پنجشنبه, جنوري 15, 2026
Homeخبرونهپه ایران کې د سرو زرو ستره زېرمه کشف شوه

په ایران کې د سرو زرو ستره زېرمه کشف شوه

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۱ مه) ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د هېواد په یوه لوی کان کې یې د سرو زرو یوه ستره زېرمه کشف کړې ده.

دا نوې د سرو زرو رګ په جنوبي خراسان ولایت کې د شادان په شخصي کانکې موندل شوې ده.

 د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کان د ایران د سرو زرو له مهمو معدنونو څخه شمېرل کېږي.

فارس خبري اژانس همداراز ویلي چې دا نوې زېرمه په رسمي ډول د صنعت، کان او سوداګرۍ وزارت له‌خوا تأیید شوې ده.

د راپور له مخې، دغه رګ د سرو زرو شاوخوا ۷.۹۵ میلیون ټنه ډبرې او ۵۳.۱ میلیون ټنه د سرو زرو سلفایدي ډبرې لري.

اوکسایډي ډبره عموماً په اسانه او د لږ لګښت په بدل کې استخراجېږي.

ایران تر اوسه د سرو زرو د زېرمو رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې، خو ټینګار کوي چې په وروستیو کلونو کې یې د سرو زرو پېر ډېر زیات کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لوګر کې د لرغونو اثارو ۲۷ ساحې کشف شوې

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې...