شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهناټو، له امریکا سره به په یو وخت له افغانستان څخه وځي

ناټو، له امریکا سره به په یو وخت له افغانستان څخه وځي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱مه: په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازې کیبیلي هچیسن وايي، ناټو ځواکونه به هم له افغانستان څخه له امریکايي ځواکونو سره په یو وخت او یو غږ وځي.
نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د افغان حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو تبادلې ناټو هیله منه کړې ده چې په دغه هېواد کې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پيل شي.

مېرمن هچیسن زیاته کړې د ناتو او کابل اړیکې ښې دي او په وینا یې چې افغانستان کې به د دغه هیواد د ځواکونو روزنې او ورته د مشورې ورکولو ماموریت دوام وکړي: (( د عبدالله او ولسمشر غني تر منځ هوکړه یولوی پرمختګ و او ناټو هیله لري چې په افغانستان کې دا سیاسي هوکړه په بریالیتوب تمامه شي.))

میرمن هچیسن همدا راز ټینګار کړی دی چې ناټو به په افغانستان کې له ښځو څخه د ملاتړ ژمنو ته هم وفاداره پاتې شي.
ناټو دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه په بشپړ خروج ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب