شنبه, مې 18, 2024
Home+یلدا؛ د کال تر ټولو اوږده شپه

یلدا؛ د کال تر ټولو اوږده شپه

مینه احمد

یلدا د لیندۍ (قوس) د میاشتې له دیرشمې ۳۰ نیټې له ماښام څخه د جدې د میاشتې د لومړۍ نیټې تر سهاره پورې وخت ته ویل کیږي. یلدا په شمالي نیمکره کې د کال تر ټولو اوږده شپه ده. له دې شپې عملاً ژمی پیلیږي او تر هغو ورځې په تدریج اوږدیږي چې دوري (حمل) په لومړي نیټه شپه او ورځ سره برابریږي.

دا شپه په رسمي ډول حکومتونه نه لمانځي خو عامو بزګرانو به په دې خاطر لمانځله چې د کار او روزګار اوږدې ورځې به را لنډې شوې او شپې به اوږدې او سړې شوې د دوی ستړیا به د دې شپې په رارسیدو او له هغه څخه وروسته تر راتلونکي پسرلي پورې رفع کیدله دوی به د آرامۍ احساس کاوه.

زردشتیانو او ساسانیانو به دا شپه په یو لړ ځانګړو مراسمو سره لمانځله او په دې شپه به یې د خپلو معبودانو د عبادت تر څنګ د ځینو خوراکونو تابیا کوله چې په ځانګړی توګه به یې د انار او هندوانې میوې ډیر خوړلې دا ځکه چې د انار او هندوانې رنګونه د سهار (سپیده دم) څخه وروسته آسمان په څنډو کې د سوروالی پیدایښت (نور) ته ورته دی:

صحبت حکام، ظلمت شب یلدا است
نور ز خورشید خواه بود که برآید
حافظ

په افغانستان کې په دې شپه د خوراکونو د برابرولو کوم دود نشته خو په دې شپه ځینې ځوانان او پیغلې د خپلو کورنیو یا کلیوالو له مشرانو څخه د کیسو او نکلونو غوښتنه کوي لکه د (د لیلا او مجنون کیسه، د آدم خان او دورخانۍ کیسه، د فردوسي د شاهنامې کیسې، د حافظ فالونه او داسې نور…) او تر سهاره پورې ورته په ډیره لیوالتیا غوږ نیسي. همدا رنګه پخوا به مینانو په دې شپه د یو او بل د لیدلو هڅه کوله په ځانګړي ډول هغه کسان چې کوزدې به یې کړې وي هڅه به یې کوله چې د ژوندانه له ملګري/ ملګرې سره د زړه خواله وکړي خو اوس په کلیوالي سیمو کې د ټولنیزو او امنیتي ستونزو له کبله دا خبرې ورکې دي.

د یلدا شپې تاریخچه

په پخوا وختونو کې چې د ډېری خلکو کار او کسب کرنه وه، لمر د دوی لپاره ډېر ارزښت درلود، د خلکو  دې ته پام شو، چې د کال ځینې ورځې اوږدې او ځینې لنډې دي، دوی پر دې باور و چې سپوږمۍ د خلکو لپاره د نیکۍ سمبول دی، اریایانو د مني وروستۍ شپه او د ژمي لومړۍ شپه چې د کال تر ټولو اوږده شپه ده، د نوي کال د پیل لومړۍ شپه وبلله چې په اوستایي فرهنګ کې ورته سرد وایي چې د کال د ساړه موسم معنا لري.

یلدا سامي کلمه ده چې د پیدایښت معنا لري، دې کلمې ته په اشوري ژبې کې الادو، په عبري او سریاني ژبو کې یلد او په عربي ژبې کې ولد وایي.

د یلدا شپه چې ژمنی انقلاب هم ورته وایي، د کال تر ټولو اوږده شپه ده، دا اوږدوالی د نورو شپو (څو ورځې مخکې یا وروسته شپو) سره ډېر توپیر نه لري، ځکه دا توپیر یوازې یوه دقیقه دی، دا شپه د ځینو هېوادونو د خلکو لپاره یوه ځانګړې شپه ده او په بېلابېلو ډولونو یې نمانځي لکه، د اور تر څنګ کېناستل، سندرې ویل، نڅا کول او داسې نور.

په ځينو هېوادونو کې خو خلک ډول ډول وچې مېوې اخلي او د دسترخوان پر سر یې ږدي، او د دغې ورځې پر سهار ټول خلک ساده جامې اغوندي، هېڅوک په چا امر نه کوي ان پاچاهان هر څوک په خپلې خوښې خپل کارونه تر سره کوي، په دغې ورځ ښکار کول هم منع دي.

دا ورځ د ایرانیانو لپاره ډېر ارزښت لري او ارومرو یې نمانځي، ایرانیان د یلدا شپې لپاره ځانګړی دسترخوان تیاروي، د دې شپې تر ټولو اړینه مېوه انار دی، انار د ایرانیانو په اند د برکت سمبول دی، او بل په دې شپې باید د هر ایراني په کور کې هنډواڼه وي، دوی وایي چې په دې شپې د هنډواڼې شتون یې له ژمنۍ سړې هوا څخه ژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب