سه شنبه, جون 18, 2024
Homeجنرال وزیريپه پردۍ جګړه کې ښکیل یو!!!

په پردۍ جګړه کې ښکیل یو!!!

لیکوال: جنرال دولت وزیري

جګړه د حل لاره نه ده. جګړه نفرتونه زېږوي. که په جګړه څه کیدای شوای، باور وکړئ چې لا له وخته به په هیواد کې سوله ټینګه شوي وای. دلته ټولو یو د بل په مقابل کی زور ازمايی وکړه، بې له وژلو او ویجاړولو يې هيڅ لاس ته را نه وړل.

دا جګړه زموږ نه ده او نه زموږ په اراده ده، موږ يې د سوخت لرګي یو لوبوونکي يې نور دي.

که غواړئ چې هیواد مو روغ پاتې شي او په هیواد کې مو سوله ټينګه شي، نو زموږ د ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) هغه وينا چې وايي:

(( بخښنه د عزت نښه ده، وبخښئ چې خدای تعالی تاسو وبخښئ.))

په عمل کې پلې کړئ. له دې سره به مو هم هيواد جوړ پاتی شي، هم به د وژلو مخه ونیول شي, هم به سوله ټینګه سي او هم به ستر څښتن تعالی او زموږ ستر پيغمبر(ص) له موږ او تاسې راضئ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب