جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز: د طالبانو پر پرېکړه د...

پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز: د طالبانو پر پرېکړه د نړیوالو عکس العملونه دوام لري

تاند (چهارشنبه، د قوس ۳۰ مه) له پوهنتونونو د نجونو د منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه له پراخو غبرګونو سره مخامخ شوې ده.

ملګروملتو ویلي، د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو بندول د طالبانو له لوري د خپلو ژمنو ماتول دي، د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت له خلکو غوښتي د طالبانو په دې پرېکړه اعتراض وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې دا پرېکړه نهیلوونکې ده. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له اصلاح غوښتونکو یا نرمدریځو طالبانو غوښتي د دې پرېکړې د بېرته اخیستلو لپاره اقدام وکړي. د امریکا اوسني ځانګړي استازي ټام ویست ویلي «باید سره یو لاس شوو او له دې پرېکړې سره سخت مخالفت وکړو.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوتڅل له افغانانو وغوښتل چې د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې راپورته شي.

ده د طالبانو دا اقدام د افغانستان د راتلونکې لپاره خطرناک وباله.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټېفن دوجاریک ویلي، د طالبانو له لوري پر نجونو د پوهنتونونو بندیز سخت خوابدی کړی دی. ده همداراز ویلي چې له زده کړو د نجونو بې برخې کول نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به ورانوونکې اغېزې ولري.

 د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند نید پرایس پرون وویل واشنګټن ګوري چې نور څه کولای شي څو طالبان حساب ته کېنوي او په ملګروملتونو کې د برتانیا سفیرې باربارا وډوارډ وویل، دا پرېکړه د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو یوبل څرګند تېری دی. همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې اوس مهال د واشنګټن په سفر دی پرون وویل چې د طالبانو دې پرېکړې دی خواشینی کړی دی.

زلمي خلیلزاد بیا د طالبانو دا پرېکړه بوږنوونکې او د نه درک وړ بللې ده.

ده ویلي چې دا پرېکړه د طالبانو د یوې ډلې یا څانګې له لوري شوې نو له نورو طالبانو غواړي چې هغه لغوه کړي.

په وروستیو کې یو شمېر طالب مشرانو د نجونود کار او زده کړو په ملاتړ کې خبرې کړي او له دې داسي ښکاري چې ټول طالبان د داسي افراطي پرېکړو ملاتړ نه کوي ځینې خو حتي ادعا کوي چې یوازې ملا هبت الله او څلور نور زاړه ملایان د نجونو د تعلیم مخالف دي.

د طالبانو هغو پلویانو، چې په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو له ممنوعیت سره په یو نه یو ډول مخالفت کړی دی.

د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو ستوري راشدخان پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:


د افغانستان کرکټ بل ستوري محمدنبي لیکلي:

2 COMMENTS

  1. هغه پښتو متل دی چی وايی که شپه تیاره ده خو مڼي په شمار دی. د تالبانو ټولی کړنی اوس د خلکو د سترګو په وړاندی دی.
    تالبیزم د چټلۍ او مردارۍ یو لوی ډیران دی او چټلی ټوله یوه چټلی ده.
    ډیر وخت ځنی خلک د ښو او بدو تالبانو خبری کوی او خپل ځان تیرباسی او ځنی لوده ګان بیا دی جاهلانو ته لا عذر اوزارۍ کوی او د خدای روی ورته نیسي. پداسی حال کی چی دا وحشی جاهلان ځان د ځمکی خدایان بولی.

    د افغانستان نه دتالبیزم نابودول یوازینۍ لاره ده چی ولس دتالبیزم د فساد، فتنی او شر نه محفوظ شی. او ددې لپاره باید افغانان د هغه ټولو قوتونو ملاتړ وکړی چی په یو او بل شکل ددې تورجهالت د ورکولو لپاره په عملی ډول لاس پکار دی. نور ولس باید خپل غږ پورته کړی او دتالبیزم اصلی څیره خلکو ته وروپیژني او هیڅ ډول ملاتړ يی ونه کړی.

    د امریکا او نوری نړۍ د تالبانو دداډول کړنو غندل یوازی د افغانانو په سترګو کی خاوری اچول دی او هیڅ ډول امید تری نه شی کیدی. یوازی افغانان کولی شی چی د پر له پسی او نه ستړی کیدونکی مبارزی له لاری ددې جهالت مقابله وکړی.

  2. افغان صاحب غلام حضزت صاحب حق لري چې په دا ډول مسلو خپل نظر څرګند کړي ځکه چې ژبه د ټولو شریکه ده.
    خو زما په فکر که استعفی په ډله ایز ډول ورکړای شوي وي، بیا پکار ده چې مفرده راشي او که هر استاد بیله بیله استعفی کړې وي، بیا باید استعفاوې ولیکل شي.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب