جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونه‏سعودي کې پولیسو ۱۳ پاکستانيان د پسونو د غلا په تور نیولي

‏سعودي کې پولیسو ۱۳ پاکستانيان د پسونو د غلا په تور نیولي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) په سعودي عربستان کې پولیسو ۱۳ پاکستانيان د پسونو د غلا په تور نیولي دي.

د سعودي د رسنیو په وینا، دې پاکستانيانانو د دغه هېواد په طایف کې پسونه غلا کول او د پسونو د غلا په څو پیښو کې ښکیل دي.

رسنۍ وایي پولیسو تر اړینو قانوني اقداماتو وروسته دغه شکمن کسان څارنوالۍ ته سپارلي دي.

سرچینې وایي چې نیول شوي پاکستانیان د سعودي د نورو ښارونو سربېره په سپېڅلو ځایونو لکه مکه او مدینه کې هم د غلا دوسیې لري.

سعودي تېرو کلونو کې بیا بیا د عمرې حج پر مهال دغه هېواد ته د پاکستانیو وګړو پر تګ بندیز لګولی دی.

له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې هغه ویډیو هم لاس په لاس کېږي چې پکې پاکستانی کارګر د سعودي عربستان په مکه ښار کې د ساختماني موادو د غلا په تور نیول شوی دی.

پر دغه پاکستاني تور دی چې د یوې ودانۍ له کار ځایه یې د برېښنا د لوړ ولتاژ لېږد تارونه غلا کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب