Homeخبرونه‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت درلود او له شپېتو کلونو ډېر یې په سلګونو فلمونو کې کار کړی و.

هندي رسنۍ وایي هغه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هغه د مړینې په تړاو ویلي: «اسراني یو تکړه او څو اړخیز هنرمند و، چې د بېلابېلو نسلونو خلکو ته یې خندا او خوښي ډالۍ کړې. د هغه ونډه به د هند سینما کې تل ژوندۍ وي.»

د فلمي نړۍ یو بل وتلی ستوري اکشي کومار هم د اسراني د مړینې پر خبر خواشیني څرګنده کړې.

هغه ویلي: “موږ یوازې یوه اوونۍ مخکې د هایوان فلم پر سیټ سره لیدلي وو. اسراني یو ډېر مهربان انسان و او ما ترې ډېر څه زده کړل.دا زموږ د فلمي صنعت لپاره یوه ستره ضایعه ده.”

اسراني په مشهورو فلمونو شولې (Sholay)، هیرا فېري (Hera Pheri) او امر، اکبر، انټني (Amar Akbar Anthony) کې د پام وړ رولونه لوبولي وو.

اسراني د ۱۹۶۰مو کلونو په وروستیو کې د سینما له لارې خپل هنري ژوند پیل کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...