سه شنبه, جولای 9, 2024
Home+حُسن او رنګ | زهير سپېڅلی

حُسن او رنګ | زهير سپېڅلی

د حُسن د مقدار او د معيار پيمانه نه وي
والله چي ما به ستړی کړي په شمار ستا باڼه
اقبال شاکر
تور، سپين، سور، غنمرنګ او نور رنګونه د ښايست معيار نه دی، چي موږ يو رنګ او ښايست سره وتړو.
ډېر ځله داسي شوي دي، چي له سپين مخه بې اختياره مخ په تور او غنمرنګ پسي واوړي.
سپين او سور نه په زړه کي وي او نه په خيال کي، مګر په تور جانان  پسي زړه لمبه، لمبه وي.
د غنمرنګو په انتظار کي ځوانۍ لوګی، لوګی شوې.
 د سرو او سپينو زړه په تور او غنمرنګ پسي زخم، زخم وي.
ښايست په يوه رنګ کي نه؛ بلکي په ټولو رنګونو کي دی يا په هر رنګ کي دی.
د مجنون په اړه مشهوره ده، چي:
« مجنون ته چا ويل: چي ته په  دې تورکۍ ليلا پسي ولي دومره لېونی، غمجن او سرګردانـه يې؟ تـر ليلا ډېري ښکلي، ښکلي نجوني شتـه.
مجنون ورته وويل:
ته زما په سترګو ورته وګوره بيا ووايه چي ليلا  څنګه ده؟!!»
دا مهمه نه ده، چي «ليلا» توره ده که سپينه؟
ښايسته ده که بدرنګه؟
خبره دا ده، چي سترګي د مجنون شي او مينه د جنون حد ته ورسېږي بيا نو هره يوه «ليلا» ده او هر «قيس» پسي «مجنون» شي.
هسي نه وايي:
مينه اسان کار نه دی، ځان ته يو ژوندون غواړي
مخ ته د ليلا کاتــــه، سترګي  د  مجنون  غواړي
دا هم هغه عاشقانه جوړه «ليلا او مجنون» ده؛ چي نوم ئې د سپېڅلي او سوځنده ميني  په تاريخ کي تلپاتي کړ او د مينانو لپاره سمبول شو.
نو رنګ او ښايست  سره تړلي نه دي، بېل دي.
که حُسن او ښايست په يوه رنګ کي وای؛ نو «قيس» به په تورکۍ «ليلا» پسي نه مجنون کېده.!!
ټول به پر يوه رنګ مينان وو.
استاد پسرلی د رنګ او ښايست په اړه څه ښه وايي:
رنـګ او ښـايسـت  سره  تـړلي  نـه دي
اوبړۍ هم شنې وي خو  ښکلا نـه لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب