پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون استادانو د نجونو د تعلیم د ممنوعیت په اعتراض کې...

د پوهنتون استادانو د نجونو د تعلیم د ممنوعیت په اعتراض کې استعفاوې وکړې

تاند(چهارشنبه، د قوس ۳۰ مه) د طالبانو له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اعتراض کې څو  استادانو له دندو استعفاوې اعلان کړې.

د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي استاد ډاکتر پوهنیار عبیدالله وردک د طالباني پرېکړې په غبرګون کې د استعفا د اعلانولو ترڅنګ ویلي:

« د حاکم رژیم له لوري د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو، د‌ لوی الله ج له لوري دوی ته د‌ ورکړل شوي حق څخه په منکرېدو او د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو خلاف د نجونو د تعليم او تحصيل مخنيوی، د تعليم او تحصيل اړوند د ټول افغان مسلمان ملت غوښتنې ته د منفي ځواب له امله د اعتراض په ډول نه غواړم د رژیم په داسې پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړم چې نجونو ته پکې د زده کړو اجازه نه وي.»

پوهنیاز وردک په عین حال کې لیکلي « سره له دې چې د دوکتورا سند له درلودلو سره د‌ يو استاد تګ او استعفی تاسو ته ارزښت نه لري خو زه دا کار د خپل وجدان د ارامتيا او د دوی د دې غير عادلانه پرېکړې څخه د نه ملاتړ په پار کوم.»

د کندوز پوهنتون استاد پوهنمل عمرکندوزي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:«که د اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ معنا له شک سره مخامخ شي، زما د وطن د نجونو حق ستا د مکتوب پر اساس واخیستل شي، عدالت تطبیق نه شي د کندوز پوهنتون د استادۍ له دندې استعفا کوم.»

د کابل پوهنتون استاد نوید عقیل هم استعفا اعلان کړې ده.

له بلې خوا راپورونه وايي چې د ننګرهار پوهنتون محصلان او استادان غواړي چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بندیز پر پرېکړه د اعتراض څرګندولو لپاره اعتصاب وکړي.

د وروستي خبر له مخې، د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي نارینه محصلانو د اعتراض په دود د ازموینې له ورکولو ډډه کړې ده.

دوی ویلي تر څو چې نجونو ته د زده کړو اجازه نه وي ورکړل شوې، ازموینه نه ورکوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال مارکوس پوتڅل له افغانانو غوښتي چې د طالبانو د دې پرېکړې په وړاندې راپورته شي. داسې ښکاري چې د طالبانو د پرېکړې په اعتراض کې به لږترلږه د ټولو پوهنتونونو محصلان او استادان غبرګون وښيي.

6 COMMENTS

  1. د ښځینه پوهنتون د بندیز د غندنی په هکله می خپل نظر لیکلئ دئ امّا د پورته لیکنی د عنوان د ګرامری څرنګوالی په باب عرض کړم چی:
    که څو کسان ( جمع) یوه عین کړنه ( فعل). تر سره کړی نو تفعیلی صیغه ئې باید ( جمع). نه بلکه مفرده وی.
    بناً
    « استعفاوی » ناسمی ښکاری، همدا استعفا د ټولو ( جمع) لپاره کفایت کوی ځکه:
    هر فرد فقط یوه استعفا کړېده نه ډیری.

  2. ښځیه داکترانې پولیسانې او نورې باید اعتصاب او کاربندیز اعلان کړي او نارینه ډاکتر باید ښځې و نه ګوري.

  3. غ. حضرته!
    هر چا ته او په هره خبره کي خوله اچول ښه کار ندی.
    تا په خپله لېکنه کي ټولي ( ی، ئ، ې، ۍ ) په ناسم یا غلطو ځایونو کي کارولي دي.
    یوه ګوته بل ته نیول څلور خپل ځان رانيسي.
    په درناوي.

    • ولا که شریکه، څه در ته ووایم،
      ۱- نور به د پښتو دا څلور کیلو ی ګانی و نه وکاروم او که څوک می د لیکنی په مفهوم نه پوهیږی نو دا زما ستونزه نه ده.
      ۲ – مګر زه سپی یا کوم بل څیرونکی حیوان یم چی خوله اچوم؟ لږ شرم در ته پکار دی. تا غوندی کسان زما د لیکنو د فهم توان نلری او هغه کسان چی د فهم توان ئې لری زما د دفاع حوصله او وخت نلری ( یا نور لاملونه ) البته زه هم نه د هیچا څخه د ملاتړ توقع لرم او نه اړتیا.
      ۳ – ښه ځیر سه چی زه څه وایم؛
      احمد او محمود ډیره ژړا یا خندا یا ځغستا وکړه.
      ډیره به نامناسبه وی که وویل سی ( احمد او محمود ژړاوی او خنداوی او ځغستاوی وکړې) .
      جالبه به دا وی چی د مفرد ( احمد ) په هکله کولای سو ووایو احمد ډیری ژړاوی او خنداوی او ځغستاوی وکړې ( یعنی په مختلفو وختونو او مختلفو ځایونو کی ).
      خو
      ” استعفاوی ” او ” خنداوی او ژړاوی او ځغستاوی ” دا توپیر سره لری چی استعفا فقط یو ځل تر سره کیږی او خندا او ژړا او ځغستا هره شېبه یا هره ورځ یا هره هفته کېدای سی.

  4. WOMENS ARE PART OF SOCIETY.THEY DO MORE POSITIVE ACTIVITY IN POLITIC/WORK IN FACTORY.
    WOMENS CAN BE DOCTOR TEACHER/ SCIENTIST/ECONOMIST.
    IN 21 CENTURY MANS DO MORE MISTAKE IN LIFE THE WOMENS,
    WOMEANS CAN GIVE MORE PROGRESS TO THE COUNTRY LIKE AFGHANISTAN.
    IF WE LOOKE MORE WOMANS ARE IN ARMY POLICE/PILOTES AND MORE.
    TALIBS ARE AGAINST PROGRESS OF AFGHANISTAN
    ALL MANS MUST STAND UP AGAINST TALIBS TO ALLOW ALL FEMALE TO EDUCATION.
    THANK YOU

  5. ګرانه امیدجانه
    زما ګران ورور غ ۰ حضرت صاحب عرض او نظر ورکړی ، هغه هم ډیر اخلاقی او اصلاحی انداز کی۰
    نو ځواب یی هم باید مدلل ، خوږ او اصلاحی وای، د تاند فضا باید درنه ، اموزنده او سازنده وساتو،
    د پوهنتونونو تړل اسانه او تخریبی عمل دی خو تعمیر او اصلاح یی د ریښتونی مومن افغان او دروند
    کار دی،نو صبر او زغم به له لاسه نه ورکوو ؛ فاصلحوا بین اخویکم۰۰۰۰۰
    زه لیکوال نه یم خو ملی درد او احساس می مجبوروی، کله څڅه ولیکم،مورنۍ ژبه می پښتو ده خو دری کی نسبتاََ ښه یم ۰
    د وروڼو د خوږو لیکنو، د دعوت په ژبه ،لتقرب الی الله په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب