پوهندوی آصف بهاند
«طالبانو ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د نجونو زدکړې وځنډولې»
د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پو هنتونونو دروازې تړل، د افغانستان او افغانانو لپاره یوه نه هېرېدونکې توره ورځ ده.
د دې غمجنو کرښو په پیل کې باید عرض وکړم چې د افغانستان د وروسته پاتېوالي یو اصلي لامل، زموږ په خلکو کې د تعلیم د کچې ټیټوالی دی، اوس نه یوازې د خلکو د تعلمي سطحې د لوړوالي لپاره کار نه کېږي، بلکې د وخت په تېرېدو سره یې نور هم د تعلیم مخه نیول کېـږي.
د پرون ورځې (۲۰/۱۲/۲۰۲۲) ترټولو خواشینونکی خبر دا و چې نویو واکدارانو په ټولو پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو د درولو امر کړی دی. په بي بی سي پښتو کې داسې راغلي دي:
«طالبانو ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې ‘د نجونو زدکړې وځنډولې’
له افغانستانه رپوټونه وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویلي، ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او د لوړو زدکړو موسسو کې د “نجونو تحصیل تر امري ثاني” پورې ځڼدېدلی.
یاد وزارت ته په منسوب یوه مکتوب کې چې د لوړو زدکړو وزارت د ویاند پر ټوېټر پاڼه خپور شوی، ویل شوي چې “د ۱۳۴۳ کال د ۲۸ مې ګڼې مصوبې پر اساس تاسې ټولو ته خبر درکول کېږي چې د اناثو تحصیل تر امر ثاني پورې معطل دی.”
په دغه مکتوب کې د دې پرېکړې د “ژر عملي کېدو” سپارښتنه شوې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت یوه چارواکي بي بي سي پښتو پاڼې ته ومنله چې دغه اکونټ د لوړو زدکړو د وزارت د ویاند ضیا هاشمي دی.
د دې مکتوب په پای کې د طالبانو لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم لاسلیک او په سر کې یې بیا د ۱۴۴۴ قمري کال د جمادي الاول میاشتې ۲۶ مه نېټه لیکل شوې ده.
د افغانستان په ختیځ کې د یوه دولتي پوهنتون استاد هم بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې دغه مکتوب پرون “دوشنبه” ناوخته دوی ته رسېدلی دی...»
همدې ته وايي په پوهنتونونو کې د نجونو جنازې
«ما سورگل ژاړه چې تورگل یې پرخره سپور راوړ» موږ له شپـږم نه تر دولسم پورې د نجونو د تړلو ښوونځیو لپاره مبارزه او هڅې کولې، واکدارانو د پوهنتون دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې. اوس په کومه ژبه، څه ډول او چا ته عرض کوې چې دا کار له هېڅ ډول قوانینو سره نه دی برابر.
سره له دې چې خلکو، میډیا کور دننه او بهر خپلې ژبې او قلمونه چلوي، عرضونه، نیوکې او رپوټونه پیل شوې دي؛ خو…
د تاند په یوه رپوټ کې د نجونو پر مخ د ټولو پوهنتونونو د دروازو د تړلو اړوند داسې راغلي دي:
«تاند (سې شنبه/ د قوس ۲۹مه) — د طالبانو حکومت په یوه تازه او بدوي اقدام کې د نامعلومې مودې په مخه د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو او لوړو زده کړو د موسساتو دروازې وتړلې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې چې تاند ته را رسېدلې، او د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد لاسلیک کړې، راغلي چې ټول امارتي (دولتي) او خصوصي پوهنتونونه او موسسات دې د نجونو د تحصیلاتو د تعطیل حکم په عاجل ډول عملي کړي او وزارت ته دې اطمینان ورکړي.
طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم ویلي وو چې نجونې یې له زده کړو څخه تر امر ثاني پورې منع کړي دي، خو له ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۰ پورې چې د نړۍ وال ائتلاف له خوا یې واکمني نسکوره شوله، طالبانو نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړله. د اناثو تحصېل معطل دې تر امر ثانې پورې
د طالبانو یو شمېر مخالفان وایي، چې دغه ډله په افغانستان کې د مدني او عصري پروګرامونو د مخنیوي حکم له پاکستاني استخباراتي ادارو څخه ترلاسه کوي او بیا یې عملي کوي او نور په دې نظر دي چې پخپله د طالبانو په ډله کې یو شمېر ملایان منجمد فکر لري او غواړي چې افغانستان د هغوی په لنډ فکر سره نه یوازې د مېږي په مزله مخکې لاړ شي بلکې په ناخبرۍ کې هېواد شاته بیایي.
د تاریخي اسنادو له مخې، د نړۍ لومړنی پوهنتون په ۸۵۹ میلادي کال کې یعنې له اوس نه ۱۱۶۳ کاله پخوا مسلمانانو په مراکش کې جوړ کړ چې د اسلام طلایي دوره کې یې ګڼ شمېر کدرونه او پوهان وروزل.
له هغه وروسته، تر ننه پورې د نړۍ په لسګونو اسلامي هېوادونو کې هېڅ هېواد هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې حتی د یوې ورځې لپاره هم نه دي بندې کړي.
په افغانستان کې کابل پوهنتون لومړنی پوهنتون و چې په ۱۹۳۲ کې یعنې له اوس نه ۹۰ کاله مخکې د اعلیحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر وخت چې افغانستان له سقوي ورانکارۍ څخه وروسته د بیارغونې په لور حرکت پیل کړ، جوړ شو او تر اوسه یې په لسګونو زره نارینه او ښځینه کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي، خو دا لا معلومه نه ده چې دا او د افغانستان نور پوهنتونونه به تر کله د نجونو پر مخ تړلی پاتې شي.»
د طالبانو له بیا ځلي راتگ سره د چیز فهمه خلکو وړاندوینه دا وه چې د نجونو د زدکړو په برخه کې به نوي واکداران نه یوازې دا چې نرمش غوره نه کړي، بلکې ورځ تربلې به د ښځینوو، په تېره د ښوونځیو زدکونوکو او د پوهنتونونو د ښځینه زدکونکو مخه ډب شي. همداسې هم وشول او دا پروسه نوره هم پرمخ بېول کېـږي.
پر پوهنتون او او لوړو زدکړو باندې د نویو واکدارانو تمسخر هلته پیل شو چې یو عادي د علمي صلاحیت نه لرونکی انسان یې د یو باتجربه او لوړو زکړو خاند پوهاند پرځای، د پوهنتون ریٔس وټاکه او پوهاند ډوکتور بابري یې د د هغه سلامي ته ودراوه:
دا یې د تقرر خبر او ورسره عکس العملونه دي:
«ښاغلی غیرت دوه ورځې وړاندې د کابل پوهنتون سرپرست رئیس وټاکل شو
د کابل پوهنتون نوي سرپرست رئیس محمد اشرف غیرت بي بي سي ته وویل، دی اوسمهال پر خواله رسنیو هېڅ کومه پاڼه نه لري او ده ته منسوب ټویټونه او څرګندونې ټول جعلي دي.
نوموړی وایي، د ده پخوانۍ فېسبوک پاڼه تړل شوې او یوازې تېرو څو ورځو کې یې په نامه لږ تر لږ لس جعلي پانې جوړې شوې دي.
ښاغلي غیرت همدا راز وویل، هغه ټویټ هم ده پورې اړه نه لري چې پکې د خبریالانو د وژنې سپارښتنه شوې ده.
ښاغليغیرت بي بي سي ته وویل: “پخوا زه یو غیر رسمي کس او مبارز وم. د خپلې ایدیولوژۍ او نظام لپاره مې مبارزه کوله. ډېرو رسنیو پخوا طالب ته د ترهګر خطاب کاوه. خو اوس یې نظام بولي. هغه وخت ځینو ژورنالېستانو او خلکو په طالب پسې تبلیغات کول. خو په مقابل کې یې د طالب د مبارزې دستګاه هم تبلیغات کول. شرایطو تغیر کړی. نن زموږ دنده، مسؤلیتونه او کاري ساحه متفاوته شوې ده. تېر هېر شوي دي”.
محمد اشرف غیرت همدا راز وایي، دا د ده صلاحیت نه دی چې نصاب کې بدلون راولي، بلکې دا کار نظام او د ټولنې عیني شرایطو ته په کتلو سره ترسره کېږي.
نوموړی وایي، په دې اړه یې کوم ټویټ نه دی کړی او نه یې هم کومې رسنۍ ته څه ویلي دي…»
د پوهنتون د ریاست او لوړو زدکړو وزارت د نورو علمي بستونو له پاره د غیر مسلکې خلکو ټاکلو په عکس العمل کې د پوهنتون د استادانو اتحادیې هماغه وخت دا اعلامیه خپره کړه:
«بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان پوهنتونونو د استادانو سرتاسري اتحادیې اعلاميه!
إِنَّ اللّهَ یَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا…(النساء ۵۸آیت)
د عدل او انصاف خالق، لوی خدای (ج) په سپېڅلي نامه
او د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله و سلم روح ته په درود ويلو سره.
څرنګه چي ټولو ته څرګنده ده، چي په ټوله نړۍ کي هم په اسلامي هیوادونو او هم په غیر اسلامي هیوادونه کي په لوړه کچه د وزارتونو په پوستونو کي د حکومتولۍ او مدیریت لپاره د حاکم قدرت او نظام د پالیسيو سره سم معمولاً سياسي افراد او اشخاص ګمارل کيږي؛
خو په اکاډميکو بستونو، پوهنتونونو او لوړو زدهکړو مؤسسو (رياستونه او معاونيتونه چي اکاډميک بستونه دي) کي په کار پوه، متخصص، تجربه لرونکي او مسلکي کسان چي لوړي زدهکړي او علمي رتبې لري، د هیوادونو د لوړو زدهکړو ملکي قانون سره سم، په انتخابي یا انتصابي ډول مقرريږي، ترڅو په پوهنتونونو کي تحصيلي بهير په علمي او اکاډمیک ډول او د وخت له غوښتنو سره سم وده او پرمختګ وکړي، خو له بده مرغه چي زموږ په هيواد کې دا چاره سرچپه روانه ده.
نو د ا- ا – ا له چارواکو څخه غوښته کيږي چي د چارو ښهوالي په موخه او د پوهنتونونو حقوقي حیثیت په پام کي نيولو سره، چي د علم – پوهي، څېړني او هيواد بچيانو د سالمي روزني ځای دئ، له هر ډول سیاست، لوبو او سياسي رژیمونو تړاو څخه پاک او لري دئ، په علمي-اکاډميکو بستونو کي په علمي معيارونو برابر او مناسب کسان تعيين او توظیف سي.
په پای کي د افغانستان د ټولو پوهنتونونو ښاغلو استادانو ته خبر ورکول کيږي چي که د ا- ا- ا د يوې اوونۍ په ترڅ کي د (لوړو زدهکړو او مرکز او ولايتونو پوهنتونونو) برخه کي پر خپلو تصميمونو او کړنو له سره غَوَر ونهکړي؛ نو د افغانستان پوهنتونونو د استادانو سرتاسري اتحاديې راتلونکي تصمیم ته دي په تمه وي.
و من الله التوفیق!
د افغانستان پوهنتونونو د استادانو سرتاسري اتحاديه»
د استادانو د دې اعلامیې پر موادو او غوښتنو او نورو نیوکو باندې چارواکو غوږ هم ونه گراووه.
دا هم د نویو واکدارانو د لوړو زدکړو د لومړني سرپرست وزیر په نامه د یو افغان ځوان لیک، چې د دوه زره یوویشتم کال د اکتوبر پر شپـږمه (۰۶/۱۰/۲۰۲۱) باندې په ټولنیزه میډیا کې خپور شوی دی:
«د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ته د کامران احمدزي لیک:
وزیر صیب سلامونه!
پوهېږم غږ به مې در ونه رسیږي؛ ځکه ته د یو داسې ملت په پوهونه بوخت یې، چې ستا پر منطق یې تېر شل کاله په جهالت کې تېر کړي؛ خو بیا هم هغه د الفت صیب خبره:
“یو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پریږدي”
ضمیر مې مجبور کړی یم، چې ځینې خبرې درته له هر ډول ویرې پرته وکړم.
منم په تېر نظام کې داسې سیمې وې، چې مکاتب یې شاړ/نیمه شاړ/ او یا هم د جګړو سنګرونه ول؛ خو پر همدې سیمو ستاسې واکمني وه.
منم، چې تېر کې ځینې زده کوونکي و، چې مکتبونه یې درست ونشوی ویلای؛ خو دا هغه خلک و، چې پلرونه او د کورنۍ سرپرستان یې، یا له تاسې سره په جګړه کې ووژل شو او یا ستاسې په لیکو کې؛ نو د بې سرپرسته کورنۍ سرپرستۍ ورته په داسې عمر ورپاتې شوه، چې ان خدای پاک هم پرې حق نه درلود!
زه به ستاسې پر منطق درسره خبره وکړم. سمه ده، چې تاسې په شل کلونو کې ۴۲ هېوادونو ته ماتې ورکړه؛ خو ښایي ۱۱ کلن هلمندی صبغت الله دې هېر وي، چې په ریاضیاتو کې یې ۴۰ هیوادونو ته ماتې ورکړه.
ممکن د هراتۍ نجونو روباټونه دې هېر وي او همداسې په سلګونه بېلګې شته، چې د روښانه افغانستان استازولي یې کوله، چې دا هر څه تېر نظام کې د تعلیم لاسته راوړنې وې.
زمونږ د لوړو زدکړو وزارت هر کال بهر هېوادونو ته سلګونه محصلین لېږل او هر کال به په یو نه، یو هېواد کې افغان بچي ویاړ ګټلی و؛ هر کال به زمونږ جوپې جوپې افغانان له بهره ډکې منګولې مور وطن ته را ستنېدل.
ښايي تېر کلونه به تاته په هېواد کې د کفر اوج ښکاره کېده؛ خو دلته زرګونه جوماتونه جوړ شول، مدرسې جوړې شوې، د قرانکریم لوی لوی تفسیرونه ولیکل شول؛ له دې ور هاخوا، د مکتب په دوران کې مو د اسلام ټول لومړني مسائل ولوستل، د پوهنتون په دوره کې مو د اسلام، کورنی، اقتصادي، سیاسي او اخلاقي نظامونه؛ قران پوهنه، نبوي سیرت…. ولوستل او بلاخره د عصري علومو ترڅنګ مو ښې ډېرې دینې زدکړې وکړې، چې همدا اوس هم اکثره ملایانو ته په دیني مسائلو کې د مناظرې چیلنج ورکوم.
زه درنه ګیله نه کوم؛ پر افغانستان د تالېبانو بیا ځل واکمني ډېره ناڅاپي او د توقع خلاف وه؛ شاید ته به هم همدومره ناڅاپي د خپلې تمې خلاف وزیر شوی یې؛ خو یوه هیله درنه ضرور لرم.
لاړ شه او زمونږ د پوهنې او لوړو زدکړو نصاب وګوره!
که مې منې؛ نو راځه له پېغورونو څه نه جوړیږي، معاصره نړۍ هغه څه غواړي، چې په تېر کې روان ول.
پخواني کادرونه د سلګۍ باران په څېر وستایه، له فکرونو یې ګټه واخله، وجودونه یې مه محوه کوه، مه پرېږده چې افغان ماسټر دې یو ځل بیا د پاکستانیو پر ډیران پراته کاغذونه د خرڅ لپاره راټول کړي، ترکیه کې دې مېږې وڅروي، ایران کې دې د غواګانو فارمونه صفا کړي….
د خلکو زدکړو ته احترام وکړه، یو لوی مسؤلیت در سپارل شوی، د نړۍ درته پام دی، راشه له خپل دریځ واوړه، افغان محصل په غېږ کې کلک کړه، پوهنتون ته یې د تګ لپاره یو وار بیا وجوداً او ذهناً اماده کړه، افغان دوکتور ته قلم ورکړه، د تختې مخ ته یې ودروه او د یو اباد افغانستان پر لور ګړندي ګامونه واخله، تر څو؛
چې دا کاڼي لالونه شي او دا بوټي لونګ شي!
ګني بیا به؛
یو باتور ملت غرقیږي
یو مظبوط وطن نړیږي
وما علینا الالبلاغ»
دې او دې ورته د نورو غږونو جگول نه یوازې گټه ونګړه، بلکې نویو واکدارانو خپلو نویو غیرعلمي پالیسیو ته نور هم دوام ورکړ.
د لوړو زدکړو په برخه کې که د نویو واکدارانو کړنې په تفصیل سره یادې کړو، خبره به د یوې مقالې له چوکاټه ووزي، دلته به یوازې د ځینو هغو کړنو سرلیکونونه راواخلم چې د لوړوزدکړو په برخه کې د دوی د جفاگانو ښکاره بېلگې بلل کېدای شي:
«د لوړو زده کړو وزير تازه پلان، د ط ملایانو ته علمي رتبې ورکوي.»
تاند:
«د کابل پوهنتون رييس: ښځینه استادانې دې پوهنتون ته نه راځي.»
ازادي رادیو:
«طالبان: دولتي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له کبله تړلي پاته دي.«
بي بي سي پښتو:
«د بي بي سي موندنې: د افغانستان له ۳ پوهنتونونو کابو ۲۲۹ استادان له هېواده وتلي.»
«مولانا حقاني د کابل پوهنتون استادانو ته له سپکاوي ډکه وينا کړې ده.»
بي بي سي پښتو:
«طالبانو ښځينه زدکوونکې په بېلا بېلو برخو کې له ماسټرۍ کولو منع کړې دي.»
بي بي سي پښتو:
«د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په طالبانو کې “چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي وي، هغه ډېر ممتاز دی”»
د نجونو پرمخ د لوړو زدکړو د مؤسسو دروازو تړل د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو پر خلاف داسې عمل دی چې هېڅ توجه نه شي لرلای او د دې عمل ترسره کونکو پر ډېرو اصولو پښه واړوله.
د طالبانو د دې عمل په مقابل کې ډېر خلکو په بېلابېلو ډولونو غبرگونونه وښودل، دلته به د څو تنو فرهنگیانو عکس العملونه او پیامونه راواخلم:
محبوب شاه محبوب:
«د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه سعودي، ترکیه، ایران، قطر، مالیزیا… او حتا د ت|لبانو معنوي پلار پاکستان هم پر جونو د تعلیم دروازې نه تړي مګر زموږ والو بیا نوی اسلام کشف کړی پر جونو یې د ښوونځیو او اوس د پوهنتون دروازې هم وتړلې.
د وطن پر لوڼو د رڼا د دروازو تړل نه افغانیت دی او نه هم اسلامیت!؟
په ما صرفه دې د هر ظلم هغه ګران نه کوي
خو چې سبا په ټیټو سترګو بیا ارمان نه کوي»
مطیع الله ویسا:
«د نجونو ښوونځي ، پوهنتونه بندول يوازي همدي نتيجي ته رسوي چې د پرديو محتاج ، خپل ولس خفه کول، دخپل ولس نه د زده کړو اسلامي ، انساني حق اخيستل ، خپل ولس په تارکيوکې ساتل ، نور هيڅ نتیجه نلری او راتلونکي به دداسي پریکړو جبران بیا نسو ورکولی .
لطفا ښوونځي او پوهنتونونه مه بندوئ»
عصمت قانع: :
«شير مست حوالدار دملا ميرزا اخند دزيارت منجاور وو
په خرپ چرسي ، بنګي نيشه يى او ډانګه يى وو
نه يې لمونځ کاوه نه يې روژه نيوله نه يې کليمه ويله او نه ددين په ټکي خبر وو خو اته ګزه دسپين ململ لنګوټه به يې تړله
دهرې جمعي په شپه به يېً په زيارت کې دبنګ اب ميله کوله
يوه ورځ يې بې توله نشه کړي وه
جومات ته راغى او دمحراب خواته ودريد ويل مخلوقه خبره مې واورئ
لمونځ مه کوئ روژه مه نيسئ
ذکات مکات هم مه ورکوئ کليمه مې هم دربښلي ده ما ماښام پيران پير په خوب وليد ويل يې بنګاوه وخورئ چې ټول ګناهونه مو ومينځي
وطنوالو
افغانستان دڅلور و پنځو منجاورانو په لاس ورغلى دى
ددين په نامه يې دنيشي په حالت کې دبيدينۍ څاه ته ور غورځوي
درڼا پرځاى يې دتاريکي قهقرا ته ورلړه کوي
ملت مړ دى او وطن هديره ده منجاورانو پر ټولو ديني اوامرو بنديز لګولى دى
وخ وخ
هم يهودو ته هم نصاراوو ته هم هندوانو ته او هم بت پرستانو ته ټيټې سترګي ګورو
خدايه توبه مو قبوله کړي»
عبدالوهاب باور:
«د جـنـازې اعـلان دې وشـو د مـلا نــه یاره!
تـا دې خدای و بښي شـهـیـد افغانستانه یاره!
اقـراء کـافـره شـوه او ډزه مسلمانـه یـاره!
د زنده ګۍ نـه یې ساه و ویسته ایمانه یاره!
تـه بـه نـو کله اسرافیله دا شپېلـۍ پو کوې؟
ته به نو کله پر موږ ګړز وهې اسمانه یاره!
د یلدا ـپه ده ښه اوږده ښه کلک تصمیم و نیسه
نور دلتـه شپـې سـبا کـېدای نشـي افغـانـه یاره!
بـاوره! ټـول دې پېشَکي فـاتحـه واخـلـي خـپـلـه
ښـار د ژونـدیـو شو بـتـر لـه قـبـرسـتـانـه یـاره!»
د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو د دروازو د تړلو عمل داسې مثال لري چې د دې عمل ترسره کونکو بیلچې اخیستې دي او د ځان د بربادۍ لپاره کندې شکوي.
زه باوري یم چې د افغانستان خلک، ځوانان؛ په تېره نجونې ـ پېغلې او ټول ښځینه به له ټولو ستونزو سره ـ سره بریالۍ کېـږي او ځانونه به تر رڼا او انساني ژوند پورې رسوي.