د پښتو په ناسمو عام شويو شعرونو کې د رحمان بابا د يوه غزل لاندې هم بيتونه دي:
خدايه! څه شو هغه ښکلي ښکلي خلک
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلي خلک
هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نشي
ژړوي مې هغه تللي تللي خلک
لومړی دا چې د دې غزل په لومړي بيت کې راغلی “شو” په اصل کې “شه” دی. دا “شه” د اوسني “شو” پر ځای چې په زورکي ختم دی، په کلاسيکه شاعرۍ کې بالعموم د شول فعل د بشپړې بڼې(شو) انډول و. پخوانو شاعرانو له “شه” نه ډېره استفاده کړې. ارزاني خويشکی وايي:
يوسف خوښ له خپل جمال شه
د ده مول ده درم مال شه
چې يې ځان په کمي وکوت
په کمي پر تخت کمال شه
(د ارزاني کليات، ۲۰۰۵: ۷۲۸)
د مرحوم بينوا(۱۳۲۶) په زيار د رحمان بابا په خپاره شوي ديوان کې هم “شه” دی او د طه خان(۲۰۰۶) اردو ته د رحمان بابا په ژباړلي ديوان(پر يوه مخ يې پښتو او پر بل يې اردو ژباړه راغلي) کې هم “شه” دی:
خدايه څه شه هغه ښکلی ښکلی خلک
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلی خلک
د رحمان بابا د همدې غزل درېيم بيت دا ډول دی:
خبر نه يم، چې و کومه خوا ته لاړ شه
ليده نشي هغه ما ليدلی خلک
د دې بيت په لومړۍ مسره کې په “لاړ شه” کې “شه” همغه د “شو” د ماضي مطلقه بڼه ده او دا مو د پښتو ژبې يوې ګرامري ځانګړنې ته متوجه کوي، چې پخوا پښتو په مطلقه ماضي کې له “لاړل” سره خوا کې “لاړ شه” هم درلوده، چې په حال کې په “لاړ شي” اوښته او اوړي.
د دې غزل رديف “خلک” او قافيه يې فعلي صفت دی، چې له وروستي بيت پرته په نورو ټولو بيتونو کې د خپل ورپسې موصوف(خلک) لپاره د عدد له پلوه ګردانېږي. ستونزه له همدې ځايه پيدا شوې، خلکو “خلک” يو جمع نوم ګڼلی او قافيه يې ورته اړولې: ښکلي/سپېڅلي/ تللي/راغلي/ليدلي خلک او دا ځکه چې اوس په پښتو کې خلک د جمع نوم په بڼه عام دی؛ خو د رحمان بابا په پاسني غزل کې “خلک” د جمع نه، مفرد په بڼه دی او دا خبره د لاندې دلايلو پر بنسټ کولای شو:
۱- د غرو مومند، د باجوړ خلک او نورې پښتني قبيلې چې زه يې اوس دقيق نومونه نشم اخيستلای، “خلک” مفرد وايي. مثلا چې د يوې سيمې د اوسېدونکو په اړه غږېږي، وايي: “دا ښه خلک دی”. د عالم خان الم د يوه غزل دوه بيته دي:
ستا د کږو بڼو د زور نه دی
زما زړه نور نه دی، بس نور نه دی
زما په کلي کې ښادي هم غم وي
خلک عادت د ټنګ ټګور نه دی
د دې غزل رديف”دی” راته وايي، چې خلک مفرد دی. داسې نورې په لسګونو بېلګې په پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ کې شته، چې “خلک” يې مفرد کارولی دی.
۲- همدا کانه د رحمان بابا پر شعر هم شوې ده. د رحمان بابا د غزل لومړني دوه بيته ډېر عام دي او وروستي بيت ته يې څوک متوجه شوي نه دي، ګنې دا ستونزه به نه رامنځته کېده. د دې غزل په وروستي بيت کې د “موندلی” مفعولي صفت راغلی دی؛ خو دلته د پاسنيو بيتونو پر خلاف د “خلک” رديف لپاره نه دی ګردان شوی، چې په اسانه يې په جمع مذکر”موندلي” واړوو، بلکې د “خوند” لپاره ګردان شوی. بيت داسې دی:
رحمان هسې ګوښی خوند له خلکو بياموند
چې هر ګز نه دی دا خوند موندلی خلک
يو ځل به بيت په نثر واړوو: رحمان له خلکو ګوښی هسې خوند بياموند/ چې هر ګز دا خوند خلکو نه دی موندلی. “خلک” د رديف د شکلي التزام له امله ګرامري قاعده ماته کړې او په “خلکو” نه دی بدل شوی؛ خو “موندلی” ښيي، چې په دې ټول غزل کې “خلک” مفرد دی، ځکه دا ممکنه نه ده، چې په پخواني تصور د غزل جامد جوړښت دې مات شوی وي او په پاسنيو ټولو بيتونو کې دې “ښکلي، تللي، راغلي او …” وي او په وروستي بيت کې دې د قافيې همغږي ماته شوې وي او “موندلی” شوی دې وي.
په دې غزل کې له رديف پرته دوه ځايه نور هم خلک د “خلکو” په بڼه راغلی، چې زه حدس وهم چې هغه به هم “خلکو” نه وي، “خلکه” به وي، ځکه د “خلک” اوښتې مفردي بڼه “خلکه” ده؛ خو دا سملاسي تش حدس دی، د استاد بېنوا او طه خان په زيار په چاپ شويو دواړو بڼو کې “خلکو” دی.
۳- د ارواښاد بېنوا په زيار په چاپ شوي ديوان کې د دې ټول غزل د قافيې کلمې د جمعې په ناسمه بڼه دي. ښايي د دې غزل د ناسمې بڼې د عاميدو يو لامل دا وي؛ خو د طه خان په اردو ژباړه کې بيا په مفرده بڼه دي او دا هم يو دليل دی، چې د رحمان بابا د شعر لاندينۍ بڼه سمه ده:
خدايه! څه شو هغه ښکلی ښکلی خلک
په ظاهر په باطن سپين سپېڅلی خلک
هېڅ خندا مې له دې خلکو سره نشي
ژړوي مې هغه تللی تللی خلک
خبر نه يم، چې و کومه خوا ته لاړ شه
ليده نشي هغه ما ليدلی خلک
لکه نمر چې د اورو په څوکه درومي
هسې درومي په دنيا راغلی خلک
درېغه يو ځله خو بيا په جهان راغی
له جهانه په ارمان وتلی خلک
لکه ځګ چې د اوبو په مخ کې درومي
هسې درومي په دنيا راغلی خلک
هزار حيف دی چې په خاورو کې لاړه شي
په چووه او په چندڼ لړلی خلک
رحمان هسې ګوښی خوند له خلکو بياموند
چې هر ګز نه دی دا خوند موندلی خلک
د دې غزل شپږم بيت د استاد بېنوا په راټول کړي ديوان کې شته؛ خو د طه خان په ژباړلي ديوان کې نشته. د غزل د درېيم بيت د دويم مسرې په سر کې “ليده” د استاد بېنوا په زيار په چاپ شوي ديوان کې “ليدل” دی، چې سم نه برېښي، ځکه په پخوانۍ شاعرۍ کې د جمع مفعولي صفت “ليده، خواړه، کاته او… عام وو. همداسې په ” درېغه يو ځله خو بيا په جهان راغی” مسره کې وروستی “راغی” فعل د بېنوا صاحب په راټول کړي ديوان کې “راغلی” دی، چې سم نه دی او دا هم زموږ له ادعا سره مرسته کوي، چې په دې غزل کې “خلک” مفرد دی. د مقطع د “ګوښی” کلمه د بېنوا صاحب په مقابله شوې نسخه کې “ګوښه” دی او د طه خان په ژباړه کې “ګوښی” دی. فکر کوم، چې “ګوښه/goṣa” په لومړۍ څپه خج لري او “ګوښی/gwaṣay” په دويمه څپه فشار لري او دا ګړدودي ستونزه ده.
د دوو متنپوهانو د برابرو کړو چاپي نسخو يوازې په يوه غزل کې دومره ډېر توپيرونه او تېروتني دي، که د رحمان بابا د څو چاپي نسخو ټول ديوان يې سره پرتله شي، ښايي ګڼي تېروتنې يې راووځي. دا د متنپوهانو دنده ده، چې چاپي او قلمي نسخې سره پرتله او د تېروتنو مخه ونيسي.
ماخذونه:
۱- خويشکی، ارزاني. کليات. ۲۰۰۵. سمونه او څېړنه: پروېز مهجهور خويشکی. پېښور: پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون
۲- رحمان بابا. کليات. ۲۰۰۶. اردو ترجمه: طه خان. پېښور: پښتو اکېډمي پېښور پوهنتون
۳- رحمان بابا. ديوان. ۱۳۲۶. مصحح، مدون او مقابله کوونکی: عبدالروف بېنوا. کابل: پښتو ټولنه
ښاغلې ښکلې
سلامونه
همدغه شان گډوډیو په ما د ” پښتو متون سمېدل غواړي” کتاب وکیښ.
پر قلم دي برکت سه
ع سلام
مننه کوم استاد. رښتيا هم زموږ متون سمون غواړي. ستاسو سمونونه مې د تاند له لارې تل تعقيبول. خوښ شوم. خوښ اوسئ.
په زړه پورې یادونه ده چې کیدای سړی یوڅه په سوچ کې واچوي، زه ته چې استادبینوا په دغه برخه کې ډیر په خطا نه دي تللي، درحمان بابا ددیوان نسخې په دواړو بڼولیدل کیږي، یوه خبره داهم ده چې رحمان بابا دخپلې شاعرئ په لړکې لهجوي چم اوکړن په پام کې نه دی نیولی، شعرونه یې یوه داسې معیارته چې زموږ اوسنۍ وینګ ته ورنژدي دي ویل شوي ، که غزل لږ دقیق ترپایه ولولو، اویاهم که (خلک ) په لهجوی ترنګ به مفرده بڼه ولولو په ډیروبرخوکې دشعر ماناوي جوړښت خپله وړتیا نه شي افاده کولای، که خلک په جمع بڼه وویل شي ، ماناوي ستونزه اوغرابت نه رامنځ ته کیږي … دغزل په وروستوکې (خلک ) دخلکو په بڼه راغلی دی ، سوال دادی چې دلته ولي (خلکو ) راغلی دی ؟ وګورئ :
رحمان هسې ګوښی خوند له خلکو بياموند
چې هر ګز نه دی دا خوند موندلی خلک
متنپوهنه دیوه متن شکل اومانا دواړې خواوې له پامه نه غورځوي ، که موږ یوځل دغه پورتنی بیت لږ په غورسره ولولو ستونزه په خپله موږ ته ځان را پړکوي …
لږ فکراوتحقیق به کاردی څو ادبی اوکره قضاوت وکړای شو.
درناوی
رشید
رشيد صاحب! مننه کوم. رحمان بابا بېخي له خپلې لهجې وتى هم نه دى. لهجه له ماشوموالي انسان سره وي چې ممکن د شاعر په شعر کې ناشعوري راښکاره شي. بل دا چې شاعر که هر څومره ملي او قومي شي؛ کله نا کله د محتوا او لفظ مثلا د قافيې په برخه کې د خپلې لهجې له امکاناتو نه استفاده کوي.
دويمه خبره دا ده چې تاسو ته کوم غرابت ښکاري؛ هغه هغو خلکو ته نه ښکاري چې خلک په مفرده بڼه کاروي. مثلا مومند؛ د باجوړ ساپي او نور خلک په ورځنيو خبره کې مفرد وايي او هلته يې ما يوه بله بېلګه وينو؛ خو د غرابت احساس د متن پر ځاى ډېر کله د لوستونکي ستونزه وي؛ نو که له متن بهر شرايط؛ لکه غرابت يا لهجه بېخي هېر کړو؛ انګرېزانو خبره؛ ګراونډ ريالټيز يعنې پخپله د متن جوړښت او په دې جوړښت کې وروستۍ مسره وايي چې خلک په دې غزل کې مفرد دى. هغه دوه ځاى نور چې د خلکو کلمه چې راغلې؛ هغه هم پلټنه غواړي؛ خو زما خپله مشاهده دا ده چې په کومو لهجو کې خلک مفرد کارېږي؛ يو آپشن ورسره د خلکو د جمع بڼه هم وي؛ خو بيا هم بايد دقيق وکتل شي.
په هر حال سره ، زمونږ د ژبپوهانو دنده ده چې پخواني اشعار هم په اوسنۍ معیاري او سمه بڼه اصلاح او چاپ کړي . که په یوه سیمه کې خلک مفرد وي ، خو په ټوله کې د خلکو کلمه په پښتو او نژدې د نړۍ په ډېرو ژبو کې د جمع مفهوم افاده کوي .
کېدای شي خدای بښلي رحمان بابا درې څلورسوه کاله پخوا د پښتو ژبې ټول قوانین په نظر کې نه وي نیولي او رښتیا هلته پښتنو دومره امکانات هم نه درلودل لکه اوس چې زمونږ ژبې او ولس ته میسر دي .
حسن صاحب! زه د کره املا خبره نه کوم. زه يوازې د رحمان بابا دغزل د سمې بڼې خبره کوم.دويم دا چې موږ پخواني په اوسنۍ املا ليکلى شو خو لفظي بدلون پکې نشو راوستى؛ ځکه تاريخي اصالت ته يې زيان اوړي.
استاد محترم! یعنې ستاسو په اند په اوسنيو او پخوانیو متنونو کې د «خلک» کلمه په مفرده بڼه کارول شوې؟
او که د «خلک» کلمه په اوسنیو متونو کې هم په مفرده بڼه وکارول شي؛ نو تاسو یې څنګه ارزوئ؟
نه. اوس خو نه د خلکو جمع بڼه عامه ده. ما يوازې د رحمان باباد غزل د سمون خبره کړې. مننه