تاند- له نن څخه 5 کاله پخوا د ۲۰۲۰ د دسمبر په ۲۱ مه میرمن رخشانه چې اصلي نوم یې حمیده او هنري نوم یې فروزان و، د امریکا په متحدو ایالتونو کې وفات شوه.
رخشانه د افغانستان په ښځینه سندرغاړو کې یوه تر ټولو مطرح او نوموتې سندرغاړې وه. دې په خپل هنري ژوند کې سلګونه پښتو او دري سندرې ویلي چې اکثره یې په خپل وخت کې تر ټولو ډېرې اورېدل کېدونکې او خوښېدونکې سندرې وې. لا هم هغه سندرې چې څو لسیزې پخوا مېرمن رخشانې ویلي د نورو سندرغاړو له لوري ویل کېږي.
د دې د سندرو شمېر تر ۶۰۰ اوړي.
مېرمن رخشانه اصلاً د پکتیا وه خو په کوهدامن کې زېږېدلې وه.
د دې پلار جنرال اصیل خان په کابل او شمالي کې دندې لرلې او له همدې کبله رخشانه په کوهدامن کې دنیا ته راغله. زده کړې یې په ملالۍ لیسه کې کړي وې.
مېرمن رخشانه د انګریزانو پر ضد د خپلواکۍ د جګړې د یوه اتل جنرال اصیل خان لور وه، مور یې بی بی خدیجه طرزي د کابل د نجونو د ښوونځي له لومړنیو ښوونکو څخه وه چې موسیقي او خیاطي یې تدریسوله۔ او موسیقي ته د مور له لوري تشویق شوه.
دې ته د رخشانې نوم استاد عبدالروف بېنوا، چې هغه وخت د افغانستان د مطبوعاتو ریس و غوره کړ.
خو د داوود خان د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر نوین له رخشانې سره په نامعلوم دلیل اختلاف درلود او د دې د هنري فعالیت مخه یې نیوله.
د ثور له کودتا وروسته مېرمن رخشانې امریکا ته پناه یووړه. ویل کېږي چې د کرزي د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې بېرته هیواد ته راغله خو د کرزي د وخت د کلتور وزیر رهین ورسره ښه چلند ونه کړ او دا مجیوره شوه چې بېرته امریکا ته لاړه شي.
مخدوم رهین او نور باټوګان یې هسې د سپي زامن ول. یره چې د دغو خبیثانو چلند سره را یاد کړي، همدا خره تالبان ورته ښه دي.
مخدوم لعین ته افغانان له همدې امله « لعین » وایي ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوم یې « وزارت اطلاعات و فرهنګ » باندې واړاوه . د کلتور کلمه ډېره پراخه معنی لري ، خو فرهنګ بیا :
« در فارسی از دیرباز در معانی ادب، عقل و ادراک و موارد بسیاری از این قبیل بهکار رفته است. فرهنگ چیست: مجموعهای از اعتقادها، نهادها، زبان، نحوه زندگی کردن، سخن گفتن و فکرکردن.
فرهنگ حاصل تکامل فکری، معنوی و مادی یک فرد، گروه یا جامعه است».
د کابل د ښار د ځینو کوڅو نومونه یې د خارجیانو په نامه کړل ، په هندوستان کې د افغانستان د سفارت لوحه چې د سفارت د تاسیس له ورځې په پښتو وه ، په فارسي واړوله . دا لومړني کس و ، چې د پښتو او فارسي ترمنځ په تفاوت قایل شو، نوځکه د ولس له خوا ورته د لعین ترڅنګ د رسمي فاشیست نوم هم ورکړل شو. دغه رواني او عقده ای مریض ته د دا ویاړ مبارک وي .