چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+پر غزالي وروستی ګوزار | رحمت شاه فراز

پر غزالي وروستی ګوزار | رحمت شاه فراز

په تېرو دوو ليکنو کې د امام غزالي او احياء علوم دین په هکله ډېرې اجمالي خبرې وشوې. دلته به په دې خبرې وکړو، چې د عام تصور برخلاف، احياء دومره لويه کارنامه هم نه وه، چې خلک دې يې محير العقول وګڼي. دا کتاب د تبليغيانو له فضايل اعمال سره دا فرق لري، چې فضايل اعمال د يوناني فلسفې د مباحثو له رنګ و بوی او د امام غزالي د طرزِ بيان له تشې سره مخ دی او د فضايل اعمال ليکوال خپلې مخې ته هغه اثار نه دي ايښي، چې امام غزالي ترې استفاده کړې ده.
زموږ د روايتي مذهبي فکر د نورو پنډو اثارو په څېر دا کتاب هم له يوې خوا د پخوانيو کتابونو تکرار او د توضيح الواضحات مصداق او له بلې خوا له ګڼو ماخذونو را ټولې شوې خبرې دي او تر دې پورې هم ادعاوې شوې دي، چې په دې کتاب کې ډېرې کمې خبرې د امام غزالي خپلې دي. علامه شبلي په الغزالي اثر کې رساله قشيريه، قوه القلوب ابو طالب مکي، ذريعه الی علم الشريعة للراغب اصفهاني د دې کتاب له ماخذونو څخه ښودلي دي. علامه شبلي ليکي، چې قوة القلوب او احياء که خوا په خوا سره مطالعه شي، نو سړي ته په امام صاحب باندې د سرقې (يا ادبي غلا) بدګماني هم درېدلی شي. په علامه شبلي هم د‌ خپلو اسلافو تاثير دومره ژور دی، چې يوه عادي ګمان ته هم بدګماني وايي، حال دا چې بدګماني هله وي، چې واقعيت څرګند نه وي او انسان د يو چا په اړه ناسم تصور خپل کړی وي.
د دې کتاب په اړه د امت ستر علما هم ټول په يوه خوله نه دي او د احياء په اړه راز راز نظرونه لري. د امام غزالي په سرسختو نقادانو کې امام ابن الجوزي په سر کې ځای لري. دی په تلبيس ابليس کې ليکي، چې امام غزالي د صوفيانو په روش يو کتاب تصنيف کړ او ټول يې له داسې باطلو احاديثو ډک کړ، چې په بطلان يې امام صاحب خپله هم نه پوهېږي. يو بل ځای بيا وايي، چې امام غزالي په خپل تصنيف کې دومره تاريخي تېروتنې او اشتباهات کړي دي، چې زه يې سخت حيرانه کړی يم. له همدې امله ابو الحسن علي ندوي هم دا منلې ده، چې امام غزالي د حديثو په څېر د تاريخ هم ډېره سرسري مطالعه لرله.
امام ابن تيمية بيا په امام غزالي څلور تنقيدونه کړي دي. يو، په دې کتاب کې د فيلسوفانو دومره اقوال راخيستل شوي دي، چې له اسلام سره يې نه يوازې راشه درشه نشته، بلکې منافي يې هم دي. دوه، په کتاب کې د علم الکلام داسې مباحث هم راغلي دي، چې له قرآن او سنت سره هېڅ اړخ نه لګوي. درې، په دې کتاب کې د تصوف متشدد او منحرف اقوال او مغالطې را ټولې شوې دي. څلور، په احياء کې په ډېر لوی شمېر ضعيف احاديث او ان موضوع روايتونه هم په‌کې بيان شوي دي. د حديثو په برخه کې خو دا د امام غزالي خپل قول دی، چې «بِضَاعَتِىْ فِى عِلْمِ الْحَدِيْثِ مُزْجَاةٌ» يانې د حديثو په علم کې زما تومنه ډېره ګډوډه او کمه دی.
محمود مهدي استانبولي خو غزالي د يوې خوا هم نه دی پرې ايښی. ليکلي يې دي: امام غزالي د قرآن ځينې داسې تفسيرونه بيان کړي دي، چې عبث، لغو او له اصلي موضوع سره بې تړاوه او د قرآن کريم له تحريف سره برابر دي. نو که دا وويل شي، چې امام غزالي د قرآن او حديث له پوهې نه بوی هم نه و وړی، بې ځايه به نه وي.
د دې ټولو په خوا کې، احياء د صوفيانو په هکله داسې حکايات هم راوړي دي، چې د پند او عبرت په ځای د انسان د حيرانتيا سبب ګرځي او په ځينو ځايونو کې رشخند او ملنډې برېښي. امام ابن الجوزي په دغو حکايتونو هم پراخه تنقيد کړی دی. پاسنيو ټکو ته په پام سره، زه په دې نه پوهېږم، چې دغه کتاب دې ولې له فضايل اعمال نه معتبر وګڼل شي او ولې دې په دې کتاب باندې تنقيد د جذباتي پارېدنې سبب وګرځي؟
– د علامه شبلي الغزالي
– محدث ميگزين وېبپاڼه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب