Homeخبرونهافغان کرکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ پراختیا تړون لاسلیک کړ

افغان کرکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ پراختیا تړون لاسلیک کړ

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ازبکستان له کرکټ فدراسیون سره یې د دغه هېواد په پلازمېنه تاشکند کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ د همکاریو د پراختیا او هلته د دغې لوبې د ودې په موخه هوکړه لاسلیک کړه.

د اعلامیې له مخې، د افغانستان کرکټ بورډ به د ازبکستان له کرکټ فدراسیون سره د کرکټ تخنیکي برخو کې د روزنې ترڅنګ د افغان ابدالیانو، له نولس کلنو کم عمره او د کورني کرکټ مخکښې لوبډلې به په ازبکستان کې د دغه هېواد له لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبې هم کوي.

دغه راز به افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا د روزونکو په روزنیزو پروګرامونو کې د ګډون لپاره له ازبک روزونکو سره مرسته وکړي او هم به ازبک لوبغاړو ته په کابل کې د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز کې د تمریناتو او روزنې فرصتونه برابر کړي.

خبرپانه وایي چې، دغه چاره به د ازبکستان کرکټ فدراسیون ته د کرکټ د ودې او پراختیا لپاره اړینې او عملي لوبیزې موقع برابرې کړي.

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا د د ازبکستان په څېر د کرکټ د نویو مخ پر وده هېوادونو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا څرګندوي او چمتو دی له نورو هغو هېوادونو سره هم خپلې همکارۍ او تجربې شریکې کړي چې د دغې لوبې د ودې غوښتونکي دي.

دغه راز افغانستان کرکټ بورډ د خپلو تجربو، غوره مدیریت او هغو بریالیو لارو چارو شریکولو ته چمتووالی ښيي چې په نړیوال کرکټ کې یې د افغانستان په چټک پرمختګ کې ونډه اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...