یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور هم پر خپلو مشرانو کنایوي نیوکې وکړې

شېخ دلاور هم پر خپلو مشرانو کنایوي نیوکې وکړې

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې ۲۷مه)  د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور پرون له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتو په کلیزه کې پر خپلو مشرانو کنایوي نیوکې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانانو تل خپل هېواد ازاد کړی او په دې لاره کې یې قربانۍ ورکړي، خو د رهبرانو له لاسه یې ازادۍ بیرته له لاسه وتي او په بد برخلیک اخته شوي دي.

هغه د بېلګې په ډول له شوروي ښکېلاک څخه د افغانستان خلاصون او ورپسې د جهادي تنظیمونو د مشرانو چلند ته اشاره کړې، خو په عین حال کې یې اندیښنه ښودلې، چې د ده په باور د افغانستان اوسنۍ ازادي له لاسه ونه وځي.

نوموړی، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی او له نسبتاً منځلارو کسانو څخه ګڼل کیږي، د طالب مشرانو له وروستیو افراطي پریکړو ناراضه معلومیده.

شېخ دلاور وویل، چې د ملت غوښتنو ته باید پاملرنه وشي.

هغه د طالبانو د رهبر ملا هبت الله په ادرس د کنایوي نیوکو په لړ کې، ځينې دیني کیسې نقل کړې، چې پر هبت الله اخندزاده او افراطي ډلې یې کنایوي نیوکې پکې محسوسیدې.

په وروستیو کې د شېخ دلاور د رهبرۍ لاندې وزارت یوه لوړپوړي مقام قاضي محمد حسن حقیار هم په ټلویزوني بحثونو کې د طالبانو د مشرانو پر افراطي پریکړو کنایوي نیوکې کړي او ویلي، چې دغه پریکړې له نړیوالو سره د طالبانو د ممکنه تعاملاتو پر وړاندې خنډ شوي دي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې د طالبانو د تحریک په تشکیلاتو کې د ملا هبت الله اخندزاده له دوو مرستیالانو څخه یو دی، د دوی د ادارې په منځ کې د واک په انحصار او پر نورو د خپلو نظرونو د تحمیلولو له امله نیوکې کړې وې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د دوی پر رهبر دغو کنایوي نیوکو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر مشرانو یې نه باید په عام محضر کې نیوکې وشي.

1 COMMENT

  1. کنایې بی معنا دې دا دې ای اس ای کوټکې تش په نامه هیبت لوطې لرې کړې چی دا تا سو ټولو ته یو لوې شرم ده. که غواړې چې یو دو درې ورځې مو ژوند دوام وکړې نو اقدام وکړې او که بیا دې تیشتې خوت راغې دا ځل به په نوم چړې څوک مسجد کې پری نژدې دې ملا خو به پرتوګ پری وباسې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب