جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر: که د پاکستان کرایي پوځ وزیرستان ته راغی، غاښونه یې...

علي وزیر: که د پاکستان کرایي پوځ وزیرستان ته راغی، غاښونه یې باسم

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)  د پاکستان له بنده خوشې شوی مشهور پښتون ملتپال سیاستوال علي وزیر له دوه نیم کلن قید وروسته په لومړۍ وینا کې د پاکستان پوځ کرایي ګڼلی او خبرداری یې ورکړی، چې که د عملیاتو په  نوم بیا د ده سیمې شمالي وزیرستان ته راغی، غاښونه به یې وباسي.

علي وزیر، چې  د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او دپاکستان د پارلمان غړی دی، مخکې د دغه هېواد پر پوځ د توندو نیوکو له امله بندي شوی و.

نوموړي په کراچۍ کې له زندانه تر خوشې کیدو وروسته د پښتنو یوې لویې غونډې ته د “لر وبر یو افغان” شعارونه ورکړل او د پښتنو خاوره کې یې د عملیاتو او وژنو خلاف د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

هغه وویل “مونږ دې کرایه کش پوځ ته نور اجازه نه ورکوو، چې د پښتون په مظلومه خاوره نور عملیات وکړي”

دعلي وزیر په وینا “په پارلیمان کې یو وزیر ویلي چې وزیرستان کې به بیا د ضرب عضب په غوندې عملیات کیږي ، زه ورته وایم ، په پارلیمان کې به یې هم ورته ووایم، دلته یې هم ورته وایم ، ته راشه وزیرستان ته چې غاښونه دې وکاږم”

هغه د پاکستان پر نظام غږ وکړو چې دمذهب نوم استعمالول پریږده،د ډالرو په بدل کې مذهب خرڅول، اؤ دشهادت په نامه د پښتانه وژل پریږده.

وي ویل “هغه خاوره باندې چې تر اوسه پښتنو ژوند همیشه لپاره په غیرت تېر کړی دی،تا په مختلفو نومونو باندې دغه خاوره ژړولې ده “

علي وزیر وویل دبند په موده کې ورته دپوځ پخواني مشر جنرال باجوه دجرنیلانو اؤ کرنیلانو په خوله ځوابونه لیږل چې باید ده سره وویني.

“ما ورته وویل چې ترڅو پورې مې دی په ګونډو کړی نه وي ترهغې نه ورسره میلاویږم”

هغه وویل” 26 میاشتې مې زندان تېرکړو ،26 میاشتې یا دوه میاشتې دا هیڅ خبره نه ده خو ما ورته ویلي دي چې تا اؤ دپاکستان ریاستي ادارو دخپل وخت نه ناجایزه فایده واخسته ، اوس زمونږ وخت دی ، اوس به مونږ هغه کار درباندې کوؤ هغه تا چې واړه واړه ماشومان اؤ بچیان ژړول”

پاکستاني چارواکو د دغه مشهور پښتون سیاستوال څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه د نوموړي څرګندونې او له بنده خوشې کیدل د پښتنو ځوانانو له هرکلي سره مخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. Ali water sahib zhwand zhwand zhwand,
    I hope Ali wazeer sahib treat his DIABET AND FALLOW MEDICATION,
    I WAND LONG LIFE WITH VICTORY FOR ALL PASHTOONS

    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب