جدایي:
بېلتون:
احمدشاه بابا وایي:
په شــــــــــــــــــــمال د جدایي ئې راضي نه سم
په دې خوښ یم که وصال وي په اورو کښي
(۱۵۲مخ)
په (ل) او (م) کي “په شمال د بېلتانه به راضي نه سم” دئ.
ëëë
چاه:
کوهی:
چي په چاه دي د زنخ آب حیات دئ
عــــاشقانو زندگي په زنخدان ستا
(۲۷مخ)
په (ل) چاپ کي ئې لومړۍ مصرع “چي په کوهي دي د زنخ آب حیات دی” کړی دئ او (م) هم همداسي اخیستی دئ. په نورو ټولو نسخو کي د (کوهي) پر ځای (چاه) راغلی دئ او دا تصرف د ژبي د سوچه کېدلو تر افسون لاندي سوی دئ.
د همدې غزل د پای له خوا د اول بیت لومړی نیم بیتی ئې سر تر نوکه ټول اړولی دئ. لوی احمدشاه بابا ویلي دي:
د عشق طوق ئې پر گردن درته ولاړ دئ
همېشه د هــــــو نارې کړي قمریان ستا
په (ل) کي لولو:
“غړوندی د عشق په غاړه تل ولاړ دی”
(م) هم دغه ژباړل سوې مصرع کټ مټ اخیستې ده. باید وویل سي چي د پښتو په ځینو لهجو کي (غړوندی) د څارویو له پاره کارېږي (د رفیع صاحب له خولې – اکتوبر۲۰۱۰ع).
ëëë
خدنگ:
غشی:
احمدشاه بابا وایي:
په تېره خدنگ دا ولي
د عاشق کـــومه سزا ده
(۸۸مخ)
په (ل) کي (خدنگ) په (غشي) سره الیش سوی دئ او (م) هم اخیستی دئ.
ëëë
خزان:
منی:
احمدشاه بابا ویلي دي:
د گلزار به هـــــــــــــــــوس وکه
چي تمام د خزان شپې سوې
(۱۵۴مخ)
په (ل) او (م) کي “چي تمام د مني شپې سوې” دئ.
ëëë
دامه:
لومه:
احمدشاه بابا ویلي دي:
دی له دامه نه خلاصیږي
که ځان سل ګړی تالاکه
(۱۰۶مخ)
په (ل) او (م) کي “له دې لومي نه خلاصیږي” ثبت دئ. په پېښور چاپ کي ئې د دوهمي مصرع “سل گړی” په “سل ځلي” اوښتی دئ.
ëëë
درد:
ویر:
احمدشاه بابا ویلي دي:
بیا هاله به ته د غم له درده خلاص سې
چي د زړه ترکه هــــــــــــــوا کړې زما دله
(۱۱۹مخ)
په (ل) او (م) کي له اول نیم بیتي څخه “بیا هاله به ته د غم له ویره خلاص سې” جوړ سوی دئ. (ویر) خو هم (غم) ته وایي او دلته د غم تکرار شعر عیبجن کړی دئ. (د غم درد) دلته مناسب ترکیب دئ چي د ناسخ په قلم مسخه سوی دئ.
ëëë
دُرونه:
مرغلري:
احمدشاه بابا وایي:
سپین ئې غاښ لکه درونه
بې بـــــــــــــــــها قیمت لرینه
(۱۳۶مخ)
په (ل) او (م) کي “سپین ئې غاښ دي مرغلري” دئ.
ëëë
دل آزاره:
زړه آزاره:
احمدشاه بابا وایي:
دل آزاره شــــــــــوخ وشنگه
تل په وروځو جنگ کوینه
(۱۳۶مخ)
په (ل) او (م) کي ” زړه ازاره شوخ و شنگه” دئ.
ëëë
دلخراب:
زړه خراب
یار خلوت کښي وو له ما سره جوړ سوی
زړه مي رېږدي له رقـــــــــــــیبه دلخراب
(۳۲مخ)
په (ل) کي دوهمه مصرع “زړه مي رېږدي له رقیبه زړه خراب” او (م) هم همدا شان نقل کړی دئ. د لاسوهونکي په دغه مصرع کي د “زړه” ویي د تکرار عیب ته هیڅ پام سوی نه دئ.
بل ځای:
راسه نن سینه کباب یم
ومي گوره دل خراب یم
(۶۲مخ)
په (ل) او (م) کي دوهم نیم بیتی “ومي گوره زړه خراب یم” سوی دئ.
ëëë
دلفریبه :
زړه فریبه
احمدشاه بابا وایي:
دا خوشبویه عطرناکه
دلفریبه دلـــــــــــــربا ده
(۸۸مخ)
په (ل) او (م) دوهم نیم بیتی “زړه فریبه دلربا ده” ثبت دئ.
ëëë
دل آرامه:
زړه آرامه
احمدشاه بابا ویلي دي:
آهوچشمه گل اندامه
دل آرامــــــه مه پیکره
(۹۶مخ)
د دوهمي مصرع (دل آرامه) په (ل) او (ک) دواړو کي “زړه آرامه” سوی دئ.
ëëë
دیدن:
لیده
احمدشاه بابا ویلي دي:
د اشنای دیدن باران دئ
لکه زمکه پـــــــــه اوبېږه
(۱۰۰مخ)
په (ل) او (م) کي اول نیم بیتی داسي دئ: “د اشنای لیده باران دی”. باید وویل سي چي دلته “زمکه” هم د لهجوي دلچسپیو تر اغېزې لاندي د شاعر د خپل وینگ پر خلاف، چي “مځکه” ده، اړول سوې ده.
بل ځای:
که دي ښاد په دیدن نه کړم
دی بــــــه ومري ستا له غمه
(۱۲۲مخ)
په (ل) او (م) کي “که دي ښاد په لیدو نه کړ” دئ.
د همدې غزل په څلرم بیت کي وایي:
زړه چي ستا په دیدن ښاد وي
هــــــــــــغه زړه تل وي بې غمه
په (ل) او (م) کي دلته هم (دیدن) په (لیدو) اوښتی دئ.
بل ځای:
“احمد” تل کوي شکرونه
پـــــه دیدن ئې تسلې سوې
(۱۵۴مخ)
په (ل) او (م) کي “په لیدو ئې تسلې سوې” ثبت دئ.
بل ځای:
د اشنای دید ئې مــــرهم دئ
بې دې کومړ پرهار رغېږي
(۱۶۶مخ)
په (ل) او (م) کي “د اشنای لید ئې مرهم دی” ثبت دئ.
د استاد هوتک د لیکنو دا لړۍ لومړی پلا په ۲۰۱۱ م کال په تاند کې خپرې شوې وې.