شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د مېره، کلمې تاریخي تحول | څېړندوی دوست سرواني

د مېره، کلمې تاریخي تحول | څېړندوی دوست سرواني

     کلمې او لغتونه د ژوندیو انسانانو په ډول د انسانانو له خوا زیږي، د ژوند پړاوونه وهي او په ټولنه کښي خپل هویت او ماهیت پیدا کوي، خو په ځینو ملتونو کښي د نه کارېدنګ په سبب ډېری کلمې مري او په ځینو کښي چي خپل مال یې وي په ولس کښي د ټینګو ریښو په خاطر ژوندۍ پاتیږي.

مېره/mera نږه پښتو کلمه ده، په ټولیزه توګه مېني، ځای او ټاټوبي ته وايي؛ په ځانګړې توګه د کلي پر شاوخوا هغي ویړي، لوړي او مهمي مېني او ځای ته وايي چي تر غره کښته او تر کلي لوړه وي. دښت، صحرا، بیابان، بیدیا، سارو، سآلو، سوراړ، سوکړه او….(پښتو.ت.ق،۴:۲۹۲۹مخ) کښتنۍ برخي ته یې شولګره/šulgarә وايي. په پښتو محاورو او زړو متونو کښي په مرکب ډول د دښتي او مېرې په ډول هم کارېدنګ لري.

اندو-اروپايي ریښه: د مېرې کلمې یتیمولوژي اندو-اروپايي ریښې ته رسیږي. پروفیسور پکورني یې په اندو-اروپايي موریني کښي ریښه(*me,mō:<important,big) >  (*melōdh:<elevation,head) ښوولي او معنا کړي چي په پښتو ژبه کښي یې وروسته د /ل،L / فونیم په /ر، r/ اوښتی او د /د،d / فونیم یې لوېدلی دی.(Pokorny:2053)  پکورني د دې کلمې تحول په یوناني کښي: (muros: موروس) ښوولې خو پروفیسور بیلي/Bailey بیا د منځنۍ ساکي په تشریح کښي د مېره/merә کلمې یوناني انډول په لږ توپیر (ماریس/maris) ښوولی دی. دواړه یوه ژبنۍ ریښه ده ځکه یونانیان د ژبني عادت له مخي د ځینو کلمو په آخر کښي د /س،s/ یو فونیم ور ډېروي. لکه: په اندوس، ایتامندروس(هلمندسیند)، اورانوس(آسمان)، اقیانوس(سمندر)، فانوس(څراغ) کښي.

اندو-آریايي کښي : د نړۍ لومړني څرګند ګرامر لیکونکي او د پښتونخوا عالم پاڼیڼي په اښت ادهیايي (21,13.v.v bhividhi) کښي دا کلمه اندو-اروپايي ریښې ته نژدې د /د، d/ کانسونینټ فونیم په ډېرښت سره د maryādā/ په بڼه د مرزي او سرحدي ځای او سیمي په معنا راوړې ده.(panini:440).مُنیر ویلیامز په سنسکریت ډیکشنري کښي د سنسکریت (meru) غر او (mairava) لوړ ځای معنا کړي چي دواړي کلمې د میر/mer ، مر/mar، (*me,mō:<important,big) ریښې لري. (monier Williams:m) بیمالا/bimala د بودیزم په لرغونې جغرافیه، د جاتاکا په بحث کښي چي د ګندهارا په سیمه پوري اړه لري  د میرات/merāt,meerut ,  په نومونو د یوې زړې سیمي د نامه یادونه کړې ده. دا لرغونې سیمه په ګندهارا کښي ښوول سوې خو بیمالا یې د ګنګانګر، کنګرکهرا او پرتاپور، په منځ، د نوي ډهلي په شمال ختیځ اتیا کیلومترۍ کښي ښي. زه د بیمالا له نظره سره نه یم موافق ځکه نورو ډیرو پوهانو د میرات=میره سیمه د ګندهارا (له کابله تر ټاکسیلا- پېښوره) پوري په دې منځ کښي ښوولې ده. زما په اند میرات/merāt,meerut ,  به د کونړ ولایت اوسنۍ مروره/marawarә وي، مېره /meraاو mara / یې همدا د غره په څنګ کښي لوړه سیمه او  warә + وره یې ملکیت – لرونکی سوفیکس او وروستاړی دی، یعني د غره په څنګ کښي د ویړي لوړي سیمي لرونکي په معنا . په هره توګه د کونړ د مروري سیمه چي ما لیدلې کټ مټ دا ځانګړني لري نو، ریښې او د نامه مطابقت ته په کتو هماغه د غره او کلي تر منځ د ځای او ټاټوبي په معنا ده . د هند ځیني پوهان په دې باور دي چي د دې تاریخي ښار نوم ښايي د ماندوداري د پلار مایاسورا د پادشاهۍ د پلازمیني مایاراشترا/mairashtar څخه راوتلې وي..(bimala:74). په اندو-آریايي، پالي ژبه کښي maru/مارو دښت او بیدیا ته ویل سوي دي، خو یو بل ټکی چي د پام وړ دی هغه دا چي: په ویدايي متونو کښي چي د پالي ژبي تر متونو پوري رارسېدلي دي، دې ته ورته یوه بله همبڼه کلمه marut<maru هم سته چي د تالندي او طوفان د الهې معنا لري، دا دوې کلمې باید سره ګډي نه سي.(T.W&W.s:1186)

آریاني کښي: د لرغونې آریاني ژبي اوِستا په ۱/۱یسنا،۳۱/۱۲ یسنا، ۳۲/۹ یسنا په بندونو کښي د مېره/merә کلمه او مورفیم د میڅه/maeθa په بڼه راغلې ده، هورې یې /ر/ په /څ/ اوښتې ده(kanga:1062). د زړې فارسي د داریوش د بیستون په کتیبه(DB.2.22)بند کښي بیا دا کلمه د (māru/مارو)  په بڼه د مېنې او ځای په معنا، په زاړه ماد کښي د یوه ښار نوم ښوول سوی دی. رولانډکینټ د (مېرې/ mere) کلمه د لرغوني آریانا په جنوب لوېدیځ زړې ایلامي[1] ژبه کښي د ma-ru-iš په بڼه محسوس کړې چي په ایلامي کښي دخیله او د همدې مېرې/mere اوښتې بڼه ګڼل کېدای سي.(kent:202). د سامي ژبو د پروفیسور جیفیري/Jeffery[2] په باور چي د ختیځي آریاني ژبي پښتو مېرې/Mere کلمې عبري، آرامي او کلداني ژبو ته هم لاره کړې، هورې د یو /ن/n فونیم په ډېرېدو  سره په (menorah/مینره=میره) بڼه د بام، لوړ ځای، څراغ او رڼا په معنا سره خوندي ده. د بام کلمه اوس هم په پښتو کښي د کورونو د چت لوړ سر او روښانه ځای لپاره کاریږي. بلخ ته هم په تاریخونو کښي بلخ بامي ویل سوی، عبدالله بلخی(۶۱۰هجري.ق) په فضائل بلخ کښي کاږي: ” … بلخ را بامي نام است و بامی نام ملکی است…” (فضائل بلخ:۲۸مخ). مُنیر ویلیامز هم د سنسکریت (bhā/بها) مورفیم، (light/رڼا، څراغ) معنا کړی دی.

په منځنۍ ساکي کښي : (مارا/mārā) د مینې، ځای او اندازې په معنا راغلې کلمه ده. (H.W.Bailey:229)

په اسلامي دوره کښي: ابن واضح یعقوبي (۲۹۲هـ.ق) په البُلدان کښي دا کلمه د میرین/meren  په بڼه راوړلې او د فارس پر پوله یې په ترکیه کښي د یوه لوړ ځای نوم بللی دی. ابو منصور(۴۶۰هـ.ق) په لغت الفرس -دري قاموس کښي دا کلمه د لومړي /ک،k / په ډېرېدو سره کمره/kmera د څارویو د څړ ځای، دښت او وټ په معنا راوړې ده. (۲۳مخ) یاده کلمه د البیروني په تحقیق ماللهند کښي د مدورا/Madura په بڼه د مېني، ځای او ټاټوبي لپاره کارېدلی او د هند په شمال کښي یې د نه ۹ سیمو څخه یوه لرغونې سیمه ښوولې ده. په پورتنیو بولګو کښي د تاریخي فونولوژۍ د intrusion/ډېرښت، قاعده راغلې، دا  داسي ژبپوهنیزه قاعده ده چې کله د تاریخ په اوږدو کښي، د یوې کلمې سره خلک د ژبني عادت له مخي یو فونیم ډېر کړي، په داسي حال کښي چي هغه فونیم د هغه کلمې یا لغت په آر او ریښه کښي نه وي د فونیمیکي ډېرښتي حالت رامنځ ته  کیږي، نو دلته هم په یاده کلمه کښي د /د،d/، /ک/، /ی/ فونیمونه د محاوروي عادت له مخي ور  اضافه سوی دی. (قوامي:۲۷ مخ) د شمس سراج عفیف(۷۷۰ هـ.ق) په تاریخ فیروز شاهي کښي یاده کلمه د /ت،t / په ډېرښت د میرتهه/mertha په بڼه راغلې ده.(۳۰۵ مخ). یحیی بن احمد سرهندي (۸۳۸هـ.ق) بیا دا کلمه په تاریخ مبارک شاهي کښي د میرت/merat په بڼه راوړې(۱۴،۱۱ مخونه). قاضي احمد (۹۵۳هـ.ق) په خلاصة التواریخ کښي د موره/mora په بڼه راوړې ده. (۱۷۹ مخ)

په پښتو سندرو کښي: کورته راسه مېره پرېږده – پر مړوند راته سر کښېږده. / پر مېرې دي دی بېلتون – راته پوخ دي کی لړمون. / زما به دوني بخت د څه يي – چي میره مي پر مېره یې. / همېش ګرځم پر مېرې – کورنیولی دی میرې.  / که د دښتي که مېرې دي –  د جانان پلونه په کښې دي. (مأخذ:ولسي مرکې)

په منظومو متلو کښي: کور چي د میرې سي، ژوند دي پر مېرې سي. / که په کور، که پر مېره یو که په غر – ما و تا یو ښکر په ښکر. / همداسي په پښتو فکلوري ادب کښي د (میرواري/merwāri ) کلمه چي د (میر/mer) ریښه هم لري د برېښېدونکي، ځلېدونکي او چمکدار په معنا کارېدلې ده. لکه: د اتڼ په دې نارو کښي: غاښ د میرواري دي – دا سره سوڼان د عجب نري دي. (پښتو لغات،۲، ۲۳۴مخ)  یا هم : د مرواري سترګو خاوندي ـ د پوړینه دي نرۍ څنډي – پر ملاباریکي پایڅې پورته که له مځکي – اتڼ کوه نازکي (د ولس له خولې). همدا میرواري په دري-فارسي کلاسیکو متونو کښي مروارید راغلی: “… از وی (هندوستان) گوهرهای گوناگون خیزد چون، مروارید و یاقوت و الماس.”(حدودالعالم) او “… آن دو جام زرین مرصع به جواهر بود با پاره های مروارید.” (تاریخ بیهقی:۲۱۷مخ) په پښتو کلاسیکو متونو کښي هم په څرګنده /ي/ واولي فونیم ، د میره/mira کلمه د ښکلي، ښایسته، د مجلس شمع، صنم په معناوو هم راغلې ده.(پښتو ت.قاموس،:۲۹۲۹مخ)

په پښتو کلاسیکو متونو کښي: هجري ویلي؛ د مېرې غاړي نازیږي په اوږیو – بډه خان فخر په ګل د پیغمبر کا.(ژبپانګه:۱۱مخ)، د مېرې ځمکه مهینه – سراسر واړه ورېښمینه. (فراق نامه: ۴۴مخ)

په کلید افغاني، ګنج پښتو کښي راځي: … نو چي کوچ به یې ترې له تالاوه را ټول کړل، نو بیا بوجه به یې د تالاو و ایستل هغه شلومبې به یې مېرې ته خوشي کړې ټولې به و بهېدلې. (ژبپانګه:۲۵ مخ)

علي اکبر ورکزي ویلي: په تلاش ملاسعید چیرته پیدا کړه – د مېرې په سیل یې وکاږه بهارشه(دیوان:۹۷مخ [3]).په ځینو کلاسیکو پښتو متونو کښي د مېرې/mere لپاره نوري هممانیزي کلمې هم راغلي دي. لکه: (پوار-pawar)، سکندر ویلي: لکه بوم وګرځېده به – په جبال او په پوار.(زړه پانګه:۷۲مخ) ما ته د پوار کلمه د هوار اوښتې بڼه ښکاري دلته یې د /پ/ فونیم یې په /هـ/ اوښتی دی د /پ/ او /هـ/ فونیمونو یو په بل اوښتل په منځنیو پېړیو کښي رواج و. لکه د شمس سراج عفیف په تاریخ فیروزشاهي – خطي نسخه کښي چي هندو لپاره پندو هم لیکل سوي دي: ” و این منارها از وقت پندوان درین مقامات داشته… ص ۳۰۵” د پټي خزانې (سوراړ/suāṛ) هم وچه دښته او مېره معنا لري. شیخ اسعد سوري ویلي: هغه غور په ویر ناتار د واکمن کښېوت – هغه غور سور جاندم غوندي سوراړ. (سوکړه/sukṛa) کلمه هم مېرې او دښتي ته ویل سوي دي: کله کله ستا فتنې لا په څو رنګ وي ـ ولي دا ځکه سوکړې نه کړې وداني.

پایله؛ د مېره/merә کلمې د خپلي ژبموریني اندو-اروپايي څخه ژوند را پیل کړی< په خپله ژبکورنۍ، ژبښاخ: آریک> اندو-آریاني، ژبڅانګه: آریاني لرغونو، منځنیو او معاصرو ژبو کښي د ځاینوم، صفت، قید او په نورو ګرامري دریځونو کښي کارېدلې؛ پېړۍ، پېړۍ یون او تلون کړی، تر دې چي له خپلي ژبکورنۍ څخه یې پښه اړولې او ایلامي او سامي ژبو ته یې هم ځان رسولی دی. خو دا کلمه په نورو ټولو ژبو کښي اوس مړه او له خولو لوېدلې او  په پښتو ژبه کښي لا هم ژوندۍ ده؛ سړی په پاخه باور ویلای سي چي دا کلمه د پښتو ژبي د لرغوني دورې خپله نږه کلمه ده، په نورو همکورنیو او ناکورنیو ژبو کښي دخیله ده، منځنۍ دوره یې هم وهلې او تر معاصري دورې او اوسنۍ مرحلې یې ځان رارسولی او ساتلی دی.

اخیستلیکونه او لمنلیکونه:

  • اسدي، ابومنصور. لغت الفرس.، لومړی چاپ، تهران، ۱۳۶۵ش.
  • عامر، عبدالکریم. پښتو لغات. دویم ټوک، کویټه، ۲۰۱۸م.
  • علي اکبر ورکزی، دېوان، سریزه، او سمون د عبدالظاهر شکېب، (ناچاپ)،
  • قوامي، ګلناز، مدرسي.فرهنګ توصیفي آواشناسی و واج شناسي، چاپ اول، تهران، ۱۳۹۴ش.
  • هدایت،شهرام. واژه های ایراني(آریاني) در نوشته های باستاني(عبري،آراsمي،کلداني)، دویم چاپ، تهران، ۱۳۷۷ش.
  • C.L. Geography of early Buddhism, Oxford,1932.
  • W.Bailey. Dictionary of Khotan – Saka, Londond,1979.
  • W.Rhys Davids & William Stede. Pāli –English Dictionary.
  • M.Kater.Dictionary of pāṇɪṇɪ.part 2,̄oona,1968.

[1]. Elamite Language.

[2] . Arthur Jeffery، د سامي ژبو استرلیايي پروفیسور دی، د ۱۸۹۲م تر ۱۹۵۹م یې ژوند کړی دی. له ۱۹۲۱م څخه د قاهرې په ختیځ پېژندني انستیتوت کښي و، له ۱۹۳۸م څخه د مرګ تر وخته د کلمبیا په پوهنتون کښي په تدریس بوخت و. ګای ګای به یې مصر او نور عربي هیوادونو ته هم سفرونه کول. نوموړی د (The foreign vocabulary of the Qurān  ) په نوم او نور کتابونه هم لري.

[3]. علي اکبر ورکزی، دېوان، سریزه، او سمون د عبدالظاهر شکېب، (ناچاپ)، ۹۷مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب