سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+ضدي شاهزاده| محمود مرهون

ضدي شاهزاده| محمود مرهون

ته وا ښه – ښه!

په پخوا زمانو کي په ايران کي يو باچا حکومت کوى، چي نوم ئې تومان وو. دې باچا څلور زامن درلودل چي په دوى کي تر ټولو کشر زوی ئې شاهزاده نواز نوميدئ. خورا ضدي وو مطلب دا چي کله به يوه کار ته ضد ونيوئ، نو هرو مرو به ئې هغه کار کوى. باچا هم څه نه ورته ويل، ځکه چي پر باچا او نورو وروڼو باندي خورا ګران وو، ځکه چي دی په ټولو کي کشر وو.

د وخت په تېرېدو سره اوس د دغه کشر شاهزاده عادت بېخي پوخ سوی وو. اوس چي به کله هم ضد ونيوئ، دی به ولاړی زېر خانې ته او هلته به ئې پر دېوال تړل سوى ځنځير پر خپل ځان باندي را وڅرخوى او خپل ځان به ئې ښه ټينګ ورباندي وتړى او هلته به ئې پرته له ډوډۍ خوړلو ورځي ورځي تېري کړې.

چي کله به د ډوډۍ وخت سو، نورو وروڼو چي به په نورو ځايونو کي وکتل، چي شاهزاده نواز نسته نو دوی به سمدستي  وپوهېدل، چي شاهزاده نواز بيا کم ضد نيولی دئ او په زېرخانه کي ناست دئ، نو به دوی و هغه زېرخانې ته ورغلل او د شاهزاده نواز چي به کم ضد وو، هغه به يې ور پوره کوى او بيا به نوی دی د دغه زېرخانې څخه راوتی او خپل ځان به یې د ځنځيرانو څخه خلاصوى.

اوس چي دغه شاهزاده ښه لوی سوی وو، نو اوس ده پر کوچنيو کوچنيو شيانو باندي ضد نه کوى، خو ضدي په هغوندي اندازه وو، نو ځکه دی په ضدي شاهزاده سره مشهوره وو او د دې ځای خلکو به ده ته په ضدي شاهزاده سره ويل.

يوه ورځ باچا، ملکه او ټوله شاهزادګان پر سترخان سره ناست وه، چي په دې  وخت کي د ملکې شاهزاده نواز په ياد سو چي هغه نسته.

باچا چي کله دغه خبري واورېدې نو په ډېر تلوار سره يې وويل: هو والله! رښتيا وايي زما ګران زوی چېري دئ؟ باچا هم سمدستي راولاړ سو او په زوره ئې چکچکي کړې چي د باچا د چکچکو سره سم د باچا يو مزدور راغی او په ځوړند سر د باچا په حضور کي ودرېدئ او په ډېر ادب سره يې وويل: باچا صاحب څه حکم؟

باچا يې ژر خبره ور ماته کړه او ورته ويې ويل: شاهزاده نواز چېري دئ؟ عسکر يې په جواب کي ورته وويل: باچا صاحب! شاهزاده نواز پخپله خونه کي نسته او نه د محل په کمه خونه کي سته موږ په ټوله محل کي په هغه پسې وګرځېدو خو هغه مو هيڅ ځای هم پيدا نه کئ.

باچا په ډېر درد ورته وويل: نو بيا هغه چېري ولاړی؟ مزدور يې هغسي په ځړيدلې سر ولاړ وو او هيڅ يې نه ويل. ملکې باچا ته وويل: داسي نه وي چي هغه بيا په زېر خانه کي ناست وي او بیا يې ضد نيولی وي؟

مزدور يې په جواب کي ورته وويل: ملکې صاحبې موږ په هغه زېرخانه کي هم وکتل، هلته هم نه وو، باچا ملکه او نور شاهزادګان ټوله خورا خوابدي او پرېشانه سوه، چي شاهزاده نواز څنګه ورک سو. باچا خپلو نفرو ته امر وکئ، چي په ټوله شاهي محل کي دي وګوري. هغوی هم ولاړل ټول محل يې وکتى خو هيچيري يې هم شاهزاده نواز پيدا نه کئ. کله چي دوی ډېر پسي وګرځېدل او بيا هم شاهزاده پيدا نه سو، نو خورا وارخطا وه چي دا څنګه پېښه وسوه.

باچا امر وکړى، چي شاهي نجوميان دي راوستل سي چي د شاهزاده په هکله معلومات ور کړي، نو کله چي شاهي نجوميان  راغلل باچا صاحب امر ورته وکئ، چي تاسو په خپل علم او پوهي سره دا وواياست چي شاهزاده چېري دئ؟

د شاهي نجوميانو څخه يوه نجومي يو کاغذ راواخستی او پر هغه کاغذ باندي يې څو کرښي کش کړې او په هغه کرښو کي يې د هندسې حسابونه وليکل، چي ښه ډېر وخت يې دغه ډول چمونه وکړل. باچا ملکه او نورو شاهزاده ګانو چپ ورته ناست وه، چي په دې وخت کي يوه نجومي وويل: باچا صاحب شاهزاد نواز اوس د پېرانانو د يوې شاهزادګۍ په قبضه کي دئ.

باچا چي د غه خبره واورېده نو په ډېره وارخطايي سره يې نجومي ته وويل داڅه وايې؟

نجومي بيا ورته وويل باچا صاحب! شاهزاده نواز په ښکار پسې وتلی وو چي په ځنګله کي ده يوه هوسۍ پيدا کړه او هغه يې وخپل محل ته راوړه. کله چي ده هغه هوسۍ وخپل محل ته راوړه نو هغه هوسۍ ناڅاپه ورکه سوه، د شاهزاده دغه هوسۍ ډېره خوښه سوې وه، نو په دې خاطر دی بيا ضد ورته ونيوی چي زه به هرو مرو دغه هوسۍ بېرته پيدا کوم. بيا هغه خپل د کوچنيوالي د عادت سره سم وزېر خانې ته ولاړی او خپل ځان يې په ځنځيرانو باندي وتړئ.

دغه سره هوسۍ د جينات د قبيلې ديوې شاهزادګۍ وه، کله چي هغې ته دا معلومه سوه چي شاهزاده نواز د دې هوسۍ نيولې ده نو هغې هم سمدستي  خپل ښکر لرونکي پېراني ته امر وکئ چي ما ته د شاهزاده نواز محل او ځای را وښه ياست.

هغه پېراني هم شاهزاده ګۍ د شاهزاده محل ته راوستله خو په دې وخت کي شاهزاده په محل کي نه وو، شاهزادګۍ خپل دېب ته وويل: شاهزاده چېري دئ. هغه ورته وويل: چي شاهزاده خو په زېرخانه کي دئ نو بيا دوی دواړه زېرخانې ته ورغلل او شاهزاده يې د خپله ځانه سره بوتلی.

دغه شهزداګۍ وايي چي تر څو چي شاهزاده ماته زما د هوسۍ په باره کي ويلي نه وي چي هغه چېري ده نو ده ته به زه نه ډوډۍ ور کوم او نه به د څښلو لپاره اوبه. ملکې چي کله د نجومي دغه خبري واورېدې نو په ژړا سره يې وويل: زما زوی… زما زوی… د هغه به اوس څه حال وي څنګه به وي.

د شاهزاده نواز مشر ورور چي د نجومي خبري واورېدې ژر د خپله ځايه را ولاړ سو او وې ويل: اې نجومي صاحب! ته يې  ماته راوښيه چي دغه شاهزادګۍ چېري اوسېږي. موږ هم دا اوس اوس ورځو او خپل ورور ور څخه راخلاصوو.

نجومي ورته وويل: دغه شاهزادګۍ د شاهزاده نواز په شان  ډېره ضدي او بد طبيعته شاهزادي ده، نو په دې خاطر شاهزادګۍ اوس شاهزاده نواز په هيڅ صورت هم نه پرېږدي، تر څو پوري چي د هغې هوسۍ پيدا سوې نه وي.

باچا نجومي ته وويل: زما د زوی شاهزاده نواز يو لوی ښه والی دا وو. هغه چي هر څونه ضدي وو خو وي به، خو هغه هيڅکله درواغ نه دي ويلي او نه يې وايي. باچا د يو څه ځنډ وروسته بيا نجومي ته وويل: نو اوس هغه سره هوسۍ چيري ده؟

نجومي په جواب کي ورته وويل: باچا صاحب! هغه سره هوسۍ د يوې بلي قبیلې يوې شاهزادګۍ وړې ده. هغه د شاهي باغ سره نژدې تېرېدله چي په دې وخت کي يې شاهزاده وليدئ، چي د هوسۍ سره بازۍ کوي. د دغي شاهزادګۍ دغه هوسۍ ډېره خوښه سوه او هغه هوسۍ چي کله شاهزاده خپل محل ته راوستله، نو هغه شاهزادګۍ ور پسې وه او د شاهزاده څخه يې هغه هوسۍ غلا کړه، نو اوس هغه هوسۍ د هغې شاهزادګۍ سره ده.

ملکه يو وار بيا په ژړا سره وويل: زما شاهزاده به اوس په څه حال کي وي. موږ به دا هوسۍ د کمه  ورته راوړو. تر هغه پوري خو به زما کوچنی شاهزاده د لوږي څخه مړ سي، ملکې نجومي ته مخ ور واړوى او ورته وې ويل: موږ به تاته ډېري پیسې او سره زر درکو، خو ته صرف موږ ته دونه راوښيه چي موږ څنګه کولای سو چي دغه خبره دغه شاهزادګۍ ته ور و رسوو، چي ستا هوسۍ د شاهزاده نواز سره نسته، بلکې هغه يوې بلي شاهزادګۍ غلا کړې ده.

نجومي ورته وويل: ملکې صاحبي! د جيناتو قبيلې دونه ظالمان دي، چي د هغو قبيلې ته بيخي انسان  نسي ورتللای او که چېري يو انسان ور هم سي، نو هغه يې په هغه ګړي وژني، خو البته د درياب پر غاړه باندي په يوه جونګړه کي يوه ښځه اوسېږي، که چېري هغه وغواړي نو شاهزاده خلاصولای سي.

باچا او ملکې چي کله د نجومي دغه ټولي خبري واورېدې، نو په ډېره حیرانتيا سره يې نجومي ته وويل: دغه ښځه څوک ده او ولي په دې ځنګله کي اوسيږي؟ نجومي په جواب کي ورته وويل دا يوه ځوانه نجلۍ ده، چي د دې مور او پلار مړه سوي دي او دا يوازي په دې جونګړه کي اوسېږي. دا ښځه ماهيان نيسي او بيا يې پخوي او خوري يې او خپل ژوند په تېروي.

ده خپلي کيسې ته نور دوام ورکړ او ويې ويل: يوه ورځ پر دې لاره د پېرانانو باچا تېرېدئ چي د هغه باچا ماهيان ډېر خوښ وه، نو هغه چي کله پر دغه ځای راورسيدی، دغه د جونګړي ښځي په دې وخت کي ماهيان پخول. پر باچا باندي چي کله د ماهيانو بوی ولګېدئ، نو هغه وو چي باچا د يوه ړانده سړي په شکل  و دې ښځي ته ورغی او ورته  وې ويل چي زه په سترګو ړوند يم او ډېر وږی هم يم، نو که ته یو څه ماهيان ماته هم راکړې ښه به وي.

دې ښځي هم د پېرانانو باچا ته ماهيان ورکړه. که څه هم چي نن دغه د جونګړي ښځي صرف يو ماهی نيولی وو، چي هغه يې هم  باچا ته ورکړئ.

دغه باچا لکه څنګه چي د پېرانانو باچا وو، د دې ښځې په حال خپله خبر سو او بيا يې د ځان په هکله هم ټوله کيسه ورته وکړه، چي زه د پېرانانو باچا يم او داسي نور.

او بيا يې دې ښځې ته وويل: چي د نن څخه ته زما لور يې او بيا يې  دې ښځي ته خپله يوه خاصه انګوشترۍ ور کړه او دا يې ورته وويل: چي دا داسي انګوشترۍ ده چي که ته دغه انګشترۍ په ګوته کړې نو د ټولي دنيا پېرانان به ستا تر امر لاندي وي او چي ته هر څه ورته وايې هغه به يې کوي.

خو دا ښځه په ډېر يوازي اوسېدو سره اوس داسي سوې ده، چي بيخي يې اوس هيڅ ځای ته زړه هم نه غواړي او غواړي چي د ټول عمر دپاره دلته و اوسيږي. جوګي د يو څه ځنډ څخه وروسته بيا په خپلو خبرو پيل وکئ او داسي يې وويل: نو اوس چي دغه انګوشترۍ د دې ښځي سره ور سره ده او دې هم تر اوسه پوري د دې انګوشترۍ څخه هيڅ کار نه دی اخستی نو اوس که چېري دا وغواړي دا کولای سي چي د دغه انګوشترۍ په واسطه  سره د ټوله دنيا باچاهي تر لاسه کړي.

باچا چي کله د دغه نجومي ټولي خبري واورېدې نو یې څو واري چکچکي وکړې چي د باچا د چکچکو  سره سم د باچا يو مزدور  راغی  او ځړېدلى سر و درېدی باچا ورته وويل: د درياب پر غاړه باندي يوه جونګړه ده. تاسي به هلته ور سئ او په دغه جونګړه کي چي کومه ښځه اوسېږي هغه به په ډېر عزت او احترام سره راولئ.

مزدور هم د باچا د حکم سره سم د سلام په کولو سره ولاړی بيا باچا، ملکې او شاهزاده ګانو ته هم حکم وکړی چي خپلو خپلو خونو ته ولاړ سي.

د باچا د حکم سره سم دوی هم خپلو خپلو خونو ته ولاړل؟ کنې نو د دوی خو زړه نه غوښتی چي خونو ته ولاړ سي ځکه چي دوی خو غوښتل چي دغه ښځه وويني. د کمي سره چي د پېرانانو د باچا انګوشترۍ ده چي د دې انګوشترۍ په واسطه دا کولای سي چي هر څه وکي، خو بيا هم دا په جونګړه کي اوسيږي.

باچا په ډېري نا ارامۍ سره انتظار کوى، چي کله به دغه ښځه راسي او حال به راته ووايي: تقريباً د يوه ساعت څخه وروسته هغه د باچا عسکر کم چي دوی په هغه ښځي پسي استولي وه، راغلل او باچا ته يې سلام وکړی. باچا په ډېر تلوار سره ورته وويل څنګه سو هغه ښځه مو پيدا کړه؟ عسکرو يې په جواب کي ورته وويل هو! باچا صاحب هغه ښځه موږ پيدا کړه. دغه ده دباندي ولاړه ده او د راتلو اجازت غواړي.

باچا بيا په ډېر تلورا سره ورته وويل: ور سئ ژر ئې راولئ، عسکرو چي کله د باچا دونه تلوار وليدئ، نو سمدستي د باچا د حکم سره سم ژر د خوني څخه ووتل.

باچا خپلي سترګي دروازې ته نېغي نيولي وې، چي د يو څه وخت وروسته يوه ډېره ښايسته ښځه خوني ته راننوتله چي مخ يې دونه ښايسته وو تا به ويل چي سپوږمۍ يې په مخ کي پرته ده، په سترګو کي يې ډېره هوښياري معلوميده.

دا رښتيا هم چي يوه ډېره ښايسته ښځه وه. بالکل لکه يو د ګلاب ګل داسي ښايسته وه خو د دې کالي ډېر زاړه او خراب وه. په ښايسته مخ کي يې د وار خطايي او بېري تاثيرات ښکارېدل، خو بالاخره دغه ښځه خوني ته راننوته، باچا هم سمدستي پوښتنه ورڅخه وکړه ستانوم چشه دئ؟

ښځي په جواب کي ورته وويل: باچا صاحب! زما نوم مبارکه ده او بيا ئې په ډېر ادب سره باچا ته وويل: باچا صاحب زما څخه کمه خطا سوې ده، چي تاسو دلته راوغوښتلم که څنګه؟

باچا صاحب ورته وويل: ولي تا ته خو به زما سپاهيانو کم تکليف نه وي در رسولی؟

ښځي په جواب کي ورته وويل: نه باچاصاحب! ستا خلکو خو زه په ډېر عزت او احترام سره را و رسولم خو ستا داسي نا څاپه راغوښتل هغه بيا هم زما غوندي غريبي او بې وارثي لپاره ډېره د وراخطايي خبره ده.

باچا چي کله د هغې دغه خبري واورېدې نو يې ورته وويل: ته ولي ځان ته بې وارثه وايې. ته خو د ټولو پيرانانو شهنشاه يې او د دې خبري سره يې  مبارکي ته اشاره وکړه چي پر چوکۍ باندي کښېنه او خپله باچا هم پر يوه خاصه چوکۍ باندي کښېنستی.

مبارکي په حيرانتيا او ساده لهجه سره باچا ته وويل: او تا ته دغه ټولي خبري څنګه معلومي سوې. ما خو تر ننه پوري هيچا ته د دې ذکر نه دئ کړی، ځکه چي هغه خو جينات دي. يعني هغه خو د پيرنانو شهنشاه دئ او زه يوه غريبه او بې وارثه ښځه يم نو په دې وجه زه څنګه فکر کولای سم چي هغه به زما سره دونه کومک کوي  او ماته به دونه ګټور او قيمتي شی راکوي؟

باچا چي کله د مبارکي خبري وارېدې نو يې ورته وويل: هغه د پېرانانو شهنشاه تاته يوه انګشترۍ هم درکړې وه، هغه دي څه کړه؟ ځکه چي اوس د مبارکي په ګوتو کي کمه انګوشترۍ نه ښکارېده.

مبارکي په جواب کي ورته وويل: هغه خو ما په خپله جونګړه کي پټه کړې ده، ځکه چي هغه د پېرانانو باچا ماته ويلي وه چي دا خورا قيمتي او ارزښتناکه انګوشترۍ ده. خو زه حيرانه پر دې يم چي تاته دغه ټولي خبري څنګه معلومي سوې او ته پر ما باندي دونه مهرباني ولي کوې؟

بيا مبارکي تر يو څه فکر کولو وروسته په حيرانتيا سره په خبرو پيل وکړ او داسي يې وويل: زه په خپل قسمت باندي ډېر نازېږم…

باچا هم د مبارکي د دې خبري سره سم را ولاړ سو او چکچکي يې وکړې چي د چکچکو په اورېدو سره يې يو عسکر راغی او د سلام په کولو سره د باچا مخ ته ودرېدی. باچا ورته وويل: د نن څخه دغه مبارکه زما لور ده او نوم ئې شاهزادګۍ مبارکه ده اوس يې ته بوزه د شاهزادګۍ کالي ورکړه او چي کله دې د شاهزادګۍ کالي ور کړه، نو بيا يې وماته راوله. نو د باچا د خبرو سره سم شاهزادګۍ مبارکه هم د باچا د مزدور سره خاموشه د دروازې څخه ووتله.

بيا چي کله شاهزادګۍ مبارکه تقريباً د يو ساعت څخه ورسته راغله نو دا نوره هم ښايسته او ښکلې ښکارېده.

باچا د شاهزادګۍ مبارکي پر سر باندي لاس ورکښېښوى او ورته وې ويل: واه واه شاهزادګۍ مبارکي ته خو رشتيا هم چي شاهزادګۍ سوې. شاهزادګۍ مبارکي يې هم د باچا څخه مننه وکړه او دواړه پر چوکۍ باندي کښېنستل. باچا په ډېر تفصيل سره دې نوي شاهزادګۍ ته د ضدي شاهزاده په باره کي هغه ټولي خبري وکړې، کمي چي نجومي ورته کړي وې.

شاهزادګۍ مبارکي چي کله دغه ټولي خبري واورېدې، نو يې باچا ته وويل: نو اوس زما څخه څه غواړې؟ ته صرف حکم وکړه زه ستا په خدمت کولو ډېره خوشاله کيږم.

باچا ورته وويل: ستا سره خو هغه انګوشترۍ در سره ده، کمه چي تا ته د پيرانانو شهنشاه درکړې وه، نو زه اوس غواړم چي ته د دغه انګشترۍ په واسطه زما زوی يعني ضدي شاهزاده د پيرانانو د شاهزادګۍ څخه راخلاص کړې او صحيح سلامت يې راته راولې.

شاهزادګۍ مبارکي چي د باچا خبري واورېدې، نو ولاړه سوه او باچا ته يې وويل: سمه ده باچا صاحب! زه به ضرور ستا زوی صحيح سلامت درته راولم، خو ته دونه وکه چي اوس ما تر خپلي جونګړي پوري و رسوه.

باچا هم سمدستي خپل درباي ته امر وکړ، چي شاهزادګۍ مبارکه دي تر خپلي جونګړي پوري ورسوي. درباري هم د باچا د حکم سره سم شاهزادګۍ مبارکه پر اس باندي سپره کړه او خپلي جونګړي ته يې راورسوله، چېري چي دا پخوا اوسيدله.

شاهزادګۍ چي کله خپلي جونګړي ته ورننوتله نو يې سمدستي د يوه بکس سر ور خلاص کئ، چي د جونګړي په پای کي پروت وو او د هغه څخه يې يوه برېښندوکې انګوشترۍ را وکښله او په ګوته ئې کړه او بيا ئې هغه ګوته چي انګوشترۍ يې په کړې وه، په دواړو لاسو کي ټينګه ونيوله او خپلي سترګي يې پټي کړې او د ځانه سره يې وويل: زه غواړم چي يو پېری ماته  حاضر سي، چي د لږ وخت وروسته دې داسي احساس کړه لکه دا چي په هوا کي روانه وي.

يو څه وروسته کله چي دې داسي احساس کړه  چي دا اوس پر مځکه باندي راکښته سوې ده، نو دې هم خپلي سترګي خلاصي کړې، چي د سترګو د خلاصېدو سره دې وليدل چي دا په يوه ډېر لوی او ښايسته محل کي ولاړه ده. دې چي شا و خوا وکتل حيرانه پاته سوه چي دا څنګه ځای دئ، په دې وخت کي په  لوی او غټ اواز  يوه سړي ورته وويل: ته څوک يې؟

شاهزادګۍ مبارکه هم وپوهېدله، چي دا انسان نه بلکي يو پېرانی دئ، نو يې ورته وويل چي زما نوم شاهزادګۍ مبارکه ده او دا دی زما په ګوته ستاسو د پاچا انګوشترۍ ده. دا ماته ستاسي باچا راکړې ده، زه غواړم چي فوراً د شهنشاه سره وګورم.

هغه پېراني چوکيدار چي کله د شاهزادګۍ خبره واروېده او دا يې وليدل چي د دې په لاس کي د شهنشاه  انګوشترۍ ده نو په ډېر ادب او احترام سره ور ته ودرېدئ او بيا يې شهزداګۍ ته وويل را ځه شاهزادګۍ تشريف راوړه، نو دا په هغه چوکيدار پسي  ور روانه سوه، هغه چوکيدار يوه لوی محل ته ننوتي شاهزادګۍ هم پسې ورننوتله.

دا محل لکه څونه چي د دباندي څخه ښايسته وو هغونه دننه هم ښايسته وو. څه وخت چي شاهزادګۍ د باچا حضور ته ورغله، باچا چي کله شاهزادګۍ وليده، نو ژر د خپله ځايه را ولاړ سو او شاهزادګۍ ته يې وويل: راځه راځه ته خو هغه نجلۍ يې چي ماتا ته انګوشترۍ در کړې وه، لېکن ته خو هغه وخت ډېره غريبه وې، خو اوس خو دي دا دي د شاهزادګۍ کالي اغوستي دي خو په هر حال دا خو ډېره ښه خبره ده، چي زما د انګوشترۍ  په وجه سره ته دونه پيسه داره سوې يې او ژوند دي سم سوی دئ، لېکن دا راته ووايه چي ته اوس دلته څنګه راغلې يې؟ شاهزادګۍ هم د ضدي شاهزاده او د جينات د قبيلې ټوله کيسه ورته وکړه…

د پيرانانو شهنشاه چي کله د شاهزادګۍ دغه خبري واورېدې نو يې ورته وويل: نو اوس ته زما څخه څه مرسته غواړې؟

شاهزادګۍ ورته په جواب کي وويل: ما د باچا صاحب سره وعده کړې ده چي زه به د هغه زوی روغ رمټ ورته راولم، نو په دې وجه زه اوس  تاته راغلم چي ته مرسته راسره وکړې.

د پيرانانو شهنشاه ورته وويل: ښه نو چي داسي ده نو ته اوس دلته کښېنه او د دې خبري د کولو سره سم د پيرانانو شهنشاه  چکچکي کړې چي د چکچکو په اورېدو سره يې يو چوکيدار راغی. د پيرانانو  شهنشاه  ورته وويل: هغه ښځه راولى چي له  شاهزاده څخه يې هوسۍ غلا کړې ده.

چوکيدار چي کله د شهنشاه حکم واورېدئ نو په تلوار سره دباندي ووتی، بيا د يو څه وخت وروسته يوه پيرانۍ ښځه راغله او د پيرانانو د شهنشاه مخ ته په ځړېدلي سر  ودرېده، چي په لاس کي يې هم هغه د سره رنګ هوسۍ وه.

د پېرانانو شهنشاه په ډېره درد ناکه لهجه سره دغي شاپيرۍ ته وويل: تا دغه سره هوسۍ د شاهزاده نواز يعني د ضدي شاهزاده څخه ولي غلام کړې ده؟

شاپېرۍ په جواب کي ورته وويل: جناب شهنشاه صاحب دغه هوسۍ زما ډېره خوښه سوه نو په دې وجه ما د شاهزاده نواز څخه غلا کړه، که چېري زما څخه غلطي سوې وي، نو زه بخښنه غواړم.

د پېرانانو شهنشاه ورته وويل: تا ته معلومه نه ده، چي دا زموږ قانون دئ چي د انسانانو د دنيا څخه به هيڅ شی د هغو د اجازت پرته نه راوړي او که چېري يو چا راوړی نو پر هغه باندي د وژلو حکم دئ، چي د دې خبرو سره سم د پيرانانو شهنشاه خپل لاس د دغي شاپيرۍ خوا ته وښوراوه او يو منتر ئې هم ووايه چي د دې په ويلو سره د شاپېرۍ بدن ناڅاپه اور واخيستی او په ډېر لږ وخت کي يې ټول بدن وسوځل سو.

کله چي د دې شاه پېرۍ  بدن ټوله وسوځل سو او بيخي ورکه سوه، نو بيا د پېرانانو شهنشاه خپل  مزدور ته وويل: ور سه هغه بله شاپېرۍ هم راوله، کمي چي ضدي شاهزاده بندي کړی دئ. مزدور چي د شهنشاه حکم واوريدئ، نو د سلام کولو سره د کوټې څخه ووتي، يو څه وخت وروسته هغه مزدور بېرته راغی، چي د ده سره د دې وار هم يوه بله شاپېرۍ وه، چي تر شا يې يو بل څوک ورپسې وو، چي د شاهزادګانو په ډول کالي يې اغوستي وه. داسي معلومېدی چي دا يو انسان ذات وي خو هغه ډېر خوابدی او پرېشانه معلوميدئ. شاهزادګۍ مبارکي چي دی وليدئ، چي د شاهزادګانو کالي يې اغوستي دي، نو شاهزادګۍ مبارکي ور ته وويل: ستا نوم شاهزاده نواز دئ؟

هغه په جواب کي ورته وويل: هو، زما نوم شاهزاده نواز دی لېکن زه په ضدي شاهزاده سره شهرت لرم، زه اوس ډېر وږی يم دې بدبختي شاپېرۍ چي زه قيدي کړی وم نو دا څو ورځي ئې هيڅ هم نه دي راکړي. زه اوس ډېر وږی سوی يم تاسي اوس ماته يو شی راکئ چي زه يې وخورم.

د پيرانانو شهنشاه چي کله د شاهزاده نواز خبري وارېدې نو يې په خندا سره و شاهزاده ته وويل: ته خو خورا ضدي وې بلکې اوس په ضدي شاهزاده سره مشهور يې، ته خو چي به کله يوې خبري ته ضد ونيولې، نو تا به په خپله ډوډۍ پرېښوله او ځان به دي په ځنځيرانو وتړى نو اوس څنګه وايې چي ماته ډوډۍ راکئ؟

شاهزاده نواز په جواب کي ورته وويل: هو – هو زه رښتيا هم  چي ضدي وم، خو دغي ښځه چي زه يې بندي کړی وم تر ما لا هم ډېره ضدي وه. ما ډېر کوښښ وکئ، چي دا ضد پرېږدي خو هغه تر ما يو په سله ضدي وه خو اوس ماته د دې احساس وسو چي ضد ښه شی نه دئ، نو بيا ما په زړه کي دا فيصله وکړه چي بيا به هيڅ وخت ضد نه کوم.

شاهزاده نواز چي کله دغه خبري وکړې، نو د پيرانانو شهنشاه ورباندي وخندل او وې ويل: دا صحي خبره ده چي ضد په ضد سره ماتېږي، خو په هر حال شاهزاده  نواز! ستا فيصله زما خوښه سوه، بيا د پېرانانو شهنشاه حکم وکئ، چي شاهزاده نواز بوزي ښه خورکونه ورکړي او ښه ډېري طلاوي هم ورکړي. کله چي مو دی ښه موړ کئ نو بيا يې بېرته ماته راحاضر کئ.

د شهنشاه نوکر هم د شهنشاه حکم سره سم شاهزاده نواز تر لاس ونيوی او د کوټې څخه ووتل. د پېرانانو شهنشاه هغه شاه پېرۍ ته چي شاهزاده نواز يې بندي کړی وو مخ ور  واړوى او ورته وې ويل: ښه اوس نو ته راته ووايه چي تا ولي دغه شاهزاده بندي کړی وو؟ هغه ته دي په دغه څو ورځو کي هيڅ د خوراک شی هم نه وو  ور کړی؟

شاپېرۍ چي چپ ولاړه وه ويل: خو دغه شاهزاده زما څخه هوسۍ وړې وه. زه هم ضد ورته ونيولم چي ما ويل تر څو پوري چي دی زما هوسۍ راکړې نه وي. تر هغه  وخته پوري به زه ده ته هيڅ خورک او څښک ورنه کړم خو کله چي زه دلته راغلم او دا راته معلومه سوه چي زما هوسۍ شاهزاده نواز نه ده غلا کړې بلکي هغه يوې بلي شاپېرۍ غلا کړې ده نو بيا ما ډېر افسوس وکړی او پر خپلو کړنو ډېره پښيمانه سوم.

 د پيرانانو شهنشاه په ډېر درد سره ورته وويل: ما خو دا حکم کړی وو چي تاسو به په هيڅ انسان  کار نه لرئ نو بيا تا ولي د دې حکم څخه سرغړونه وکړه؟

شاپېرۍ چي کله د شهنشاه دغه د درده ډکي خبري واورېدې نو خورا وارخطا سوه او په رېږدېدو سره يې شهنشاه ته وويل: زه بخښه غواړم. زما څخه غلطي وسوه. زه پر خپلي کړني باندي ډېره پښېمانه يم اوس تاسو ما معاف کئ بيا به هيڅکله هم داسي ونه کړم.

د پېرانانو شهنشاه ور ته وويل: نه نه ستا هم هغه سزا ده کمه چي د هغه بلي شاپېرۍ وه.

د دې خبري سره سم شهنشاه د شاپېرۍ خوا ته خپل لاس ونيوی او يو څه يې پر وويل، چي د دې سره د شاپېرۍ پر بدن باندي د هغه بلي شاپېرۍ په شان اور بل سو او په ډېر لږ وخت کي د دې شاپېرۍ بدن هم وسوځل سو او اېره سوه.

د يو څه وخته وروسته شاهزاده نواز بېرته راغی چي اوس يې په مخ کي د خوشالۍ نښانې  معلومېدې.

کم وخت چي د پېرانانو شهنشاه شاهزاده نواز ته هغه ټوله کيسه وکړه، کمه چي دغه شاهزادګۍ مبارکه په ده پسې راغلې وه او دی يې د هغه شاپېرۍ څخه خلاص کړی نو شاهزاده هم د شاهزادګۍ مبارکي او د پېرانانو د شهنشاه څخه ډېره مننه وکړه…

د پېرانانو شهنشاه شاهزادګۍ مبارکي ته وويل: اوس نو ته خپله وعده پوره کړه، کمه چي دي د شاهزاده نواز د پلاره سره کړې وه چي ته به هغه ته شاهزاده نواز روغ رمټ ور رسوې او د دې سره سم يې خپل عسکر ته حکم وکړى، چي دوی بېرته د دوی دنيا ته بوزه  شهزداګۍ مبارکي هم د شهنشاه څخه ډېره مننه وکړه او بيا دوی دواړه د هغه د سپاهي سره را روان سول.

دوی چي يو څه مزل وکی، نو په دې وخت کي دغه د شهنشاه سپاهي دوی ته وويل: چي دوی خپلي سترګي پټي کړي نو چي کله دوی خپلي سترګي پټي کړې نو دوی داسي احساس کړه. لکه دوی چي په هوا کي روان وي، خو بيا د يو څه وخت وروسته هغه عسکر بيا وويل: اوس تاسو خپلي سترګي بيرته خلاصي کړئ.

کله چي دوی خپلي سترګي خلاصي کړې که ګوري چي دوی د باچا د کور مخ ته ولاړ دي، چي د شاهزاده نواز دوی شاهي محل وو، په ټوله شاهي محل کي د شاهزاده د روغ رمټ را رسېدو خبر خپور سو، ټوله خورا خوشاله سول، د شاهزاده ټوله وروڼه راغلل مور او پلار يې هم راغلل ټوله ډېره خوشاله وه، چي شاهزاده نواز روغ رمټ را ورسيدئ.

شاهزادګۍ مبارکي باچا ته وويل: اوس نو ماته اجازه راکه، چي زه دغه  ستاسي کالي او شيان در کم او زه بېرته خپلي جونګړي ته ولاړه سم.

باچا چي خپل ضدي شاهزاده يې ټينګ په غېږه کي نيولی وو په خندا سره يې شاهزادګۍ مبارکي ته وويل: نه، نه ، نه ماتا ته په لور سره ويلي دي، نو ته اوس زما لور يې او تا خو پر موږ باندي لوی احسان هم وکئ، چي دغه ضدي شاهزاده دي راته راوستی.

په دې وخت کي ضدي شاهزاده په خندا سره وويل: ما خو اوس ضد پرې ايښی دئ، پلار چي يې دغه خبره واورېده نو نور هم خوشاله سو. اوس نو رشتيا هم شاهزاده نواز پر هيڅ  شي ضد نه کوئ او ضد ئې بېخي پرې ايښي وو.

خو څه سر دي پرله ګرځوم څه زمانه وروسته باچا د شاهزاده نواز او د شاهزادګۍ مبارکي واده ور وکئ، ځکه چي د شاهزادګۍ مبارکي هم شاهزاده نواز خوښ وو.

اوس نو شاهزادګۍ مبارکه په رښتيا هم شاهزادګۍ جوړه سوه او نور يې نو په ډېره خوشالۍ سره خپل ژوند ته ادامه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب