Homeخبرونهپه خوست کې پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

په خوست کې پر یوه قاتل د قصاص حکم پلی کېږي

تاند (دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) ‏د خوست ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې، سبا (سې‌شنبه) د خوست قضايي ارګانونه د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د یوې پېښې پر یو تن قاتل د قصاص حکم پلی کوي.

په خبرپاڼه کې له اداري مسوولینو، علماو او عامو خلکو غوښتنه شوې چې د سهار لس بجې د دغه حکم د پلي کېدو په صحنه کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې د قصاص د حکم پلي کېدو ساحې ته د کمرې لرونکو ټلیفونونو او وسلو ور وړلو اجازه نشته.

د مالوماتو له مخې پر دغه قاتل ځکه د قصاص حکم عملي کېږي چې، د طالب سرچینو په وینا څه موده وړاندې یې په یاده سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه په قتل رسولي وو.

1 COMMENT

  1. ښکلی او په ځای شرعي انساني کار یې کړی. دغسي وحشیان نور د زوند حق نه لري په دې دنیا کې.❤️👍

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...