Homeخبرونهخیبر: فاریاب کې د امربالمعروف پر ریاست د برید هڅه ناکامه کړای...

خیبر: فاریاب کې د امربالمعروف پر ریاست د برید هڅه ناکامه کړای شوه

‏تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر وايي، چې پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د احتمالي بريد هڅه ناکامه کړای شوه.

د خيبر په وينا، یوه کس هڅه کوله چې د دغه وزارت پر ریاست برید وکړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري مخکې تر دې چې دغه کس خپلې موخې ته ورسېږي، نيول شوی دی.

خیبر وایي د دوی امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم پر مرکز کابل سربېره يو شمېر ولايتونو کې د ورته احتمالي بريدونو مخې نيولې دي.

د دې برید د انګیزې په اړه لا څه نه دي ویل شوي او لا معلومه هم نه ده چې، بریدګر څوک او ولې یې دا کار کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...