پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبپه پښتو ژبه کې د طنز ليکلو لنډ تاريخ/ ليکوال: عبدالنافع همت

په پښتو ژبه کې د طنز ليکلو لنډ تاريخ/ ليکوال: عبدالنافع همت

د طنز تر ټولو پخوانۍ بېلګې د ژويو کيسې بلل شوي چې تر میلاد شپږ پېړۍ مخکې په يونان کې ايزوپ (Aesop) ليکلي دي. تر هغه راوروسته د نامتو ډرامه ليکوال (اريستوفان)  اثار د يادولو وړ دی چې له  (۲۴) ډرامو څخه يې يوازې (۱۱)  ډرامې تر موږ پورې رارسېدلي دي. دا ډرامې که څه هم هغه مهال کوميډي ډرامې بلل کېدې او اوس يې ځينې ادبپوهان  طنزي کوميډي بولي، خو د نوي وېش له مخې کوميډي جلا او طنز  جلا سبکونه دي. اوس طنزي کوميډي  هغه طنز ته ويل کېږي چې انتقاد يې لږ او د خندا پله يې درنه وي. (۱)

که د معاصر طنز يا معاصر طنز ته ورته سبک خبره کوو، نو د لرغوني روم  دوه نوميالي طنزي شاعران (جووينال) او (هوراس) نومونه ذهن ته راځي. دې دوو شاعرانو په سلګونو لارویان درلودلي او هر ليکوال په نه يو ډول د دوی د سبک لاروی بلل کېږي. د هوراس کتاب تر ميلاد (۳۵) کاله مخکې ليکل شوی چې لومړني سياسي طنزونه ورته ويلای شو. دا اثار که څه هم تر ډېره حده پورې هجوې ته ورته دي، خو هغه وخت ټولو طنزونو هجويه رنګ درلود او ورو ورو يې وده وکړه چې اوسنی طنز  ځنې راوزېږېد. (۲)

ادبپوهان باور لري چې طنز له يوناني ژبې څخه عربي او له عربي څخه پښتو ته د ژباړې له لارې راغلی دی. د دې خبرې د وضاحت لپاره به د عربي ادبياتو شپږ دورې يادې کړو چې په دې ډول دي:

۱: د جاهليت دوره چې تر اسلام يونيم سال کاله مخکې کلونه بلل کېږي.

۲: د صدر اسلام دوره چې تر څلوېښتم هجري کال پورې دوام کوي.

۳: اموي دوره چې تر (۱۳۲ه ق) پورې کلونه بلل شوي دي.

۴: عباسي دوره چې (۶۵۶ه ق) پورې کلونه بلل کېږي.

۵: فترت يا تُرکي دوره چې تر (ه ۱۲۱۳ق) کال پورې دوام کوي.

۶: نهضت يا معاصره  دوره چې تر اوسه پورې ادامه لري.

په عباسي دوره کې د يونان ځينې کتابونه عربي ژبې ته وژباړل شول چې په دې لړ کې ادبي اثار هم شامل دي. څرنګه چې تر عباسي دورې مخکې په عربي ادب کې له ځينو ټوکو، هجويه او هزليه اثارو پرته د اجتماعي نظام، حکومتولۍ او  انتقادي تفکر  څرک نه ليدل کېږي، نو اټکل کېږي چې طنز به هم له له يوناني څخه  عربي ژبې ته د ژباړې  له لارې راغلی وي. په دې دوره کې د نوميالي شاعر  (ابن خلاد) يا (ابوالعیناء)  نوم  د يادونې وړ دی چې په بغداد کې اوسېده او په ظرافت او طنز کې يې ډېر شهرت درلود. (۳)

په دريمه هجري پېړۍ کې د هلمند د سروان د سيمې او سېدونکي  نامتو عالم او  شاعر ابومحمد هاشم سرواني  د خپل استاد  (ابن خلاد) يو طنزي ډوله نظم پښتو ته راوژباړه. ارواښاد سرواني په (۲۲۳ه ق) کال د هلمند په سروان سيمه کې زېږېدلی او د ديني زده کړو لپاره بغداد ته تللی دی. هتله يې له ابن خلاد څخه د عربي ژبې د فصاحت  او بلاغت په برخه کې زده کړې کړې او بيرته  خپل وطن  ته راستون شوی دی. (۴)

دا چې د ارواښاد سرواني يا بل ليکوال او شاعر  ليکلې طنزي بېلګه په لاس کې نه لرو، نو همدا ژباړه په پښتو کې لومړنی طنز  ګڼلای شو. دا ژباړه  که څه هم د معاصر طنز ټول خصوصيات نه لري، هنري او خندوونکی اړخ  يې  کمزوری دی، خو که د خپل وخت په تول يې وتلو، نو د طنز ابتدايي بڼه ورته ويلای شو.

 د پښتو ادبياتو لرغونې دوره له دوهمې هجري پېړۍ څخه پيل او بيا تر يوولسمې هجري پېړۍ، ياني روښانيانو پورې دوام کوي. د دې دورې موضوعات   لمانځنې، قومي وياړنې، ويرنې، مينه، بېلتون  او اخلاقي تعليمات دي چې چندان  لوړ تخيل او ادبي صنعتونه نه لری. د دې دورې  اثار  که څه هم ښکلا لري، خو اکثره يې تش نظمونه او په وچو الفاظو سره هدف بيان شوی دی.(۵)

د دې  ځينې شاعران او ليکوال   په دربارونو کې اوسېدلي دي. د هغه مهال درباري شاعرانو معمولاً  د پاچاهانو په ستاينه کې قصيدې ويلې او درباري امتيارات به يې تر لاسه کول، خو کوم شاعر چې به تش لاس پاته شو، نو په هجوه او بدو ويلو به يې خوله پورې کړه، نو له دې امله درباري اديبانو طنز ته پام نه دی کړی. که له دربارونو څخه دباندې نورو پښتنو  شاعرانو او ليکوالو  ته راشو، نو اکثره يې  صوفيان  او عارفان  تېر شوي دي. څرنګه چې صوفيان اکثره بشري ټولنې ته دومره پام نه کوي، له خلکو ګوښه اوسېږي او په خپل رياضت او عبادت بوخت وي، نو له دې امله يې طنزونه نه دي ليکلي.

 بله خبره  دا ده چې د هرې ژبې ادبيات د خپلو ګاونډيو ژبو سره يو ځای پر مخ ځي.  هغه مهال د پښتو په ګاونډيو ژبو کې  طنز دومره چا نه پېژانده  او هغه  مهال هزليه اثارو ډېر رواج درلود. په اتمه هجري پېړۍ کې د ايران مشهور  ليکوال او شاعر عبيد زاکاني څو منظوم او منثور هزليه  اثار وليکل چې د فارسي ژبې ادبپوهان يې د اوسني طنز معادل ګڼي او زاکاني ته د طنز پلار وايي، نو ويلای شو چې په لرغونې دوره کې تر ښاغلي سرواني راوروسته په  پښتو ژبه کې د طنز څرک نه ليدل کېږي او دا بهير په ټپه ولاړ  ښکاري.

د پښتو ادبياتو منځنۍ دوره له شپاړسمې ميلادي پېړۍ څخه پيل او تر شلمې پېړۍ پورې دوام کوي چې په روښاني ادبياتو پيل کېږي.  د دې دورې ادبيات په عمده ډول تبليغ ته ځانګړي شوي او عرفاني ادبيات د وسيلې په توګه کارول شوي دي. په دې دوره کې هنريت ته لږ پام شوی او پر پيغام ټينګار شوی چې پيغام هم په عرفاني رنګ کې وړاندې شوی او اصلي  هدف يې د خلکو يو موټی کېدل و.

په منځنۍ دوره کې تر روښانيانو وروسته د خوشال خان ادبي عصر راځي.  په دې عصر کې پښتو ادبيات د مضمون او شکل له پلوه تر پخوا ډېر غني کېږي. د فارسي ژبې ټول قالبونه او ادبي صنعتونه په پښتو ادب کې تجربه کېږي. د نظامي مبارزې تاکتيک هم بدلون مومي. د پښتنو د راويښولو او يو موټی کولو لپاره د تصوف پر ځای قومي ارزښتونو ته پام کېږي. په دې بهير کې د پښتنو اجتماعي ټولنيزو نيمګړتياوو ته ګوته نيول کېږي، انتقادي تفکر وده کوي او د پخوا په پرتله هنريت ته ډېره پاملرنه کېږي. څرنګه چې انتقادي تفکر، ظرافت او اصلاح غوښتنه د طنز  رغنده توکي بلل کېږي او خوشال بابا په دې دريو واړو ډګرونو کې مخکښ دی، نو هغه دی چې په اثارو کې يې طنز هم رازرغونېږي.

که د خوشال بابا په اثارو کې طنزونه ولولو، ځينې يې د معاصر طنز په تول پوره خېژي، نو ويلای شو چې د طنز بنسټ د خوشال با با په وخت کې ایښودل شوی دی. څرنګه چې هغه مهال د پښتو ژبې په ټولو ګاونډيو ژبو کې  طنز له هجوې او هزل  څخه پوره لاره  نه وه جلا کړې، نو د خوشال بابا اکثره طنزي شعرونه هم هجويه او هزليه رنګ لري. له خوشال بابا څخه رانيولې بيا د شلمې پېړۍ تر وروستۍ نيمايي پورې د بېلابېلو ليکوالو او شاعرانو په اثارو کې طنزي څرک ليدل کېږي، خو د نوي طنز په تول پوره او  مستقل طنزي اثار نه دي ليکل شوي او که ليکل شوي هم وي، نو زموږ لاس ته نه دي راغلي.  کله چې د شلمې ميلادي پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې د پښتو ادبياتو نوې دوره  پيل کېږي، نور ورسره سم طنز هم  بيرته نوې سا اخلي او د اجتماعي رسالت لپاره د يوې موثرې وسلې په توګه غوره کېږي.

د معاصرې دورې په ادبياتو کې نوي فکري او سياسي تمايلات رامنځ ته شول لکه بشري ارزښتونه، وطنپالنه، ملتپالنه، ولسواکي، خپلواکي او داسې نور.  په دې دوره کې له لويديځ ادب څخه پښتو ژبې ته نوي ادبي ژانرونه، ميتودونه او سبکونه هم راغلل چې په دې بهير کې پښتو طنز هم  بلوغ  ته ورسېد. (۶)

پخواني طنزونه اکثره د نظم په بڼه ليکل شوي، خو په دې دوره کې يې نثر ته هم لاره وموندله. په لسګونو شاعرانو او ليکوالو په تول پوره طنزونه وليکل او يا يې وژباړل  لکه استاد الفت، استاد بېنوا، غني خان،  استاد محمد انور نوميالی، عبدالاحد وحيد، ډاکټر اسرار،  سعدالله جان برق، منان ملګری، کاتب پاڅون، عبدالباري جهاني او داسې نور يادولای شو. په دې وختونو کې نه يوازې دا چې پښتنو ليکوالو او شاعرانو  د معاصر طنز  ليکلو تمرين پيل کړ، بلکې نړيوال شاهکار طنزونه يې هم پښتو ژبې ته راوژباړل چې يوه بېلګه يې د ترکي شاعر او ليکوال عزيز نسين اثار دي. د دې دورې طنزونه نه يوازې دا چې د تخيل، هنريت او اجتماعي پيغام له پلوه ډېر پياوړي دي، بلکې په ډېره زړه ورتيا اجتماعي فساد او  بې  عدالتۍ په نښه شوي دي.

د دې دورې طنزونو يوه نيمګړتيا هم درلوده چې هغه د معهدو او ګوندي ليکوالو سیاسي تمايلات وو. دوی  طنز  د سياسي مفکورې لپاره  د آلې په توګه کارولی دی. اجتماعي ناخوالي يې يوې خوا ته پرې ايښي او يوازې يې خپل سياسي مخالفين  د طنز په ژبه ځپلي دي، خو  کله چې د ډاکټر نجيب الله حکومت ونړېد، په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شوې،  نو ورسره سم د آيډيالوژيکي سيالۍ ميدان هم تش پاته شو او ټولو ليکوالو په ګډه ملي ارزښتونو ته پام وکړ. بې له دې چې د خپل ګوندي سيال د ځپلو په فکر کې شي، هر هغه څوک او هر  هغه عمل يې په نښه کړ چې د ملي ګټو په لار کې خنډ و. اوس پښتو ژبه  نه يوازې دا چې په لسګونو طنزي اثار لري، بلکې د طنز د تيورۍ اړخ ته هم پوره پام شوی دی.

ماخذونه:

۱: کاڼی، محمد طاهر،( ۱۳۹۴ه ش) بهرني ليکوال، کابل، د علومو اکاډمي، ۲۵ مخ

۲: نظري، محمود، (۱۳۹۵ه ش) د طنز نړیوال تاريخ، لومړی ټوک، کابل، دانش خپرندويه ټولنه، ۸ مخ

۳: حبيبي، عبدالحی،( ۱۳۸۴ه ش) د پښتو ادبياتو تاريخ،پېښور ، دانش خپرندويه ټولنه،  ۴۵۳ مخ

۴:  هوتک، محمد،( ۱۳۳۹ ه ش)پټه خزانه، کابل، د پوهنې وزارت، ۵۸ مخ

۵: هېوادمل، زلمی، ( ۱۳۷۹ه ش)  د پښتو ادبياتو تاريخ، پېښور ، دانش خپرندويه ټولنه،   ۸۲ –  ۸۳ مخونه

۶: روهي، محمد صديق، (۱۳۸۴ه ش) د پښتو ادبياتو تاريخ،پېښور ، دانش خپرندويه ټولنه،  ۳۸ –  ۴۲ مخونه


د ښاغلي نافع نورې لیکنې

2 COMMENTS

  1. ښاغلی عبدالنافع همت صاحب هیله ده چي خپل ټول کتابونه و انټرنیټ ته پورته کړې چي د عام اولس د استفادې وړ وګرځي (زموږ د قبلې تاریخ ) نیټ مي ټوله پسې وغوښتی خو پیدا مي نکړی.

  2. قدرمن همت صاحب، السلام علیکم!
    ستاسو قلم دی خدای تاند لری. لیکنی دی د لوستونکو خوښیږی او د لا زیات کار او لیک په تمه دی یاستو.
    خو،
    تاسو عنوان ورکړی (پښتو ژبه کی طنز…) مګر لیکنه مو له ۸۰٪ اضافه د عربی او لرغونی یونان په هکله ده، صرف یو پره ګراف مو د پښتو طنز په هکله دی، خو په هغه کی هم خینی طنز لیکلول لکه محمود نظری او نور چی طنزی مجموعی یی دکتابونو په بڼه چاپ شوی ، حتا ذکر یی ندی شوی، نو ایا دا کار مو قصداً د طنزیه لیکنی په موخه کړی؟
    بل داچی د معاصر طنز پیل د لرغونی روم د دوو نومیالیو لیکوالو او شاعرانوجورنیا ل او حموراس شعری کتابونه ښودلی، په دی یوه جمله کی دوه مفاهیم (معاصر) او (لرغونی) په یوه ځای کی خوا پرخوا راغلی ، آیا دا مو هم د طنز په مقصد قصداً لکیلی ؟ حال دا چی له میلاد څخه ۳۵کاله مخکی موده قطعاً معاصره دوره نده. دا چی عنوان مو دپښتو طنز تاریخ دی، خو عملاً مو د عربی شپږ دوری ښودلی ایا دی کی هم کوم طنزی مقصد لری؟
    دنجیب له دوری مو وروسته ټولی لیکنی دملی اهدافو په موخه ښودلی، ایا د ی کی مو هم مقصد طنز دی، که داسی وی نو موږ باید له نجیب وروسته په دی دیرشو کالوکی ډیر فوق العاده ملی افکار ورزلی وای او هیڅ ملی ضد سکتاریستی او تبعیضی حرکت موجود نه وای او وطن ګل و ګلزار وای، خو عملاً ګورو چی له نجیب وروسته ګوندونه لا زیات شول او یوبل یی نه یواځی په طنز او کنابه، بلکی په ښکنځلو او حتا توپ او ټوپکو وټکول.
    پیشنهاد کوم کله چی غواړئ تحقیقی لیکنه وکړئ، بیا نو دطنز له چوکاټه راووځئ او له عنوان سره مو سم لینکه وکړی، په طنز کی بیا سیستماتیک او علمی میتود نشته هغه ستاسو کار دی . هیله ده خپه نسئ.

    په ډیردرنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب