تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) د روسیې د استخباراتو یا امنیتي خدماتو (F.S.B) ادارې رئیس وايي چې په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو شتون د منځنۍ آسیا هیوادونو ته تر ټولو لوی خطر دی.
الکساندر بورتنیکوف د داعش خراسان څانګې او القاعدې یادونه وکړه او د طالبانو سره د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ ترڅو له دې ګواښونو سره مبارزه وشي.
د روسیې دولتي تاس خبري اژانس “تاس” وايي چې د دغه هیواد د امنیتي خدماتو رئیس د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو په ناسته کې، چې په مسکو کې جوړه شوې وه، له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی.
ده وویل: “هغو ګامونو ته په پام چې طالبان د داعش پر ضد اخیستي دي، د افغانستان له چارواکو او استخباراتي ادارو (طالبانو) سره په دې برخه کې او د ناقانونه وسلو او نشه یي توکو د قاچاق پر ضد د اغېزمنې همکارۍ امکانات شته.”
الکساندر بورتنیکوف پرته له دې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي زیاته کړه چې د بهرنیو هیوادونو امنیتي ادارې له نړیوالې ترهګرۍ څخه د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره کار اخلي.
د روسیې دغه جګپوړي استخباراتي چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه، او د نشه یي توکو او وسلو د ناقانونه قاچاق د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ چې د دوشنبې په ورځ د روسیې یوه جګپوړی پلاوي افغانستان ته سفرلاړ.
پلاوي د روسیې د امنیت شورا د منشي سرګي شایګو په مشرۍ د طالبانو له چارواکو، په ځانګړې توګه د طالبانو له دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره جلا جلا ولیدل.
له دې وړاندې د ډله ییز امنیت تړون د سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماګامبتوف، ویلي و چې په افغانستان کې لا هم یو شمېر مهمې ترهګرې ډلې شته. هغه په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه د منځنۍ آسیا لپاره جدي ګواښ بللی و. په همدې تړاو، نوموړي زیاته کړه چې له افغانستان سره د تاجکستان د سرحد د تقویت طرحه تصویبېږي.
ځینې کتونکي وايي چې روسیې تل هڅه کړې چې د منځنۍ اسیا هیوادونه د افغانستان له لوري وبیروي څو دا هیوادونه د ګواښونو د مخنیوي لپاره پر روسیې اتکا وکړي او له بلې خوا روسیې ته اډې ورکړي.
تراوسه پورې د مخدرو موادو د قاچاقبرو له یوې – نیمې نښتې پرته، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ داسي کومه پېښه نه ده شوې چې په هغې کې ترهګرې دلې لاس ولري.
نړۍ ته ستر ګواښ امریکا او روس تروریستي هیوادونه دي. ټوله نړۍ دې دوو تروریستي او منافقو هیوادو د خپلو اقتصادي ګټو لپاره نارامه کړې.