تاند ( دوشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۰مه) پاکستاني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، د اسلاماباد د یوې قضایي ادارې له لوري تر دې وروسته په دې هېواد کې د څلورو یا تر څلورو د زیاتو کسانو راټولېدو باندې بندیز ولګېده.
رسنیو ویلي چې، دا بندیز به د دوو میاشتو لپاره د ۱۴۴ مادې له مخې پلی کېږي.
د دغې مادې له مخې څلور او یا تر څلورو د زیاتو کسانو په یوه ځای راټولېده منع دي.
راپورونو ویلي چې، ځینې ډلې په ناقانونه ډول راټولیږي چې له همدې امله یې دغه قانون وضع کړی دی.
دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې، پاکستانی حکومت د نا امنیو له امله تر سخت فشار لاندې دی او د سیاسي شنونکو په باور د خلاصون لار ترې ورکه ده.
سیاسي شنونکي وایي، که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپله ناسمه پالیسي بدله نکړي نو د دوی په باور، لرې نه ده چې، تر دې به سخت اقتصادي او امنیتي بد حالت سره مخ شي.
اوسمهال هره ورځ د پاکستان له بیلابیلو سیمو د بمي چاودنو او وسله والو بریدونو راپورونه خپرېږي، چې د ولس ترڅنګ یې حکومت هم حیران دی.