Homeخبرونهمهمند روغتون په کندهار کې د زړه عملیاتونه پيلوي

مهمند روغتون په کندهار کې د زړه عملیاتونه پيلوي

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)  د کندهار چارواکو په دې ولایت کې د مهمند نړیوال روغتون د مشر حاجي محمد صدیق مهمند له خولې خبر ورکړی، چې دوی په کندهار کې د زړه د ناروغانو لپاره عملیاتونه پيلوي.

د کندهار لپاره  د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي مهمند دا خبره د طالبانو والي حاجي یوسف وفا سره د لیدنې پر مهال کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې یاد شوي روغتون د دغو عملیاتو د پيل لپاره دوه متخصص ډاکټران، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې اړوندې زده کړې کړي، کندهار ته راوستي او نن پنجشنبه به د عملیاتو دغه لړۍ پيل شي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:« په یادو عملیاتونو کې د لویانو د زړه د والونو تبدیلولو او د زړه د رګونو تبدیلولو عملیاتونه او د دې ترڅنګ د کوچنیانو د زړه د سوریو عملیاتونه شامل دي.»

 د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي محمدیوسف وفا د مهمند نړیوال روغتون دغه ګام او په هېواد کې پانګونه ستایلې ده.

د یادونې وړ ده، چې مهمند نړیوال روغتون د هېواد په کچه له تر ټولو مجهزو روغتونونو څخه ګڼل کیږي.

د جمهوري نظام په وروستیو وختونو کې ولسمشر غني کندهار ته د خپل وروستي سفر پر مهال یاد شوی خصوصي روغتون رسماً پرانیست او لیدنه یې ورڅخه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...