ په دې بدمرغو خلکو
    نه له تا څخه ډاريږي، نه له دوې څخه شرميږي

    اوس چی حُکم د مُلا شو، د کابل په پاچايې کې
    هر ساعت په چا وردانګي، هره ورځ په چا ورلويږي

    د افغان په قتل اخلي، سره پونډونه شنې ډالرې
    پښتو پریږده چې تری تللی؛ له ایمان سره خرڅیږي

    باندې سپین په منځ کې تور دی، نګه اور دی؛ نګه اور دی
    په هر تار کې یې دږیري؛ شیطان سپور دی او زنګیږي

    هر چړی په چړچوبۍ کې، باچایې خوبونه ویني
    انګریزي لنچر په غاړه؛ په لار ځي ته وانڅیږي

    چې پرون یې د مولې، رڼی خاورې خو سکوته
    اوس په بره پښتونخوا کې؛ په انسان باندي سپریږي

    زما زړه پولۍ پولۍ دی؛ زما سا لمبه لمبه ده
    چې دا توره خپکې به؛ له موږ کله پورته کیږي

    جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
    دین دولت دواړه برباد شو، د ده زړه لا نه سړیږي

    زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
    دا زموږ د سترګو وړاندی،(غني)ګوره،څه تیریږي

    موږ زغمل چې رانه لوټ شي، څه چی شته دی بې ناموسه
    توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږي

    د یوی میاشتی تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړي
    وایې کوم جهاد ته مړ شوې، ځواب وایه چې ځندیږي

    تا چې سر په چا دو کړی، هغه غواړی چې ما لوټ کړي
    ما وربولي هغه ځای ته، چې شیطان ځنې شرمیږي

    زه چې ستا له غمه ژاړم، هغه څاري زما سترګې
    سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دي رژیږي

    افغاني درنې بی بیاني، چی په پت عزت خوندي وي
    د جهاد تر بیرغ لاندې، بربنډیږی لیلامیږي

    هر عرب خریدار شوی، زموږ د خوندو او خور لڼو
    مولانا صاحب یې پلوري، نه شرمیږي، نه ځوریږي

    تر څارویو وړیا شوی، پیښتنه په منډوی کې
    د څارویو هم څه دود وي، چې په چا باندي خرڅیږي

    ربه دا لا څه تالان دی، چې به خپل وطن یې وینم
    چې خپل سپي په پردۍ ننګه، افغانانو ته غپیږي

    چې له زړه د “کنشکا” نه، شنې لوخړی ځي آسمان ته
    چې جمرود د سرو په بلخ کې، د “یما” له سره لویږي

    “ګُرګین” ویوست تیغ د سټی، د افغان ننګي کهول ته
    د “میرویس” لیڅه بیواکه، تیری تورې ته غځیږي

    په لاس نه ورځي بې خاورو، نه یې تیغ نه یې لښکر شته
    هم لښکر هم یی تیغونه، د وطن پر ضد جنګیږي

    خدایه څرنګه بدل شوو، د افغان درانه خویونه
    په هر چا چې موږ تکیه شو، په پردیو پلورل کیږي

    د وطن په حق کې نه کا، تش د خیر یوه خبره
    خو د خپل مطلب لپاره، د هر سپي پښو ته لویږي

    په هر ځای چې باران راشي، زموږ خره يوسي له مخې
    په هر خوړ چې سيلاب وزي، زموږ وره ته راسميږي

    په هر سيمه چې بريښنا شي، تندر پريوزي زموږ په کلي
    په هر رود چی توفان راشي، زموږ کور ته راسيخيږي

    په ډالرو باړه شوي، که غلجي که دراني دي
    پښتانه او پښتو دواړه، هسې ښکاري چې ختميږي

    د احمد په ګور يې تو کړی، تورې ناړی د يڼکيو
    دا چې پلار له ګروی نيسي، دا چې وروڼو ته ګواښيږي

    موږ ته ټول جهان دوزخ دی، چې وطن مو په کې نه وي
    موږ ته هر وطن سقر دی، چې افغان په کې ځوريږي

    موږ ته هر “شا به” پيغور دی، چې دښمن يې راته وايي
    موږ ته هر سلام لعنت دی، چی په سپکه په موږ لويږي

    موږ ته هره ګوله مرګ دی، چې د بل په ست یی ژوویو
    موږ ته هر ګوټ هلایل دی، چی د بل جام نه ګوټیږي

    موږ ته هر مشر دشمن دی، چې په موږ یې رحم نه شي
    موږ ته هر افغان پردی، چې پردي سره یو کیږي

    موږ ته هر ملک تلک دی، چې زموږ په سر روپۍ خوري
    موږ ته هر مُلا بلا دی، چی په خلکو نه رحمیږي

    جګی جګی ساقي راشه، پس له عمره راپُخلا شه
    په چوپیا کې مو غوغا شه، چې مجلس رانه سړیږي

    د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چې تیر شو هغه هیر شو
    اوس راونیسه دا پاتې، چې قطار رانه تيریږي

    که مُطرب او رباب نه وي، که مستی او شباب نه وي
    که د مينې عذاب نه وي، عمر بد کړي چې اوږديږي

    هوښياري يوه تنهايي ده، تنهايی يوه تباهي ده
    په ترخو اوبو مې ډوب کړه، ګنی زما جاله ډوبيږي

    په مستۍ کې راچاپير کړه، يوه کيږدۍ خورو څڼو
    چې شپې ورځې رانه تښتي، چې کاروان رانه بيليږي

    د پسرلې په ښکلو يادو، جام ته تويې کړه سکروټی
    چې ګلونه راته ژاړي، چې خزان راته ګواښيږي

    د ځوانۍ په باغ می راغله، د زړښت د ماښام لړه
    پيالی ډکې کړه له مخې، عُمر تښتی نه ودريږي

    ساقۍ ستړی يم له ژونده، لږ مې خلاص کړه له دې بنده
    ګنی وژني مې دا تنده، چې ګړۍ ګړۍ زياتيږي

    هومره راکړه چی پری ورک کړم، سر له پښو، پښې له سره
    چې غني (۱) را څخه تښتی، بېنوا (۲) رانه پټيږي

    چې خوری صحرا ته ووځم، ليونی د ليونيو
    چې مستی راکې نڅيږي، چې جنون راته خنديږي

    چې مرغان د خړو دښتو، راته ووهي وزرې
    چې زرکان راته غږيږي، چې هوسۍ راته پنډيږي

    نه، نه خوشې ټوکه نه ده، غني لږ ورته دمه (۳) شه
    دا خوب وړي راويښږي، دا پريوتې راپاڅيږي

    ګومان مه کړه چې خالي شوه، ساقي مينا له ميو
    لا د تاک په تاخانو کې، د انګور ښيښې ډکيږي

    لا رباب سور شوی نه دی، لا تش دوه دوره اوښتي
    لا ساقی نوی راغلی، لا رندان نوی ګرمیږي

    لا د ځمکې تل کې ایشي، تللې وینې د ځلمیانو
    لا د دی د تودو خاورو، سره ګلونه راغوړیږي

    لا زموږ په ارادو کې، عشق د منډو غلی نه دی
    شپه که هر څه توفاني ده، څراغونه لا بلیږي

    لا وطن خلک رابولي، د میړانو معرکو ته
    لا هغه ژڼی ژوندي دي، چې تر هوډه قربانیږي

    لاخوریږي نیمو شپو کې، د توفان غاورې چیغې
    لا د غرو له جم درونو، سیلاوونه راکوزیږي

    لا د وینو واټ پرانستی، لیونتوب دی لیونو ته
    لاپه پښو کې د مستانو، ځنځیرونه سره شلیږي

    لا د ځمکې تناوونه، لاره باسي زلزلو ته
    لا په باد او بریښنا کې، ګردشونه رارسیږي

    لا د رزم ګرمي شته دی، زموږ په مټو کی دننه
    لا زموږ په پښتون زړه کې، “د ایمل” وینه چلیږي

    لا په جنګ د تخت او بخت کې، زموږ لوبه ختمه نه ده
    لا همت د شیرشاهې ته، همایون له آسه لویږي

    لا د لوړو وریځو شاته، عقابان وهي وزرې
    لا په هسکو سردرو کې، افغاني زمري غوریږي

    لا د خپلې خاورې مینه، موږ ته وایي چه راپاڅئ
    لا خوب وړي د پیړیو، له خوبونو راویښیږي

    لا زموږ په کلاګانو، پښتنې حیا خوره ده
    لا زموږ په دروازو کې، غیرتونه پالل کیږي

    دا به بیا یوه غوغا شي، لکه څاڅکې په څپو کې
    یو سرکښه یاغي سین شي، سمندر ته به رسیږي

    دا به بیا سپیدې خورې کړي، د اطلسو پالنګونو
    د بلورو په بیدیا به، رود د وینو راخوټیږي

    دا به بیا په لمر لویدو کې، د مرغانو سیل له ورایه
    لکه سور بیرغ د فتحې، په سرو وړانګو کې رپیږي۴

    دا به بیا زمزم ته رسي، د بیدیاوو جل وهلي
    دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریږي

    دا به بیا په مخه دانګي، دا زموږ جنګي آسونه
    دا به الوزي له کندو، دا به لوړو ته رسیږي

    دا به اچوي له سویو، سرې سکروټې په تکل کې
    دا به رسي تر هدفه، دا به خامخا بریږي

    دا به بیا اباسین ایشي، ډوبوي به تورې کونې
    تور پنجاب به وهل کیږي، له بنسټه به نړیږي

    دا به بیا زموږه ژڼي، لاره باسي آزادی ته
    چا چې زموږه سرغوڅ کړي، د هغه سر به غوڅیږي

    دا به بیا لنډی مسیږي، تن به باسي له بستره
    پښتانه به راپاڅیږي، پښتونخوا به آزادیږي

    دا به بیا د “احمد” چیغې، ریږدوي د لاهور مراندي
    دا به بیا په کړاکړ کې، د “بیربل ” ژامې ماتیږي

    دا به بیا “سیدال” راباسي، د مرګ توره په غجرو
    اخوندان به ترینه تښتي، امامان به تری پُټیږي

    دا د قُم چړیان به پوه شي، چې افغان د ننګ په کار کې
    خپل پور نه پریږدي پردي ته، دا تقدیر دی نه بیلیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...