شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهپه لغمان کې پر کورونا سربیره ۲۱۷ کلیوالي ټولګي فعال دي

په لغمان کې پر کورونا سربیره ۲۱۷ کلیوالي ټولګي فعال دي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۱۱ مه: د لغمان د پوهنې رياست مسولين وايې ، په دې ولايت کې اوس مهال د مرکز مهترلام سربيره په يو شمېر ولسواليو کې هم زده کوونکي په کليوالي ټولګيو کې په زده کړو بوخت دي .

د لغمان ولايت د پوهنې رياست د کليوالي ښونځيو مسول شفيق الله ظهير وایي، کليوالي ټولګي او کليوالي ښوونځي تر دې  دمه په لغمان کې ښې پايلې لري او ترې فارغ زده کوونکي کولای شي ، چې په نورو عمومي ښوونځيو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

د هغه په خبره  اوس مهال په ټول لغمان کې په (۲۱۷) کليوالي ټولګيو کې ( ۶۹۰۲ ) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې له جملې يې  ( ۳۳۵۵ ) ښځينه دي او د ( ۲۳۱ ) ښوونکو له لورې ورته زده کړې ورکول کيږي.

د ظهير پر وينا دا  ، چې اوس مهال ښوونځي رخصت دي نو کليوالي ټولګيو کې د روغتيا پالانو  سپارښتنې په پام کې نيول شوي او زده کوونکي په خپلو زده کړو بوخت دي: ( شاګردان  په څو وختونو ويشل شوي او ترمنځ يې فاصله هم مراعت شوې ده ) .

د ویلو ده، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه رخصت شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب