Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: له هرات ولایته نېږدې۲۰ میلیونه کیلوګرامه وچه میوه نړیوالو بازارونو ته...

مسوولان: له هرات ولایته نېږدې۲۰ میلیونه کیلوګرامه وچه میوه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې

تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) ‏د هرات ولایت د رسنیو دفتر وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له دې ولایت څخه ۱۹ میلیونه او ۹۷۱ کیلوګرامه وچه مېوه نړیوالو بازارونو ته صادره شوې ده.

د سرچينې په وينا، د دغو صادراتو مالي ارزښت شاوخوا ۵۷ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

دا اندازه د تېرو درېيو کلونو د همدې مودې په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هرات وچې مېوې اترېش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، المان، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرې شوې دي.

طالب مسوولان وايي، د پروسس کارخونو فعالېدو، د صادراتو د لارې اسانتیاوو او نړیوالو بازارونو ته د افغان محصولاتو په لاسرسي کې د ښه والي له امله د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

اقتصاد پوهان هم دا خبرونه هیله بښونکي یادوي او پر طالبانو غږ کوي چې، د صادراتو کچه لا لوړه او وارداتو کچه راکمه کړي.

دوی وایي د صادراتو په زیاتوالي سره کاري فرصتونه لا پسې غوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...