تازه د کابل د دشت برچي په زیږنتون کې پر سر او سینه په ډزو لګېدلې او مړه شوې وه.
مړی یې خپلوخپلوانو د کور په سالون کې اچولی و.
ښځې ترې ګرچاپېره ناستې وې، چا ټټر څیراوه، چا ویښتان شکول او چا غبرګې څپېړې مخ ته نیولې وې.
د کورسالون او انګړ، د ښځواو نارینه و ژړاګانو، کوکو او سورو په سراخیستی و.
خواښې یې په چیغو چیغو ویل:
ډاکټرانو ورته د زیږون ورځ ښودلې وه، سهار وختي مې په خوښۍ روغتون ته بوتله او بسترمې کړه.
… داسې نه ښکاریده لکه مړه چې وي، داسې ښکارېده ته به وايي، یو رنګین خوب وړې ده او له چا سره په مینه مینه د خوښۍ او ارمانونو خبرې کوي.
په سپین پراخ تندي یې په وینو سور پېکی یوې خواته اړیدلی و.
په وښکي کې یې د نرۍ موسکا نښې لیدل کیدې.
خواښې یې په ژړا ژړا د ځوانې جانې نګور، سرې سپینې څیرې ته کاته او په ستاینو ستاینو کې یې د هغې پرونۍ دا خبرې بیانولې چې په خندا خندا یې ویلې وې :
« مورجانې ! خدای دوه زامن راکړي ، خدای دې دا ځل یوه ښکلې لور راکړي، زامن مې دې خدای بې خوره نه کړي ، خویندې د وروڼو د زړه زور وي ….. »
هو! دې د زیږون نه له خلاصون وروسته په یوه ډیره لنډه شېبه کې پرله پسې درې غږونه اوریدلي وو:
یو د ماشوم لومړۍ ژړا
بل د روغتون د نرسې غږ چې جینۍ ده جینۍ
او ورپسې یو تریخ او هیبتاک درز چې د دې نرۍ موسکا یې تر خندیدو پرې نه ښوده.
پای