Homeخبرونهکابل کې د لاسي صنعت او ملي فرهنګ نړیوال نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د لاسي صنعت او ملي فرهنګ نړیوال نندارتون پرانیستل شو

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) ‏د دولتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د لاسي صنایعو د پراختیا دولتي شرکت په همکارۍ کابل کې د صنعت او ملي فرهنګ نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

مسوولان وایي دغه درې ورځنی نندارتون د کابل «اسمایي واټ ته څېرمه ماشین خانه» سیمه کې پرانېستل شوی دی.

یاد نندراتون لاسي صنایعو ته د بازار موندنې او کورنیو تولیداتو څخه استفادې ته د خلکو هڅولو په موخه پرانیستل شوی.

یاد شرکت له ټولو ملي سوداګرو، تولیدوونکو او خصوصي پانګه والو هیله کړې چې، د کورنیو لاسي صنایعو محصولاتو د لا ډېر پلور، هڅونې او ترویج په موخه د لاسي صنایعو پراختیا دولتي شرکت ۱۲مې غرفې څخه لیدنه وکړي او د دې لرغوني صنعت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

کابل تر دې وړاندې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون کوربه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...