په هرو لس- دولس وروځو یا اونۍ کې یوځل- دوه ځله آوازه شي چې پاکستان سره د سوداګري لارې پرانیستل کیږي. خو لاهم ظاهراً لارې بندې دي. سره له دې چې یوشمېر اجناس لکه تقلبي درمل، کیله او یو څو نور اجناس راځي، له دې خوا هم قیمتي اجناس وړل کیږي، خو عادي تجارت خپله عنعنوي بڼه نه ده نیولی. په هغه عادي حالت کې به هم زیاتره وخت پاکستان پرموږ ډمپنګ تحمیل کړ، زموږ د موسمي تولیداتو پرمهال به یې لاره بنده او زموږ سوداګر او بڼوال به یې لوی زیان سره مخامخ کړل. د سوداګري اوسنی بندیز یوه سیاسي او اقتصادي لوبه ده. موخه یې خپلو تولیداتو او تجارت د قوت موندلولپاره یو ټکان ایجادول دي. دا په تجارت کې د زماني سلسلې ( time series)هماغه دوراني حرکت (periodic moment )دی، چې کله کله پېښېږي. (زمانی سلسله څلور ډوله حرکات لري). اقتصاد کې رکود پسې رونق وي او د economic recessionاوeconomic boom/prosperity(economic boon & bust) حالات معموله خبره ده، دغو ته هغوی تدبیر لري، له trough وروسته ورته peakسنجوي، خو موږ خواران په دې (مداري ګري!) نه پوهیږو.کله چې بیا دوباره Peak of the economic cycle ته ورسیږي، ټول زیان جبرانیږي او یو په زړه پوری مثبت ټکان اقتصاد کې راغلی وي، خو د دیورند دا خوا بیا یوه د مادی احتیاج، دبیوزلۍ نوې څپه، د بڼوالو زیان، عامه روحي افسرده ګي، سیاسي خجلت او د بی پالیسی ګنکس حالت حاکم وي.
دا د اقتصادي هدف ترڅنګ؛ یوه نمایشي دوکه هم ده، په دې سره دوی غواړي موجود حاکمیت سره خپل مخالفت وښيي، دا مهمه نه ده چې د لارو د بندیدو له امله د پښتنو دسیمو یو شمیر سوداګر زیانمن کیږي او دې خوا ته بیې لوړیږي. په دې حالت کې د دوی د میوو اوسبزي پروسیس ښه کیږي او د خلیج او نورو سیمو خواته یې صادرات زیاتیږي. دا هم ورته مهمه نده چې د دیورند پر پوله په لانجو (لوبو) کی زموږ څو هلیمندیان یا وردګ ځوانان او د هغی خوا څو قبایلی ملیشه مري، خو لوبه عجیبه ده. سیاسي موخې زموږ بحث نه دی، خود تجارت په اړه باید وویل شي:
د افغانستان اوپاکستان ترمنځ سوداګري درې اړخونه لري:
۱.دوه اړخیز تجارت،
۲.دترانزیت مسئله
۳.د واحد ملت ترمنځ د خپلوي، قومی او دودیزې اړیکو شتون.
دا درې مسایل حکم کوي چې پر دیورند تحمیلي کرښه باید هیڅ ډول بندیز نه وي. هرډول بندیز د پښتنود ورځني ژوند مختل کېدل، د دوی د اقتصاد ویجاړیدل، د دوی ترمنځ د نفاق لامل، د دوی دتاریخي رښتې او علایقو ضعیفول او لا کله کله جګړې دي، چې دا ټول پنجاب ته په زړه پورې دي. د دوجانبه تجارت ترڅنګ زموږ د ترانزیت حق هم پایمال کیږي، حال دا چې افغانستان د وچې پورې ایسارو هیوادو landlocked countriesد ګډ کنوانسیون او میثاقونو له مخې دترانزیت حق لري، خو په دغو نمایشی او فریبنده کشمکشونو له دغه ترانزیتی حق محروم کیږو. ځینې ځوانان وایي پاکستان څخه جعلي، زهری، تاریخ تېر او بی کیفیته اجناس راځي، نو باید تجارت ورسره بند شي. د تجارت بندول د دې ستونزې د حل لاره نه ده، بندرونو کې د لابراتوار او قرنتین د څانګو جوړول او قانوني چک او پروسه یی لاره ده. باید لارې پرانیستي وی، ځیني احساساتي ځوانان او عمدي تبلیغات وایي پاکستان سره د تجارت بندول پاکستان ته زیان رسولی او فغان ته رسیدلی، دا هم هسې یوه سیاسی لوبه او د اذهانو فریب دی. پاکستان لوی ملک دی، پیاوړی موسسات، لوی تجارتي شریکان، پیاوړې اقتصادي زیربنا، بشری باکیفیته ځواک، باسواده او متحد خلک، د څیړنې (ریسرچ) ادارې، قانون، مشروع حاکمیت، نړۍ سره فعال دیپلوماتیک او اقتصادی روابط، مجهز بانکی انتقالات او مُدبر بهرنی سیاست لري، چې افغانستان له دې ټولو محروم دی، نو د پولو په بندیدو زموږ فغان اوچتیږي، نه د بل چا! د واحد ولس ترمنځ د جدایی درد نور هم زیاتیږي او د سیمی قومونه متضرر کیږي، خو پنجاب او دلته حاکمه ډله نه یواځې زیانمن کیږي نه، بلکې سیاسي کریدت هم اخلي، چې تاوان یې ولس زغمي. د دې لوبې په بهیر کې پرون بیا آوازه وه چې د دیورند په کرښه د سوداګري لارې خلاصیږي. الله دې زموږ پرمظلومو او بېکسه خلکو ورحمیږي. دا مې د اقتصاد د درنو اوګرانو محصلانو سره یوه د زړه خواله وه. افسوس چې پر دیورند تحمیلي کرښه زموږ سوداګري او د ترانزیت مسلم حق سیاست سره تړل کیږي.