بازۍ – لوبي:
بازي د (لوبي) په معنا سره د خوشحال خان په وینا کي ډېره لیدله کېږي. ما ته داسي څرګنده سوې ده چي د خوشحال په کلام کي “لوبي” د مطلق “بازۍ” په معنا نه دي کار سوي بلکي مراد ورڅخه “ټوکي، تمسخر، ساتېری، تفریح…” هم دي. د پښتو په لوېدیځه لهجه کي تر (لوبي) د (بازۍ) لغت زیات رواج لري. په کندهار کي د “بازی، تفریح” له پاره د “سات” کلمه هم کارېږي.
د خوشحال په کلام کي د (بازۍ) کلمه په دې څو مثالو کي لولو:
مخ ئې لکه اور دی، پرې پرتې دي تورې زلفې
څه رنگه بازي کا په ســــــــــــره اور کې تورارقم
(۱۲۴مخ)
یا:
دا هم ځای د تعجب دی که ئې وینې
چې مــــغول کاندي باز ئې په افغان
(۱۶۱مخ)
کم ځای چې (لوبي) راوړي دي، هورې چا ته داسي شک ورلوېدلای سي چي دا به د خوشحال خان خپل انتخاب نه وو.
عاقــــلان له دې دنیا سره کا لوبې
لکه پېغله جن بازي کا په لوځکو
(۱۷۸مخ)
په حاشیه کي دا یادونه پر زیاته کړې ده چي په لومړۍ خطي نسخه کي د (لوبې) پر ځای (بازي کا) راغلی دئ.
لوستونکو ته دي معلومه وي چي”لومړۍ نسخه” هغه خطي نسخه ده چي که ټوله د خوشحال خان خټک په خپل خط کښل سوې نه وي، یوه برخه خو ئې هرومرو د ده په لاس کښل سوې ده او که دا امکان هم بیخي مردود وګڼل سي، دونه خو سړی په یقین سره ویلای سي، چي د ده له خوا کتل سوې او تحشیه سوې ده.
یا:
په بازۍ بازۍ وژلي گڼل نه شي
په خنداخنداخونونه کاخونریزه
(۲۱۹مخ)
یا:
پاسې یا کــــــــوزې دا کارسازۍ
په څـــــــــوڅــــــــو رنګه دلنوازۍ
اسمان ته ګوره مځکې ته ګوره
دا چــــــــــــارې نه دی لوبې بازۍ
(رباعیات – ۲۸۱مخ)
په دې څلوریځه کي د”لوبي” مفهوم تر “بازۍ” پراخ دئ.
عبدالقادرخان خټک د “بازۍ” کلمه داسي راوړې ده.
په جهان کي نوي نوي بازۍ کیږي
لایوه تمــــامه نه،بلـــــــــــــــه برپای کا
(۲۶مخ)
که زما اټکل سم وي، نو په پښتو کي “بازي” د انګرېزي ژبي د (Play) او “لوبه” د (Game) کلمې معادله راتلای سي.
بازۍ د رقص کولو په معنا هم کارېږي. د “بازیگر” او “بازینګر” نومونه د “لولۍ، رقاصې” له پاره هم کار سوي دي او په کلاسیک ادب کي ئې مثالونه سته. میرزاخان انصاري وایي:
د کثرت بازار ئې جوړ کړ لون لون
په هـــــر څه کې تماشا د بازیگري
(۲۴۴مخ)
په کندهارکي د لوټن (ملاقي) کوترو له پاره د (بازۍ) کلمه هغه وخت کارېږي چي کومه کوتره په هوا کي پرله اوړي ا و رااوړي.
“لوبي کول” په متعدي صورت کي له یو چا څخه په خپله ګټه کار اخیستلو ته وایي. د مثال په توګه د افغانستان جمهور رئیس د شمالي اتحاد په ګټه لوبول کېږي. دلته له لوبولو څخه مراد (بازۍ) نه دي.
له پښتو څخه اوس د “بازي” کلمه په قصدي توگه ایستل کېږي او ځای ئې “لوبه” نیسي. دا کار زما په خیال له ژبي سره خوشي لوبي کول دي.
+++++++++++++++++++++++
بیلتون، هجران:
عبدالقادرخان خټک د “معظم” په مرثیه کي وایي:
په ژړا پــــــــــــــــــــــه واویلا له موږه بیل شو
هجران هیڅ دلسوزي نه وکړه قصاب شو
(۴۳۶مخ)
د “هجران” کلمه د عبدالقادرخان خټک د دېوان په کندهارچاپ ( مخ) کي (بېلتون) سوې ده. دا تصرف او په نوموړي دېوان کي نور تصرفات زه غالباً د هغي نسخې د کاتب له خوا ګڼم چي د کندهار چاپ ورڅخه تهیه سوی دئ. د پښتو کولو دغه راز هڅي که په ښه نیت هم سوي وي، د ژبي په ګټه کار نه دئ. ځکه د همدغه مسخه سوي متن له مخي بیا سبا یا بل وخت ژبپوهان د عبدالقادرخان د ژبي پر سکښت او جوړښت باندي قضاوت کوي او څرګنده خبره ده چي په قضاوت کي به ئې غبرګ غاښونه وتلي وي.
++++
پاشیده، دوړولی:
خوشحال خان وایي:
پرهارونه مې په زړه تازه، تازه شي
دوړولی پر پرهــار باندې نمک دی
(۳۲۳مخ)
د کلیات مرتب په حاشیه کي ورته کښلي دي چي په ټولو قلمي نسخوکي (پاشیده) د (دوړولی) پر ځای باندي راغلی دئ. دا غزل ما په کندهار چاپ کي پیدا نه کړه،ښایي تر تېرسوی به یم؟ د (دوړولی) بدلون زما په خیال د ارمغان د مرتب کار دئ. ما ته د حیرانتیا ځای دا دئ چي په ټولو قلمي نسخوکي له دغه راز عمومیت سره نو په متن کي د “دوړولی” کلمه په کم منطِق ځای سوې ده؟
+++++
څوک، کس:
خوشحال وایي:
هغه کس ولي د خدای دی،گومان نشته
د هــــــــــــــر چا چې صبوري په مصیبت ده
(۲۷۵مخ)
++++++
خوش چشمه، خوښ سترگي، خوږ سترگي:
خوشحال خان یو ځای د خپل ټاټوبي (سرای) په باب وایي:
ځوانان ئې چاق تندرست، چست و چالاک دي په هر کار کې
خوښ سترگې، سپین او سره، بلندبالا دي پــــــــــــــــــــه نمای
(۳۳۱مخ)
په حاشیه کي ئې ورته کښلي دي چي په ټولو قلمي نسخو کي د (خوښ سترگې) پر ځای (خوش چشمه) دئ او په ارمغان کي ئې (خوږ سترگې) کړی دئ. د چاپي دېوانو د ترتیبوونکو دې خبري ته پام سوی نه دئ چي دلته د (خوش) صفت نه د (خوښ، خوشاله) په معنا راغلی دئ، نه د (خوږ، شیرین) په معنا. دلته له (خوش چشمه) څخه مراد (ښایسته سترګې) ده.
هی! توبه د لاسوهونکي له بې رحمیه!
+++++
د رستم لینده، کمان رستم:
د هجری په دېوان کي یو بیت داسي دئ:
د رستم لینده ګــــــردون په اوږه کیدي
غوټیالی چي ترې بیسره تر نقاب شي
(۵۲۴مخ)
ماچي تر کمه ځایه پوري د اشرف خان هجري دېوان مطالعه کړی دئ، راته څرګنده سوې ده چي اشرف خان د فارسي ترکیبو له استعمال سره زیاته مینه لري. دا خو مي ګرسره زړه ته نه لوېږي چي ده دي د فارسي لغتو د پښتو کولو هڅه کړې وي. که ئې فرضاً زړه غوښتلي وای چي د (کمان رستم) پر ځای پښتو معادل راوړي خو (سره و زرغونه، د بوډۍ ټال) به ئې راوړی وای. زه یقین ته په نزدې ګومان سره ویلای سم چي د کاتبانو د پښتو کولو هوس د اشرف خان هجري خپله سلیقه وراړولې ده. زه د خپل ګومان له پاره د هجري همدغه غزل د استشهادپه توګه راوړلای سم چي په هغې کي ئې د عادي پښتو لغاتو پر ځای لا هم فارسي معادل لغات راوړي دي. د دې غزلي څو نور بیتونه داسي دي:
هـــــــمیشه فلک لیده لکه دریاب شي
شبانه قمر نُــــــــــــــــــــما لکه آفتاب شي
هـــــر صورت چي مخامخ شي و اوبو ته
آئینه ئې د شبیه قـــــــــــــــــــــعر د آب شي
نه به نــــــــــــوم د مـــــــهر وه نه د مهتابې
د مخ شکل دي سورج کله مهتاب شي
په سبزه دریاب دي مــخ هسې جلوه کا
لکه مِهر مه نُماپــــــــــــه شنه تالاب شي
(الخ)
+++++