جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ټي‌ټي‌پي وايي، فعالیتونه یې یوازې له پاکستانه او په پاکستان پورې...

د ټي‌ټي‌پي وايي، فعالیتونه یې یوازې له پاکستانه او په پاکستان پورې محدود دي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۰ مه) د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دې ډلې فعالیتونه یوازې د پاکستان تر خاورې پورې محدود دي او له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد هېڅ عملیات یا فعالیت نه ترسره کېږي.

عمر خراسانی، چې د تحریک طالبان پاکستان اړوند د «جماعت الاحرار» (JuA) مشر بلل کېږي، په هغه بیان کې چې د ډلې د تبلیغاتي رسنیو له لارې خپور شوی، څرګنده کړې چې د دوی جنګیالي د پاکستان له داخل څخه فعالیت کوي او «د پاکستان له دښمن هېوادونو په ځانګړي ډول له هند څخه هېڅ ډول ملاتړ نه ترلاسه کوي.»

پاکستان په وروستیو کې بیا بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او هند د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ پر ضد د نورو جنګېدونکو ډلو ملاتړ کوي.

خراساني زیاته کړې چې تحریک طالبان پاکستان هېڅ بهرنۍ اجنډا نه لري او هدفونه یې یوازې په پاکستان کې د سل په سله شریعت د پلي کولو هڅې دي.

عمر خراسانی د خپلې اعلامیې په یوه بله برخه کې افغان طالبان او د افغانستان خلک مخاطب کړي او  د افغانستان د طالبانو «اسلامي نظام» ستاینه یې کړې ده.

دغه څرګندونې د «مفتی نور ولي محسود» له پرونۍ اعلامیې وروسته خپرېږي. محسود هم ویلي و چې د تحریک طالبان پاکستان اجنډا یوازې د پاکستان په خاورې پورې محدوده ده او شریعت به هر هغه سیمه کې پلي کوي چې د دوی تر کنټرول لاندې وي.

د پاکستاني طالبانو تحریک مشران هڅه کوي چې د دغو بیا بیا خپرېدونکو بیانونو له لارې د خپلې ډلې دریځ روښانه کړي.

د افغانستان د طالبانو حکومت په ځلونو د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي او د پاکستان د نورو وسله والو مخالفو ډلو د کار اخیستو ادعاوې رد کړي او پاکستان ته یې ویلي چې خپلې کورنۍ مسلې په خپله خاوره کې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب