شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د کاروان د یوه امېل غمي / رحمت شاه فراز 

د کاروان د یوه امېل غمي / رحمت شاه فراز 

 د دې خوار و غريب وطن جلکۍ هم ښکلې ښکاري
د شپې، په وچه ونه کې سپوږمۍ هم ښکلې ښــکاري

يو شمېر ادب ناشناسه به وانګېري، چې په دغه بيت کې دوهمه مسره له لومړۍ مسرې سره تړاو نه لري او مفاهيم يې د يوه امېل ملغلرې نه دي. خو د دې دواړو مسرو ترمنځ يو ډېر پياوړی ربط دی او شاعر په لاشعوري ډول په دې بيت کې هغه خبره کړې، چې په اوسني مستبد نظام کې يې ډېری نه شي کولی.

شاعر د هېواد اوسنی وضعيت له شپې سره تشبيه کړی. د شپې تياره وي. تياره د جهل په معنا ده او جهل د تيارې. له دې سره به ډېر کم خلک اختلاف ولري، چې موږ اوسمهال د جهل له دور څخه تېرېږو. 

د شپې يوه بله ځانګړنه دا ده، چې شپه، رڼا او نور نه لري او له همدې امله ونه وچه ده، زرغونه نه ده. د بوټاني زده کوونکي پوهېږي، چې ونې او زرغون موجودات نور ته ضرورت لري او که نور ور ونه رسېږي، مړاوي کېږي، پاڼې يې رژيږي او بلاخره وچېږي. شاعر وايي، چې د جهل او د نور د نشتوالي له لاسه وطن (ونه) وچ شوی دی. همدا لامل دی، چې شاعر نه وايي، چې:

د شپې، زرغونه ونه کې سپوږمۍ هم ښکلې ښکاري

په دې يوه بيت کې، شاعر په شاعرانه ژبه د وطن سياسي- ټولنيز وضعيت هم بيان کړی او په هنري انځور کې يې د ساينس استدلال هم کښلی دی. خو د جهل او تيارو له لاسه په دې وچه شوې ونه (وطن) کې افغان انسان لا هم د سپوږمۍ په څېر ښکلی ښکاري. 

سرود يې چې په زړه کې ټوکوي د ژوندون هيلې
پر ماته څانګه ناسته مرغَکۍ هم ښکلې ښکاري

شعر امېل دی او امیل ته هغه وخت امېل وايو، چې يو سر يې له بل سره تړلی وي. د غمیو ترمنځ يې تناسب وي. يوه تر بلې غټه نه وي او د رنګونو ترمنځ يې دومره لرې والی نه وي، چې نااشنا ښکاره شي. 

شاعر د خپل امېل په تار کې لومړنۍ ملغلره وپېيله او اوس دوهمه پېيي. شاعر د تيارو له لاسه وچه شوې ونه هېره کړې نه ده، بلکې تر هماغې ونې طوافونه کوي. اخر، دغه ونه عادي ونه نه ده، وطن يې ده. مور يې ده. 

د شاعر ونه د تيارو له لاسه وچه ده. وچه ونه هم خپلې ځانګړنې لري. لومړنۍ يې چې ذهن ته راځي، نازکې څانګې يې دي. د شنې ونې څانګې مضبوطې وي، خو د وچې ونې نازکې. د شاعر ونه هم چې وچه ده، څانګې يې ماتې شوې دي، خو د افغان انسان په زړه کې لا هم د ژوندون هيلې دي او سرودونه غږوي. په دې شعر کې شاعر په دې سختو حالاتو کې په وطن کې پاتې کېدو ته هم اشاره کړې او شاعر چې پخپله د سرودونو پاچا دی، د وطن د وچې ونې په ماته څانګه ناست دی او د ژوند سرودونه بولي. 

د ګل ماشوم ارمان هم پکې ګل دی که يې وينې
دا رسم په پنسل باندې غوټۍ هم ښکلې ښکاري

شاعر خپله خبره نه پرېږدي. شاعر ته د امېل اوبدنې هنر مهم دی او له امېل سره يې مينه ده. دی په خپله رياضت خونه کې په ډېر پام د هنر يوه، يوه ملغلره پېيي. د شاعر ونه وچه ده، خو شاعر چې د ماشوم په څېر معصوم او پاک زړه لري، په وچه ونه کې هم د ګل ارمان کوي. دغه بیت له پورتني بیت سره خورا هنري اړیکه پالي. په وچه ونه کې د ګل ارمان، په تیارو کې هم د ژوند لپاره د هیلې په معنا ده، ځکه خو يې تېر بیت کې ویلي: 

سرود یې چې په زړه کې ټوکوي د ژوندون هیلې

په دغه بیت کې د ژوندون همدا هیله، په وچه ونه کې د ګل په بڼه رسم شوې. د دې بیت دوهمه مسره، د لومړني بیت له دوهمې مسرې تر دې هم شاعرانه او هنرمندانه اړیکه جوړوي. د وطن ونه وچه ده، خو شاعر چې د ماشوم په څېر پاک زړه لري، چې په دې تیارو کې يې هم پام ته د سپوږمۍ ښکلا درېږي او چې د ژوندون هیله يې په زړه کې نه مړاوې کېږي، نو د وچې ونې له یوې ماتې څانګې، پنسل تراشي او غوټۍ پرې رسموي. د نړۍ په ادب کې به له ایرو د عنقا د را پورته کېدو دغه ډول شاعرانه انځورګري چېرته ومومئ؟

یو وخت به په کې ناسته جینکو ته وه معلمه
تختې ته مخامخ تشه څوکۍ هم ښکلې ښکاري

د شاعر انځور کړې نړۍ وګورئ. په وطن د جهل تیارې راغلې. د شاعر وطن (ونه) ده. ونه وچه شوې ده، څانګې يې نازکې؛ ماتې، ماتې دي. خو شاعر چې د ژوند او ارمانونو ماشوم او معصوم انسان دی، ناهیلی نه دی. له ایرو یو نایابه مرغه ژوند کېدلی شي، نو یوه وچه ونه ګلان نه شي نیولی؟ شاعر په دې بیت کې همدا پوښتنه ځوابوي. دی یوازې د عنقا افسانه راته نه تکراروي، بلکې په وچه ونه کې د ګلونو د ټوکولو چل او هنر هم را زده کوي. په ونه د جهل تیارې راغلې. دغه تیارې یوازې د علم په راتلو له منځه ځي. د (معلمه) په ټکي کې د علم ارزښت ته هم اشاره ده او د (جینکو) ټکی په دې ورځو کې د افغان مظلومو نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو د بندېدو پر وړاندې یو غلی شان غبرګون هم دی. 

انسان نوستالوژیک موجود دی. په تېر پسې خفه کېږي. شاعر په خپله هم په تېر وخت پسې خفه ښکاري، یاد يې کوي، خو ولې تشه څوکۍ ښکلې ورته ښکاري؟ په اصل کې، د شاعر درد او غم دومره ډېر شوی، چې د خوشالي احساس کوي. ډېری وختونه به مو د مور په سترګو کې د ډېرې خوشالۍ اوښکې لیدلې وي. خو شاعر مو نن د یوې نوې تجربې په درشل کې دروي او د ډېر درد خوشالي را باندې ګوري. تر خپل حده چې څه واوړي، په خپل معکوس بدلېږي. د سپین نور شدت د تیارې تجربه را باندې تېروي او اوبه په منفي درجه کې د بدن پوستکی سوځوي.

(تشوالی) له وطن څخه د افغان استعدادونو تېښتې او د مغزونو د فرار یو دردناک انځور هم ګڼلی شو. یو ځل به بیا د ادب ناشناسو یوه انګېرنه ځواب کړم، هغه دا چې په دې مسره کې څوکۍ، تشه ښودل شوې؛ وطن نه دی یاد شوی. خو ونه د تیارو له لاسه وچه ده، څوکۍ له وچ لرګي جوړېږي او جوړول فن او هنر دی، چې مغزونو ته اړتیا لري. بیا دغه څوکۍ په حقیقت کې جوړه د مغزونو لپاره ده، خو اوس چې تشه ده، نو څه معنا لرلی شي؟

تا وې چې ماشومانو ته رنګې ور باندې اخلم
مورکې پر ټټر دې غجرۍ هم ښکلې ښکاري

شاعر له خپل وطن سره د لېونتوب تر بریده مینه لري، د هېواد سوکالي، ابادي او پرمختګ يې لویه هیله ده. خو پرمختګ او سوکالي څه ډول شونې ده؟ د شاعر ځواب ډېر ساده او اسانه دی. شاعر وايي چې زموږ ونه د جهل تیارو وچه کړې، زموږ جینکۍ پر کورونو ناستې دي او د معلمې څوکۍ تشه پرته ده او د دې ټولو حل لاره دا ده، چې خپله ونه د علم په رڼا را ژوندۍ او زرغونه کړو. 

غجرۍ یوه ګرانبیه ټوټه ده، چې ښځې يې د خپلو جامو د ټټر په برخه د سینګار او ګاڼو په توګه ږدي. یوې مورکۍ د وطن درد درک کړی او په علاج يې هم پوهېږي. ښځو ته تر ډېرو شیانو د سینګار توکي ارزښتمن وي، خو مورکۍ د وطن ونه وچه نه شي لیدلی او خپل زوی ته په خپل ارزښتناک څیز قلمونه اخلي، رنګونه اخلي او د عقلاني ژوند او ازاد تنفس هیله ورکوي. د خپل ټټر د سینګارتوکي پلورل د ګڼو هغو میندو او پلرونو غمجن احساس غبرګوي، چې د خپلو بچیانو د تعلیم لپاره يې له هېواد څخه له کډوالۍ پرته بله لاره نه لیدله. له ځانه د غجرۍ لرې کول، له وطنه د کډوالۍ دردناکه خاطره هم را ویني. 

شاعر ولې نه وايي، چې: تا وې چې ماشومانو ته (بکسې) ور باندې اخلم؟

شاعر د رنګونو، کیفونو، رڼاګانو او ځلاوو انسان دی، د هیلو او ارزوګانو انسان دی. شاعر یوه رنګینه نړۍ غواړئ. د شاعر د وطن ونه وچه ده. دغه ونه یوازې د علم په رڼا را ژوندۍ کېدلی شي او شاعر یوازې د یوه رنګ ګلان نه ترې غواړي، رنګا رنګ، ډول، ډول ګلان پکې غواړي. شاعر د رنګینیو وطن غواړي. 

د چیغو یو طوفان یې د رنجو په اوښکو پټ دی
پرمخ یې لیک دا دوې کرښې نرۍ هم ښکلې ښکاري

شاعر د هیلو او امیدونو انسان دی، خو له خپلو حقونو څخه د (جینکو) محرومیت او د (معلمې) تشې څوکۍ يې په زړه کې د درد او ویر طوفان جوړ کړی دی او د یوه دردمن او خواخوږي انسان په توګه خپل ځان د هغوی په درد کې ګډ یادوي. شاعر د ځمکې پر سر حساس انسان وي. د شاعر په نړۍ کې (بل) نه وي. شاعر بل انسان نه پېژني، ټول د خپل وجود برخه ګڼي. د شاعر په نړۍ کې (وجود) وحدت مومي او (وحدت) وجود خپلوي. 

خو سره له دې چې هر لور ته تیارې خورې دي، د شاعر له زړه د وطن مینه او د خپلې ونې د زرغونتیا احساس له منځه نه ځي او د (رنجو په اوښکو) کې د قلم تور رنګ په لاس کې راکوي او د (لیک) په کلمه کې هغه موضوع او منکر حدیث په شاعرانه ژبه ځوابوي، چې وايي، ښځو ته لیک مه ور زده کوئ. 

د چیغو طوفان د (رنجو په اوښکو) پټول یو بل ډېر مهم پیغام هم لري. شاعر په خپله هنري ژبه په دې حساسو وختونو کې د قلم او فکر ځواک راته ښيي. د دې پر ځای، چې بې معنا او بې ځایه چیغې ووهو، د قلم یاري او ملګرتیا مو د جهل له دې تیاره طوفان څخه په ډېره اسانه ویستلی شي. شاعر چې په سمبولیکه ژبه خپل پیغام را رسولی، شاید د خپل همدغه بیت دوه (نرۍ کرښې) به ورته ښکلې برېښي. 

چې خپل وطن يې ګل ګل را زرغون په کې په ناز، وي
کاروان به هاله وايي چې نړۍ هم ښکلې ښکاري

پورته مې وویل، چې شعر امېل دی. امېل هغه وخت امېل وي، چې یو سر يې له بل سر سره نښتی وي. د لومړني بیت دوهمه مسره د وروستي بیت له لومړنۍ مسرې سره د هنري اتصال یوه شاهکاره بېلګه ده. د جهل شپه ده، له ځان سره يې تیارې راوړې، ونه وچه کلکه ولاړه ده. شاعر د خپلې ونې (وطن) د زرغونتیا هیله من دی. 

دغه بیت یوازې د امېل یو سر له بل سره نه نښلوي، بلکې د امېل د ټولو غمیو او ملغلرو ښکلا او رنګیني هم په ځان کې را ټولوي. له لومړني بیت نه د (خوار و غریب وطن) او وچې ونې انځور یو ځل بیا زموږ مخې ته ږدي، د دوهم بیت د (ماتې څانګې) زرغونېدل غواړي، د دریم بیت د ماشوم د ارمانونو په ګلانو د دې ونې زرغونتیا او ښکلا ته مو دروي. وطن د (جینکو) له نازونو پرته پیکه او بې خونده دی. نازونه او اداګانې د شوخو او په وطن میینو ملالو صفت دی، په وطن کې چې د (جینکو) ناز نه وي، د ملالې ټپې نه وي، د (مورکۍ ټټر) په غجرۍ ښکلی نه وي، هغه وطن کله وطن دی او د رنګونو، کیفونو او خوندونو شاعر د (وچې ونې) وطن کله غواړي؟ 

دغه وروستی بیت د امېل د هغې ملغلرې په څېر دی، چې د ټولو ملغلرو رنګونه، ښکلاوې او رنګینۍ پکې را ټولې وي. د ملغلرې ښکلا د رنګونو په ترتیب او تناسب کې نه وي، بلکې دغه رنګونو چې څومره پاشلي او څومره په طبیعي بڼه راغلې وي، د ملغلرې ارزښت او بیه هماغومره لوړه وي. شاعر د امېل پېینې د هنر ماهر دی. کله د یوه غمي رنګیني را اخلي، کله د بل غمي رنګ، کله کیفیات په خپله غېږه کې را ټولوي، کله ځلاوې. 

شاعر د سرودونو مرغه دی، د ده سرودونه په زړونو کې د (ژوندون هیلې) ټوکوي او کله چې د ده د وطن (وچه ونه) را زرغونه شوه، نو هاله به د سرودونو او نغمو شاعر د سرود په ژبه د ټولو غمیو ښکلا را ټوله او خپله دروني ښکلا به په نغمو کې را غبرګه کړي. 

کاروان به هاله وايي چې نړۍ هم ښکلې ښکاري

د کاروان صاحب شاعرانه عروج ته سلام!

***

د حسن اختتام لپاره پخپله د پیر محمد کاروان همدا غزل بشپړ ولولئ:

د دې خوار و غريب وطن جلکۍ هم ښکلې ښکاري
د شپې، په وچه ونه کې سپوږمۍ هم ښکلې ښــکاري

سرود يې چې په زړه کې ټوکوي د ژوندون هيلې
پر ماته څانګه ناسته مرغکۍ هم ښکلې ښکاري

د ګل ماشوم ارمان هم په کې ګل دی که يې وينې
دا رسم په پنسل باندې غوټۍ هم ښکلې ښکاري

یو وخت به په کې ناسته جینکو ته وه معلمه
تختې ته مخامخ تشه څوکۍ هم ښکلې ښکاري

تا وې چې ماشومانو ته رنګې ور باندې اخلم
مورکې پر ټټر دې غَجَرۍ هم ښکلې ښکاري

د چیغو یو طوفان یې د رنجو په اوښکو پټ دی
پرمخ یې لیک دا دوې کرښې نرۍ هم ښکلې ښکاري

چې خپل وطن يې ګل ګل را زرغون په کې په ناز، وي
کاروان به هاله وايي چې نړۍ هم ښکلې ښکاري

پیر محمد کاروان

2 COMMENTS

  1. کاروان صاحب خو د زړونو شاعر دی . د دوی هر شعر خپل خاص جذابیت لري . خو دې ښکلي شعر د ټولو افغانانو د زړه غوښتنې په خوږو الفاظو کې رانغښتې دي .
    ښاغلي رحمت شاه فراز بیا د دې ښکلي او په زړه پورې لیکنې سره هغه ټولو ته په روښانه ټکیو سره بیان کړیدی . دواړو ته بریا او سلامتي غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب