تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) د طالبانو د حکومت یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی.
یو شمېر سرچینې خبر ورکوي چې، د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته سفر کړی دی.
سرچینو رسنیو ته ویلي،چې په یاد پلاوي کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د طالبانو لوړپوړی غړی انس حقاني شامل دي.
د پلاوي د تګ موخه له پاکستاني پلاوي سره د کابل او اسلام اباد د ستونزو د حل له پاره د یوه چوکاټ رامنځ ته کول یاد شوي دي.
له دې سره هم مهاله د پاکستان یو پلاوی هم یاد هیواد ته رسېدلی او ویل کېږي چې، د دواړو خواوو ترمنځ خبري هم پیل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې پړاوه خبرې ترسره شوې چې، د کړکیچ له زیاتوالي پرته پکې د ستونزو د حل کومه مثبته پایله ترلاسه نشوه.
اوس وبه لیدل شي چې دواړه لوري د خبرو بیا پیل سره کومې پایلې ته رسېږي که نه، خو سیاسي شنونکي وایي چې، د پاکستان په دریځ کې بشپړ بدلون ښکاري او د دوی په باور ښایي پاکستان د خپل ځان په خاطر هم له فشارونو د وتلو په پار په دې خبرو کې سولې ته غاړه کېږدي.